ژباړه: نسیمه محمدي
څېړونکو موندلې د یو میَن مغز د شهوت له تجربې سره ډېر توپير لري او د یو متأهل شخص د مغز سره هېڅ ورته والی نه لري. میَن خلک د یو لړ نښو نښانو لرونکي دي.
مینېدل په بدن کې د یو لړ کیمیاوي غبرګونونو سره مل وي او دا غبرګونونه د بدن د عصبي سیستم په کړنو او هورموني ترشح اغېزمن رول لري.
مینتوب هم نښې نښانې لري. له دې ډلې:
مینتوب د اعتیاد په څېر دی
څېړنې ښايي میَن شخص د مغزي هورمونونو په آزادولو سره لکه دوپامین، اکسي توسین، اآدرېنالین او وازو پرسین د عاطفي اړیکې سره اعتیاد مومي.
څېړونکي دا اعتیاد د مخدره موادو د اعتیاد په څېر ګڼي.
د یو متخصص په وینا، دا کیمیاوي مواد کله چې د خوښې وړ شخص ته جذبېږئ په بدن کې آزادېږي او له شخص سره اړیکه لا ژوره کېږي. هو به هو لکه مخدره توکي، هر څو له نوموړي شخص سره ډېر وخت تېروئ د لا ډېر اعتیاد احساس مومئ.
زړورتوب
د برمېنګام پوهنتون څېړنو پر اساس، د مینتوب پر مهال آزاد شوي اوکسي توسین هورمون، چې « د مینې هورمون» په نوم یادېږي، له تاسې جسور، مغرور او زړور شخص جوړوي.
د اننګو سره کېدل، د پښو او لاسونو خوله کېدل او د زړه درزا یواځې د وارخطایۍ له امله نه وي، بلکه آدرېنالین او نوراپي نفرین هورمونونو له امله وي.
د سترګو مردمک پراخېدل
وروسته له دې چې د یو شخص پورې د تړاو احساس مومۍ یا په یوه ځای کې د خوښې وړ کس په ننداره اوسئ، د سمپاتیک عصب سیستم کې پېښې تر سره کېږي، چې د سترګومردمک پراخېدل ورسره مله وي.
د ستړیا احساس
د اشتها له لاسه ورکول او د ستړیا احساس د مینتوب پر مهال عادي شمېرل کېږي. کورتېزول د استرس هورمون ترشح او د رګونو د راټولېدو لامل ګرځې، چې د نس د وینو رګونو اننقباض یې نښه ده.
له همدې امله ځینې وختونه لیدل کېږي، چې ناوې او زوم په بشپړه توګه خپله اشتها له لاسه ورکوي، چې د وخت په تېرېدو دا ستونزه هوارېږي او عادي حالت ته ګرځي.
د پاوړتیا احساس
د مینتوب پر مهال د اکسي توسین ترشح، په شخص کې د زغملو او فزیکي توان لوړېدو لامل ګرځي.
کېدای شي یو میَن کس د هغې مور سره تشبېه کړو، چې د خپل اولاد د ژغورلو لپاره یو ماشین یا موټر په یواځې ځان پورته کړي!
نشئ کولای له معشوق/ې سترګې واړوئ
دا چې ډېری کسان د خوښې وړ کس انځورونه له ځانه سره ساتي یا یې انځور د موبایل یا کمپیوټر په ښيښه کږي، په بشپړه توګه علمي لامل لري. ویل کېږي، د دې انځورونو د لیدلو پر مهال، مغز دوپامین افرازوي.
د غږ د فرېکونسي لوړېدل
کله چې مو د زړه بایللو دوره تېره کړي وي او په شخص د تعهد او تکیې احساس کوئ، عجیبه فزیکي بدلونونو ته مو پام کېږي. د بېلګې په ډول په لوړ غږ، خو ملایم او آرام غږ خبرې کول د فزیکي علاقې له نښو ګڼل کېږي.
څېړونکو ښودلې کله چې ښځینه د خوښې وړ شخص ته مجذوب اوسي، خبرو کولو ته ډېره لېوالتیا ښایي.
