
د سعودي عرب دیني عالمانو اعلان وکړو، چې ممکنه ده، چې سږ کال لوی اختر به ٣١ د جولای ٢٠٢٠ کال،چې ١٠ د اسد د ١٣٩٩ سره سمون خوري ولمانځل شي.
د “ګلف نیوز” د راپور له مخې د سعودي عرب ماهرینو ويلي دي، چې سږ کال لوی اختر به د جمعې په ورځ د اسد په لسم لمانځل کېږي.
د نجومیانو د حساب او کتاب په حواله د ذوالحجهې میاشتې سپوږمۍ (هلال) د دوشنبې په ورځ پیدا شوې، او د منځنۍ یا سه شنبه په ورځ د لمر لویدو وروسته په آسمان راڅرګنده شوه.
د ماهرینو د وړاندوینې په حواله د ذوالحجه میاشتي لومړی ورځ ٢٢ د جولای د چهار شنبي په ورځ وه.
د دوی په حساب به د ٣٠ د جولای ماښام یا ٣١ د جولاي سهار میاشت ولیدل شي او ٣٠ د جولای به عرفات او ٣١ د جولای به د لوی اختر لمړی ورځ وی.