د سریلانکا هیواد د کرکټ کورني لیګ «lanka premier league» پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هغو بهرنیو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې ددې لیګ دویم پړاو بولي ته یې نوملیکنه کړې.
په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د لانکا پرېملیګ سیالیو ته د افغانستان په ګډون د ۱۱ هیوادونو څخه لوبغاړو نوملیکنه کړې، خو ددې لیګ په اعلامیه کې د افغانستان، سویلي افریقا، پاکستان، ویسټانډیز، اسټرالیا، بنګلهدېش، زیمبابې، متحده عربي امارات او نیپال هیوادونو څخه د هغه لوبغاړو لیست خپور شوی، چې ددې لیګ بولي ته یې نوملیکنه کړې ده.
هغه افغان لوبغاړي، چې د سریلانکا لیګ راتلونکي پړاو ته یې نوملیکنه کړې
اصغر افغان، محمد شهزاد، نجیبالله ځدران، نوینالحق، عثمان شینواری، رحمنالله ګربز، حضرتالله ځاځ او قیس احمد.
Shakib, Faulkner, Bavuma register for LPL 2 🏏
💠 Khawaja, Rutherford, Pooran, Cutting, Dunk, Rampaul and Ferguson also in draw
💠 Top Bangladesh players Tamim, Mehedy, Taskin, Liton & Soumya available for selection
READ⬇️https://t.co/WKitnrx1Zb #LPL2021 #LPLT20
— LPL – Lanka Premier League (@LPLT20) July 2, 2021
ددې لیګ لومړی او دویم پړاو
د سریلانکا هیواد د کرکټ غوره لیګ لومړی پړاو د تېر ۲۰۲۰م کال د نوومبر میاشتې له ۱۶مې بیا د ډیسمبر میاشتې تر ۱۶مي نېټې پورې ترسره شو، چې پکې د ګډونوالو پنځو لوبډلو له ډلې «جفنا» اتلولۍ ته ځان ورساوه.
ټاکل شوې ددې لیګ دویم پړاو د روانې جولای میاشتې په ۳۰مه نېټه پیل شي او د اګسټ میاشتې تر ۲۲مي نېټې پوري به دوام وکړي.
ددې لیګ په لومړي پړاو کې افغان لوبغاړي
په دې لیګ کې تېر کال ۷ افغان لوبغاړي کریمخان صادق، نوینالحق، رحمنالله ګربز، حضرتالله ځاځی، سمیعالله شینواری او افتال عالم اخیستل شوي وه، خو یو شمېر یې ولوبېدل او یو شمېر افغان لوبغاړو ته یې بیا چانس ورنه کړ.
۱ـ کریم خان صادق: کولمبو لوبډلې اخیستی و.
۲ـ قیساحمد: کولبمو لوبډلې اخیستی و.
۳ـ نوینالحق: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.
۴ـ رحمنالله ګربز: کینډي ټسکرز لوبډلې اخیستی و.
۵ـ حضرتالله ځاځی: ګالي ګلډیټرز لوبډلې اخیستی و
۶ـ سمیعالله شینواری: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.
۷ـ افتاب عالم: ډمبولا وایکنګز لوبډلې اخیستی و.