کاناډا: معدن کیندونکو یو د ۵۷زره کلونو لرغونی مومیایي شوی لېوه وموند

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

عایشه حیدري

په کاناډا کې د سرو زرو یوه معدن کیندونکي په ناڅاپي ډول یو د ۵۷زره کلونو لروغونی مومیایي شوی لېوه وموند. دا لېوه تر ټولو روغ مومیایي شوی لېوه دی چې تر دې مهاله موندل شوی دی.
د یجیاتو څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، دغه دغه ځناور ۵۷زره کاله وړاندې د ځمکې د ګنګل شوو خاورو تر یوه پوړ لاندې را ګیر شوی و او له همدې امله یاد لېوه دومره روغ پاتې شوی دی چې اوس څېړونکو د هغه د خوړو د رژیم، ژنيټيک او ان د هغه د ژوند او مړينې په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي دي.
کلکه خاوره یا Permafrost ډېره لږ تودوخه لري له همدې امله د ځناورو د وجود اوبدل شوي جوړښتونه د څو زرو کلونو په تېرېدو بیا هم روغ پاتې کېږي، وړاندې تر دې څېړونکو د ځینو نورو ورکو شويو سترو څارويو او ځناورو لکه ماموت او نورو مومیایي هم پکې موندلي وو.
یاد لېوه چې Zhur نومول شوی په همدغه ځای کې موندل شوی او د بدن بېلابېلې برخې یې لکه پوستکی، وړی او ځينې نور ارګانونه روغ پاتې دي چې له همدې امله څېړونکې په دې وتوانېدل چې د دغو برخو په څېړنې سره د لېوه په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي.
د دغې څېړنې یو اصلي څېړن جولي میچن Julie Meachen وايي چې Zhur تر دې مهاله تر ټولو روغ موميايي شوی لېوه دی. ژور سل سلنه روغ پاتې شوی دی او یوازې سترګې یې له منځه تللې دي. د دغه مومیایي لېوه روغ پاتې کیدل موږ ته اجازه راکړه ترڅو هغه په سمه توګه مطالعه کړو او د هغه ژوند بیا انځور کړو. څېړونکو د دغه مومیایي شوي لېوه د هډوکو او غاښونو ودې ته په پاملرنې سره د مړينې پر مهال د لېوه عمر شاوخوا اووه اونۍ اټکل کړی دی.
Mummified wolf pup found in Yukon is most well-preserved specimen of a gray wolf, researchers say | CTV News
د لېوه د خیټې د محتویاتو ایزټوپونه ښیي چې د لېوه دغه بچي اکوېټيک (اوبو اړوند) ژوند درلود او له سمندري خواړو څخه تغذيه کېده چې کېدای شي د سالمون کب د هغه د خوښې وړ خواړه وي.
څېړونکي وايي د دې لپاره چې د بدن نرم جوړښتونه او وړۍ روغې پاتې شي، د څارويو لاښ باید په ډېرې چټکۍ سره په کلکو خاورو کې خښ او پټ شي. نو کېدای شي چې له همدې امله کله چې Zhur په پټنځای کې و د او د استوګنځي چت پرې را غورځېدلی وي او دغه کمبخته لېوه یې په هماغه شېبه وژلی وي.
وروسته تر دې چې څېړونکو د دغه لېوه جینومونه و څېړل، یاد لېوه یې Beringian او د روسيې خړو لېوانو ته ورته وموند چې دغه دوه ډوله لېوان د نننيو خړو لېوانو له نیکونو څخه شمېرل کېږي.
که څه هم څېړونکو د Zhur په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي خو اوس هم ځینې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي. ميچن وايي، موږ وپوښتل شوو چې هغه ولې په خپل استوګنځي یا پټنځي کې يواځې و؟ او یا دا چې د لېوه کورنۍ، مور، خویندو او وروڼو ته څه ور پېښه شوې ده؟ کېدای شي هغه د کورنۍ یواځینی اولاد وي او یا هم کېدای شي کله چې چت را نسکور شو نور لېوان په پټنځي کې نه وو. میچن وايي، په خواشینۍ سره چې د دغې پوښتنې ځواب به هېڅکله هم و نه مومو.
د یادونې وړ ده چې Zhur به د کاناډا د پلازمینې وایټ هورس ښار په Yuko Beringia Interpretive Center کې نندارې ته اېښودل کېږي.