لیکنه: ملیحه ناصري
ارواپوهنه په ټولیز ډول د یوه کس رواني حالت او اروایي ستونزې څېړي. سره له دې چې علمي لارې چارې ورته لري ؛ خو تر ډېره پر تجربې ولاړ علم دی او ارواپوه باید له ناروغ سره مستقیماً په اړیکه کې وي, د هغه له خبرو, کړو وړو , لیدو ډول, کړنو , چارو , ژوند ډول او نورو موضوعاتو په څېړلو کولی شي د اروایي ناروغ رواني حالت تثبیت او درملنه یې وکړي.
کوم شاعر یا لیکوال چې څه لیکي هغه د ده د اغېزمنتیا محصول وي. خامخا له یوې خبرې, پېښې یا کړنې اغېزمن شوی چې لیکلو ته یې اړوېستی دی.
ادبي لیکنې د انساني ذهن زېږنده وي , د دروني حالاتو ښکارندویي کوي, نفسي کیفیتونه او غوښتنې څرګندوي. سره له دې چې ځینې پوهان وایي چې د لیکوال د اثارو له مخې باید د هغه پر شخصیتي ځانګړنو او خوی پرېکړه ونه شي ؛ خو دا هم د یادونې وړ ده چې پنځول شوی اثر د لیکوال د دروني حالاتو استازیتوب کولی شي. کوم کیفیت یې چې په شعر یا لیکنه کې پروت وي, همغه یې د نفسي اغېزمنتیاوو او غوښتنو محصول وي. ارواپوهنه هم له نفسي او ذهني کیفیتونو سره سروکار لري او ادب هم له همدغه ځایه سرچینه اخلي.
ارواپوهنه د یوه کس د خپګان لامل پیدا او د لرې کولو هڅه یې په مشورو او درملو سره کوي چې ارواپوه له ناروغ سره کومه د خواخوږۍ او زړه تړاو نه لري یوازې دنده پر ځای کوي؛ خو ادیب لا وخته د خپګان لامل درک کړی وي, او دومره یې پر نفسیاتو اغېز پرې ایښی وي چې ادبي ژبه یې په خوځښت راولي. ادیب خپګان حسوي او هڅه کوي درد منعکس کړي؛ ځکه نو په ادب او ارواپوهنه کې د ذهني کیفیت او نفسي حالاتو مداخله ګډه ځانګړنه ده.
دروني حالتونه او ذهني کیفیتونه د وجود هغه باطني اعمال دي چې انسان عکس العمل ته اړباسي. کله چې ادیب له یوې پېښې اغېزمن شي , دروني حالت او ذهن یې دی مجبوروي چې نېغ په نېغه یا په نامستقیمه ژبه, د الفاظو په بدلانه سره هغه پېښه وانځوروي. که د خوښۍ ماحول وي او ځان خوشحاله احساس کړي, د خوښۍ سندرې لیکي او هغه د خوښۍ دروني کیفیت په ژبنیز ډول انځوروي.
که ژور بدلون ته اړتیا محسوسوي او غواړي ذهنونه راویښ کړي بیا هم , لکه د ښاغلي سلېمان لایق ( پاڅېږه وطنه ) قصیده , د شعر او لیکنو له لارې خلک هڅوي چې د ټولنې ناوړه حالت ته پاملرنه وکړي او هيښ کسان ترې جوړ شي.
هره ادبي لیکنه, پرته له څېړنیزو مقالو , له اروایي حالاتو او کیفیتونو سرچینه اخلي چې همغه له ارواپوهنې سره یې د تړاو ښکارندویي کوي. د ارواپوهنې محوري ټکي ذهن, روان او نفسیات دي او ادب هم له همدغو سره سروکار لري.