کله چې معشوق فزیکي شتون ونلري، ښه احساس نه لرئ
د کورتیکوتروفین هورمون ترشح د دې حالت اصلي لامل دی. هغه جوړې چې د اوږد مهال لپاره جلا وي په تدریجي ډول له دې حالت سره مقابله کوي. د بېلګې په ډول د شخص غږ ته غوږ نیولو سره آرامتیا مومي.
عشقي سکته!
د څېړونکو په وینا، هغه کس چې په مینه کې ماتې خوړلې، ممکن خپل ژوند له لاسه ورکړي. دا جدي پېښې کېدای شي د ترخو پېښو له امله لکه د ژوند د شریک مړینې یا طلاق سره پېښ شي.
ښه ده پوه شئ دا حالت د زړه درېدو، لکه تنفسي ستونزو، د زړه نا منظمه ضربان او د سینې د قفس دردونو سره ډېر ورته والی لري، نښې دي.
د وزن ډېرېدل
ډېری څېړونو دا واقعیت ثابت کړی، کله چې یو شخص په یوه اړیکه کې، چې دواړه لوري رضایت ولري، وزن یې ډېرېږي. یو له دې څېړنو ښایي ښځینه داسې یوې اړیکې سره هغو خوړو ته، چې په لوړه کچه قند او غوړ لري ډېر مایله کېږي.
په نارینه ووکې د هډوکو پیاوړي کېدل
یوه څېړنه څرګندوي هغه نارینه چې له پنځه ویشت کلنۍ وروسته یوه ژوره عاطفي اړیکه لري، له قوي او غښتلو هډوکو برخمن کېږي. د مېرمنې احساس او حمایت په دې برخه کې کلیدي رول لري. که چېرې نارینه د مېرمن له لوري دا عاطفي حمایت احساس نکړي، دا ګټې نشي تر لاسه کولی.
غواړم هر څه د هغه/ هغې لپاره تر سره کړم
میَن خلک د معشوق/ې سره د یو زړه توب قوي احساس لري، د بل د درد احساس لکه د دوی درد چې وي او د بل لپاره لا ډېرې سرښندنې ته لېواله دي.
د مقابل لوري په خیالونو کې ډوبېدل
د نېشر په وینا: ۸۵ سلنه میَن خلک وزګاره وختونه د«معشوق» په خیالونو کې غرق وي. کېدای شي دا پېښه په مغز کې د مرکزي سروتونین ټيټه کچه وي، هغه حالت چې د وسواسي کړنو سره تړاو لري.
دا ډول جامې یې خوښېږي
د مینېدو یوه نښه هم د بیا ځلي منظم کېدل، د جامو بدلون، شخصي خصوصیات، عادتونواو ارزښتونو بدلون دی، چې دا ټول د مقابل لوري د خوښې وړ وي.
بې خوبي
د خوږو او په زړه پورو پېښو په اړه فکر کول او له امله یې هیجان د بې خوبۍ لامل ګرځي. دا شخص سهار او مازیګر د ډېرې انرژۍ احساس کوي. دا انرژي د مثبت فکر کولو څخه سر چینه اخلي او د دې لامل ګرځي، چې شخص خوب ته ډېره لېوالتیا ونلري.
نوښت ګر کېدل
که څه هم زیات لیکوالان خفګان د نوښت الهام ګڼي، خو د ۲۰۱۵ کال څېړنې ښودلې مینه د نوښت انګېزه پاروي. د دې څېړنې د پایلو پر اساس، مینان د مسایلو په اړه ژور فکر او لید لري. دا سې چې د هر اړخیزې کړنې له امله مسایل له بېلابېلو زاویو درک کړي.
د مزمنو دردونو درملنه
د استنفورد پوهنتون ۲۰۱۰ کال څېړنې څرګنده کړې یوه مینه ناکه عشقي اړیکه د دردونو د تسکین لپاره د درملو په څېر اغيز کوي. د څېړونکو په وینا، مینه ناکه اړیکه د مغز پر هماغه برخه، چې مسکن درمل پرې عمل کوي، اغېز پرېږدي.
شاید د روغتیاپالانو له لوري د مینې سپارښت د ډېری درد آراموونکو درملو پر ځای، غېر منطقي نه اوسي.