په کورنۍ کې د دروغو زیانونه

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

زموږ د کور انډول ګډوډوي او له کړکېچ سره مو مخ کوي، ځکه چې دروغ ویل د هر څه اساس او ریښه خرابوي، باور مینه، صداقت هر څه لمنځه وړي.
دروغ ویل نه یوازې موږ ته بلکې زموږ اولادونو ته هم زیان رسوي، له اروایي اړخه ناروغوي، دوی هم لویانو په شان په دروغ ویلو عادت کوي.
که هر انسان په ژوند کې دروغ ووایي، نو په کور او ټولنه کې اعتبار لمنځه ځي او ټولې اړیکې یې خرابېږي.
کله چې په یوه کور کې د یوه چا اعتبار لمنځه لاړ شي، نو هلته ډار رامنځته کېږي، ځکه چې تل یو له بل څخه او له دروغو څخه ډارېږي.
په کومه کورنۍ کې چې حتا یو کس هم دروغجن وي، نو له ټولې کورنۍ سره بله کورنۍ اړیکه نشي نیولای، ځکه هر څه پر اعتماد او باور ولاړ وي.
که موږ تل دروغ ووایو لومړی خو خو نه پوهېږو خو په راتلونکې کې کله چې پوه شو، نو د حقارت او پښېماني احساس به کوو.
دروغ ویل زموږ باورونو ته سخت زیان رسوي.
که موږ یو ځل دروغجن ثابت شوو، نو که کوم وخت رښتیا هم ووایو څوک باور نه کوي او زموږ نوښت او وړتیا هم لمنځه وړي.
دروغ ویل د دې سبب کېږي چې د کورنۍ ترمنځ مینه، رښتینولي، باور او داسې هر څه کموي او لمنځه وړي. او د اړیکو اساس باور دی.
دروغ ویل زموږ ایمان ته لوی زیان دی، نو ځکه باید خپل د باور، اړیکو او تر ټولو نه اړینه خپل ایمان لپاره باید هېڅکله دروغ ونه وایو، ځکه چې دروغ ویل پرته له زیان موږ ته بله ګټه نه رسوي. دروغجن انسان نه په کورنۍ کې او نه هم په ټولنه کې ځای لري. او هېڅکله هم د چا باور بېرته نشي ترلاسه کولای.
رښتیا ویل او په ټولو اقوالو او افعالو کې رښتني اوسېدل د مسلمان د ایمان بنسټ تشکیلوي، ځکه چې رښتیا ویل د نیکۍ طرف ته هڅونه کوي او نیکي د جنت د حصول ذریعه ده. او دروغ ویل د منافقانو تر ټولو لویه نښه ده. لکه څنګه چې متل دی د دروغو مزل لنډ دی، نو د دې لپاره موږ هم باید له دروغو څخه ځان وساتو.