د پښو په وسیله د انسان شخصیت پېژندنه

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

ژباړه: نسیمه محمدي
په معمولي ډول انسانان کولای شي د خپلې څېرې حالتونه کنترول کړي، مګر ویل کېږي د بدن خاص حرکتونه او د کتلو څرنګوالې کولای شي د دروغ ویلو، غوصې، خیانت او دې ته ورته کړنو ښکارندویي کوي. د مانچسټر پوهنتون څخه پروفيسور جفري بېټي په دې اړه وایي: ډېری خلک نه پوهېږي، چې د انسان پښې د شخصیت په اړه رمز لرونکي پېغامونه، لېوالتیا او د انسانانو افکار له ‎ځانه وښيي.
څېړنو ښودلې انسانان د دروغو ویلو په وخت خپلې پښې په غېرې ارادي ډول بې حرکته ساتي چې د امکان تر حده نور د خپلو دروغو څخه خبر نکړي. ښځينه معمولا نارینه د هغوی د بوټونو له بڼې او دا چې تر کومه بریده منظم او پاک دی او له نورو سره یې لباس ورته والې لري ارزوي. د نارینه وو په نارمل ډول د قهر او غوصې په وخت د پښو حرکت دروي، خو ښځینه د دې اپوټه د غوصې په وخت پښو ته حرکت نه ورکوي. خجالتي خلک معمولا خپلو پښو ته ټکان ورکوي چې دا په یوې ډله کې د دوی د اصطراب او نارامۍ نښه ده. له بل پلوه مغرور او متکبر خلک بیا پپښې کمې خوروي.
پروفیسور بېټي په دې اړه وایي: ډېری خلک د څېری له حالتونو او معنا ګانو سره بلدتیا لري، خو د پښو حرکتونو او معنا په اړه نه پوهېږي. مګر حقیقت دا دی چې د پښو ژبه کولای شي د یو کس د شخصیت په اړه، دا چې یو کس د خبرو کولو په وخت د کومو څېزونو په اړه فکر کوي روښانه کړي. حتی له دې طريقه کولای شي د یو شخص عاطفي او روانشناسي خصوصیاتو په اړه پوه شي. په زړه پورې ده چې یو کس کولای شي د خپلې څېرې حالات کنترول کړي، خو په عادي ډول د خپلو پښو په حرکتونو کنترول نه لري او له همدې امله د بدن دا غړی په آسانۍ کولای شي د خپل څښتن شخصیت فاش کړي.
نوموړي وړاندې وویل: ما په دې اړه د ډول ډول معنا ګانو پوهېدلو لپاره لسګونه کلونه څېړنې وکړې او ډېری معلومات مې ترلاسه کړل. ډېری خلک د دې پر ځای چې د یو کس دروغ ویلو ته متوجه شي د هغوی سترګو او څېرې ته ځیر وي. خو رښتیا دا دي چې ډېری کسان د خپلې څېرې بدلون کنترولوي او دروغ پټوي. چې د دې راز پوهېدلو او د دروغو معلومولو لپاره د پښو حرکتونه دي. کله چې انسانان دروغ وایي، په غېر عادي توګه خپلې پښې بې حرکته ساتي په داسې حال کې چې ډېری فکر کوي انسانان د غوصې او قهر په وخت خپلو پښو ته ډېر حرکت ورکوي، چې دا موضوع په بشپړه توګه بر عکس ده. کله چې مونږ دروغ وایو د خپل یو ښه احساس د پټولو او له منځه وړلو په حال کې یو او همدا کړنه د خپلو پښو په وسیله تر سره کوو.