ژباړه: نسیمه محمدي
مشرق نیوز د ډیلې مېل په حواله لیکي: “یوازیتوب د ژوند کلونه کموي او د دخانیاتو په کچه د روغتیا لپاره ګواښ پېښوي.”
د دې څېړنې څېړونکي ټینګار کوي چې په لوړ عمر کې د وګړو یوازیتوب نه یوازې د مخدره توکو په اندازه زیان لري، بلکې د چاغښت په کچه د روغتیا لپاره خطرناک او ګڼې ناروغۍ زېږولی شي.
پوهانو له دېرش تنو سره، چې عمرونه یې د ۶۷ او ۹۲ کلونو ترمنځ وو، خبرې وکړې او له ۸۵ سلنه څخه زیاتو یې وویل، چې نسبتا د یوازیتوب احساس کوي.
د څېړونکو په وینا یوازیتوب ستاسې عمر کموي او د سګریټ د استعمال او چاغوالي په اندازه ګواښوونکې ده.
له کالیفورنی پوهنتون څخه دلېپ جست، چې د دې څېړنې اصلي لیکوال دی، وویل: “یوازیتوب په عجیب ډول د وګړو په روغتیا منفي اغېز پرېږدي.”
دلېپ زیاته کړه: “اړینه ده چې له کورنۍ سره د زړو خلکو یوځای اوسېدو ته اقدام وکړو، هغوی د ځوان نسل نیا ګانې، باباګان، کورنۍ او دوستان دي.
وایي د امریکا د ۴۵ کلونو څخه ډېر عمر لرونکو نېژدې ۴۲،۶ سلنه یوازې دير، په داسې حال کې چې د امریکا یو پر څلورمه برخه وګړي هم یوازې ژوند کوي.
د ملي دفاترو شمېرنې ښايي، نېژدې پنځه سلنه انګلنډیان ډېری وخت د یوازیتوب احساس کوي.
د یوازیتوب احساس د ذهني ستونزې په توګه په پام کې نیول کېږي، خو د اوږد مهال لپاره د یوازیتوب احساس، جسمي ناروغۍ له ځانه سره لري.
یوازیتوب د کورتیزول (د استرس هورمون) سطحه لوړوي، چې د چاغوالي او انسولین په وړاندې مقاومت سبب او په پای کې د شکر ناروغۍ لامل ګرځي.
د یوازیتوب له امله د روغتیايي ستونزو، لکه د وینې لوړ فشار، د خوب ستونزې، ژور خفګان او د عقلي زوال ګواښ د رامنځته کېدو چانس زیاتېږي.
په دې څېړنه کې ځواب ویونکو څرګنده کړې، چې ایمان او معنویت له دې ستونزو سره په آسانۍ مقابله کولای شي.
سرچینه: مشرق نیوز