واقعي نيکمرغي

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ژباړه: محمد عزيز پردېس
هرڅوک د خپلې خوښۍ او نېکمرغۍ ته د رسېدو لپاره په خپل ذهن کې موخې او برنامې لري، خو څېړنو ښودلې ده چې رښتينې خوښي او نيکمرغي د حال ( روان حالت ) په ښه احساس کې نغښتې ده.
د هاروارډ پوهنتنون د ارواپوهنې برخې استاد، ډنيل ګيلبرټ د خپلو شويو مطالعاتو په ترڅ کې دا ثابته کړې ده چې: دغه خبره اصلا غلطه ده، چې ووايو: هغه وخت نېکمرغه کېږم چې….، ځکه په دې خبرې سره تاسو خپل روان حالت خرابوئ او دا د هغه شرط پورې تړئ چې اصلا مالومه نه ده چې رامنځ ته به شي او که نه.
څېړنې ښيي چې حتی د عايد ډېرښت هم دومره د خوښۍ او نېکمرغۍ سبب نه ګرځي، ځکه د خوښۍ لس۱۰ سلنه لامل يوازې په شتمنۍ، ټولنيزو اړيکو… پورې تړاو لري.
پاتې ۴۰ سلنه د خوښۍ لاملونه د فکري عادتونو، احساساتو، کلماتو او چلندونو پورې تړاو لري او ۵۰ سلنه نوره برخه يې تر يو بريده ژنيتکي ده. د دې پرځای چې د يو څه انتظار وکړئ او په تمه يې پاتې شئ، همدا اوس لاس په کار شئ. تاسو بايد همدا ( روان ) حالت په خوشحالۍ تېر کړئ، پرته له شکه چې رښتينې نېکمرغي همدا ده.
که تاسو فکر کوئ چې ځانګړي پړاو ته په رسېدو، لکه: زده کړې، دنده او پيسې، ښکلا، سفر او واده… به نېکمرغۍ ته ورسېږئ، نو تاسو تېروتي ياست؛ ځکه د پورته ياد شويو هر پړاو ته په رسېدو ګورو چې، هغه څه چې موږ يې فکرکړی و؛ هغومره نه يو نېکمرغه شوي.
خپله خوښي او نېکمرغي مو هېڅکله يو څه پورې مه تړئ، کله چې تاسو خپله د زړه له تله خوښ ونه اوسئ، نو ټوله نړۍ هم که هڅه وکړي؛ تاسو به خوشحاله نه کړي. له تېر څخه پند، له اوس څخه خوند واخلئ او راتلونکې ته هيله من واوسئ. يوازې يوازې د اوس لپاره ژوند وکړئ. د خوښۍ او نېکمرغۍ احساس مو بايد له ددنه سرچينه واخلي. راځئ وروسته له دې ژمنه وکړئ چې خپل حال مو د نامالومه راتلونکې لپاره مه خرابوئ.