د تروش لیمو په واسطه د ویښتانو ساتنې پینځه لارې

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

ژباړه: آلما افغان
تاسو به د لیمو د بیلابیلو ګټو په اړه خبر یاست، د تریو لیمو مصرف زموږ او ستاسو ترمنځ ډیر دی چې کولای شي زموږ د ویښتانو او پوستکې د بیلابیو ګټو باعث شي.
د لیمو اوبه هغه ستونزې هم حلوي کومې چې موږ د سر د ویښتانو په برخه کې ورسره مخ یو، د لیمو تروې اوبه د اسید سیتریک، ویټامین سې، مګنیزیم، کلسیم او نورو موادو لرونکې دي، لیمو کولای شي د ویښتانو پخې د لمنځه یوسې همدارنګه د پوستکې د مړو سلولونو د لمنځه وړو او پرځای يې د نوو سلولونو په رامنځته کیدو کې مرسته کوي چې دا چاره ویښتانو سره ډیره مرسته کوي.
نن ورځ د ویښتانو د بیلابیلو ستونزو د حل په موخه په ښارونو کې ډیری محصولات وړاندې کیږي چې کیدای شي تاسو يې د اخیستلو توان ونه لرئ موږ درته په طبیعې ډول د لیمو څخه د ګټې اخیستنې اسانه لارې درښایو چې له مخې به يې د سر د ویښتانو د ډیرو ستونزو حل پیدا کړئ.
په هر حال تاسو کولای شئ د کورنیو درملو په جوړلو سره د ویښتانو ستونزې رفع کړئ، موږ درته بیلابیلې لارې توصیه کوو چې په پلې کولو به يې د ویښتانو اړوند له ډیرو ستونزو خلاص شئ.
۱ د سر د ویښتانو وده
د آلویرا او لیمو ترکیب:
لازم مواد: ۲ د غذا خوړلو قاشوغې د آلویرا ژیل او یوه قاشوغه د لیمو اوبه.
د استعمال طریقه: پورتني دوه مواد د یو بل سره ښه ګډ کړئ او بیا دا ګډ ترکیب د ۵ دقیقو لپراه په خپلو ویښتانو کې ووهئ او سرته مو مساژ ورکړئ.
پریږدئ چې دا ترکیب مو د ۳۰ دقیقو لپاره په سر کې پاتې شي، وروسته د ۳۰ دقیقو څخه مو ویښتان په شامپو ومینځئ.
هڅه وکړئ دا کار په اونئ کې یو ځل تکرار کړئ.
د لیمو او زیتونو د غوړو ترکیب: لازمه مواد: یوه قاشوغه د زیتون غوړي او څو څاڅکې د لیمو اوبه.
د استعمال طریقه: لومړی د زیتونو غوړو ته تودوخه ورکړئ او وروسته د لیمو څو څاڅکې ورسره ښه مخلوط کړئ.
ښه ده چې مخکې له خوب څخه يې د سر په پوستکې وموښئ او آرامه آرامه مساژ ورکړئ او پریږدئ چې دا ترکیب مو ټوله شپه په سر کې پاتې شي سهار يې په شامپو پریمنځئ.
۲ د سر د پخو درملنه
لازم مواد: یو دانه تریو تازه لیمو:
د استعمال طریقه: یو تازه لیمو راواخلئ او په منخ يې نیم کړئ او هغه په ارامۍ د پوستکې په مخ وموښئ، پریږدئ چې دا نتیجه مو د ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې په سر پاتې شي وروسته مو سر په یوې ملایمې شامپو پریمنځئ.
دا کار په اونۍ کې یو ځل ددې لپاره تکرار کړئ چې د سر پخې مو د تل لپاره د لمنځه لاړې شي.
د سر د پوستکې د ټولو داخلې طبقو د تضمین لپاره:
لازمه مواد: د لیمو اوبه او سپینه سرکه
د استعمال طریقه: د لیمو او سپينې سرکې یو برابر ترکیب سره ګډ کړئ او وروسته يې په سر وموښئ او د ۱۵ ار ۲۰ دقیقو پورې يې پریږدئ او بیا مو سر په شامپو ومینځئ.
۳ د د سر د پوستکې د رطوبت ماسک
د لیمو اوبه، د چرګې هګۍ او د زیتون غوړي: لازمه مواد: ۲ قاشوغې د لیمو اوبه، یوه هګۍ او یوه قاشوغه د زیتونو غوړي.
د استعمال طریقه: یوه هګۍ په کاسه کې ماته کړئ او وروسته ورسره ۲ قاشوغې د لیمو اوبه او یوه قاشوغه د زیتون غوړي ور اضافه کړئ او ټول مواد ښه مخلوط کړئ وروسته د مخ په برس دا مخلوط شوي مواد په سر وموښئ او تر هغې يې پریږدئ چې وچ شي تر وچیدو وروسته يې ومینځئ.
۴ د ویښتانو د ریزش درملنه
د لیمو د اوبو او د کوپرې د اوبو ترکیب: لازمه مواد: یوه قاشوغه د لیمو اوبه او د کوپرې اوبه.
د استعمال طریقه: د کوپرې او لیمو اوبه سره ښه ګډې کړئ او وروسته يې په سر ووهئ او په سر يې تر شل دقیقو پورې پریږدئ او بیا مو په شامپو سر ومینځئ.
دا کړنه په اونۍ کې یو ځل تکرار کړئ.
۵ د ویښتانو د نرمولو لپاره
د لیمو د اوبو ترکیب، شات او د زیتون غوړي: لازمه مواد: یوه قاشوغه د لیمو اوبه، دوه قاشوغې شات او دوه قاشوغې د زیتون غوړي.
د استعمال طریقه: یاد ټول مواد سره ښه ګډ کړئ او وروسته يط په سر وموښئ او بیا یاد مخلوط د ۳۰ دقیقو لپاره په سر پریږدئ او وروسته يې په یوې ملایمې شامپو پریمنځئ.
دا چاره هم په اونۍ کې یو ځل تکرار کړئ.