د کرکټ بورډ اجراییه رییس له دندې ګوښه شو

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه: محمدصابر حمیدي

د افغانستان کرکټ بورډ رییس فرهان یوسفزی وايي، چې د بورډ اجرایه رییس پرون دوشنبه له دندې لرې شو.
فرهان یوسفزي د یوه لیک په خپرولو سره ویلې، چې  لطف الله ستانکزی د خرابي کارکردګۍ، مدیریتي بې غورۍ او له مدیرانو سره د بد سلوک له امله له دندې ګوښه شو.
فرهان یوسفزي یاد لیک کې ویلې، چې لطف الله ستانکزي ته تر دې مخکې شفاهي او تحریري اخطارونه هم ورکړل شوي وه.
ددې ترڅنګ په یاد لیک کې دا هم راغلي، چې د بورډ اجراییه ریاست ازاد رقابت له لاري اعلان ته ځي او له هغه وروسته به د کرکټ بورډ د بشري سرچینو د اصولو مطابق وړ کس ټاکل کیږي.
یاران uncategorized 879 د کرکټ بورډ اجراییه رییس له دندې ګوښه شو

د لطف الله ستانکزي غبرګون

خو پخپله لطف الله ستانکزي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي چې په دې اړه یې د کرېکټ بورډ له مشره کوم رسمي لیک نه دی ترلاسه کړی.‌
ښاغلی ستانکزی همدا راز استدلال کوي چې د کرېکټ بورډ رئیس له دندې د ده ګوښه کولو واک نلري، او دا کار د بورډ د غړو دنده ده.‌
یاران uncategorized 880 د کرکټ بورډ اجراییه رییس له دندې ګوښه شو
لطف الله ستانکزی یو کال مخکې د ازاد رقابت له لاري د کرکټ بورډ اجراییه رییس ټاکل شوی وو.