ليکنه او راټولونه: صديقه پړپلزۍ
داسې ډېرې کورنۍ شته چې محدودیتونه ډېر رامنځته کوي په عامه اصطلاح قیدګیري هم ورته وایو.
د کور مشر تل غواړي نور کنټرول کړي او محدودیتونه وضع کوي ترڅو کور کې نظم او دسپلین وي، ځکه دوی دا فکر کوي که کور کې محدودیت رامنځته نه کړي، نو کور به نامنظمه وي او زورواکي به منځته راشي.
په یوې کورنۍ کې ډېر محدودیت ښه نه وي ځکه کور کې هر انسان د پرېکړې کولو حق لري دا حق باید ورڅخه وانخستل شي.
داسې ډېرى وګري فکر قید او محدوده وي ځکه موږ په همدې ډول ټولنې کې پیدا او لوی شوي یو همدا مو عادت ګرځېدلی چې خپل قانون پر نورو تطبیق کړو.
محدودیت نه یوازې ذهن کمزورى کوي، بلکې د نوښت مخه هم نیولی شي ځکه کله چې انسان محدود شي، نشي کولای څه ډول کار چې غواړي هغه ترسره کړي.
محدودیت مینه او درناوى کموي، ځکه یو انسان خپل واک ته نه پرېږدي، د خپل ځان پر ځای یې بل څوک په هکله پرېکړه کوي چې دا د خفګان سبب کیږي.
همدارنګه محدودیت همداسې د ډېرو نورو کړنو لامل ګرځي چې هغه زموږ په ګټه نه بلکې په زیان مو دي، یانې د محدودیت له وجې ټوله کورنۍ وده نشي کولای هماغه یو حالت کې به پاته وي.
محدودیت وضع کول روغه کړنه نه ده، ځکه راتلونکې کې ډېرې ستونزې رامنځته کوي لکه بې اتفاقي، جلاوالی، بې باوري همداسې نور ځکه چې کله یو انسان پر بل بې باوره شي یا هم باور له منځه لاړ شي د هغې کورنۍ تهداب سستیږي، بیا نو هېڅکله یو پر بل باور نه کوي او نه په ښه سترګه ورته ګوري.
محدودیت مینه له منځه وړي، په ژوند کې د راز ساتلو او ژمنتیا احساس کموي، روزنه خرابیږي او کله چې زغم یې اخیري حد ته ورسیږي نو ټولې اړیکې له منځه ځي.
همدې لپاره په یوې کورنۍ کې ډېر محدودیت وضع کول ښه نه وي.