د نیکه او لمسیانو اړیکه؛ له ارواپوه سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

کورنۍ د ټولنې خورا مهمه او اغېزمنه برخه ده، ځکه د ټولنې هر وګړی له کورنۍ او د کورنۍ له غړو سره د اړیکو له امله اغېزمن دي، همدارنګه زموږ فردي او ټولنيز شخصیت په کورنۍ کې جوړيږي او ټولنې ته وړاندې کیږي، ددې اړیکو له ډلې څخه یوه هم د لمسیانو او د نیکه اړیکه ده، چې زموږ په هېواد کې نیکه د کور د مشر په توګه د کور د ټولو غړو په ځانګړې توګه د لمسیانو په ژوند، روزنه، اړتیاوو او غوښتنو کې مهمه ونډه لري په ځینو کورنیو کې خو نیکه خپل ځان د خپلو لمسیانو په وړاندې مسوول ګڼي داسې چې، آن د هغوی په چارو کې مداخله کوي، په ځینو ټولنو کې داسې کیسې هم لیدل کیږي چې نیکونه د خپلو لمسیانو په ژوند کې تر کچې ډېره لاسوهنه کوي او وروسته د ډېري ستونزو سرچینه هم له همدې ځای څخه پیلیږي. نن مو پر همدې ارزښتمنې مسلې باندې د بحث په موخه د هېواد له نامتو ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده چې تر پایه یې ولولئ.
پوپلزۍ: سلام استاد الله دې وکړي چې روغ، جوړ او خوشاله اوسئ د لومړۍ پوښتنې پۀ توګه که راته ووایاست چې زموږ هېواد کې له لمسیانو سره د نیکه اړيکه څنګه ده؟
 استاد عظیمي: سلام تاسو، ستاسو درنو همکارانو او قدرمنو لوستونکو ته، هیله ده د صحت جامې په تن ولرئ. لکه څرنګه چې تاسو اشاره ورته وکړه زموږ په هېواد کې نیکونه د کورنۍ د مدير، رئیس او مسلط کس رول لري، اجازه راکړئ داسي ووایم چې زموږ په هېواد کې نیکه واکي يا په بله وینا نیکه سالاري ده، ډېرځله په کور او کورنیو کې هر ډول کوچنۍ او لویې پریکړې د نیکه له لوري نیول کیږي د ماشومانو او تنکیو ځوانانو اند نه اخیستل کیږي او همدا پۀ راتلونکي کې د پر ځان ټیټ باور لامل ګرځي آن کله کله خو د لمسیانو د واده پرېکړې هم دوی کوي چې دا پر خپل ځای د ټولنې له غړو څخه د انتخاب حق اخیستل دي، ډېر ځله داسې باورونه هم شتون لري چې هر څه چې مشران وایي هغه باید و منل شي، هېڅوک هم د لاسوهنې حق نلري او د هغوی هره پرېکړه پرته له دې چې وڅېړل شي منل کیږي.
پوپلزۍ: استاد د نیکه داسې لاسوهنې په لمسیانو کومه اغېزه کولای شي؟
 استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه د داسې اړیکو او لاسوهنو لومړنۍ پایله د ماشوم پر ځان ټیټ باور دی ددې تر څنګ د هغوی دا ډول رول په کورنۍ کې د لمسیانو پر ژوند، اړیکو، شخصیت او اروایي روغتیا ژوره اغېزه کوي کله ناکله نیکونه د لمسیانو په وړاند د کورنۍ له نورو مشرانو یاني د ماشوم د پلار، مور، انا، تره او عمه سره په غوصه چلند کوي چې دا هم د ماشوم په روحیه، اروا او چلند باندې ناوړه اغېزه کوي ځکه ښايي د همدې بېلګو له امله سبا ورځ ماشوم خپل موروپلار ته هم درناوی نه کوي او ډېرځله د هغوی پر وړاندې ناوړه جملې هم کاروي.
پوپلزۍ: استاد ډېری نیکونه له لمسیانو سره تر کچې ډېره مینه کوي دا مینه څنګه ارزوئ؟
استاد عظیمي: ډېر ښه ټکي ته مو اښاره وکړه، زموږ هېواد کې ډېري نیکونه وزګار دي یاني رسمي دنده نه لري، نو ښايي هغوی خپل ډېر وخت له خپلو لمسیانو سره تېر کړي آن له پلار څخه يې هم ډېر وخت ورکوي او هغوی سره له کچې ډېره مینه کوي چې ښایي ډېرې منفي پایلې ولري د بېلګې په توګه د ماشوم پر شخصیت بده اغېزه کوي همدارنګه لمسیان چې هر څه غواړي نیکه یې ورته چمتو کوي که یې په ساده ژبه ووایم ماشوم تیارخور عادت کيږي او تل لوړې تمې کوي چې دا د عصري او مدرن ژوند لپاره سمه او مناسبه تګلاره نده ماشوم باید خپل حد او حقوق وپېژني ددې تر څنګ پر ې باید وپوهیږي چې هر څه د لاسته راوړو وړ ندي او تر خپلې کچې باید غوښتنې ولري.
پوپلزۍ: استاد دا چې ډېره مینه دومره ناوړې پایلې لري په ډېری کورنیو کې خو نیکونه آن د لمسیانو په روزنه کې پوره ونډه لري، پر دې اړوند ستاسو نظر څه دی؟
استاد عظیمي: هو ښکاره خبره ده، ډير ځله نیکونه خپلې روزنیزې تګلارې، پر خپلو لمسیانو تحمیلوي، آن کله کله خو خپل زامن دې ته اړباسي چې د هغوی تګلاره غوره کړي او د نه پلي کېدو په صورت کې سخت غبرګونونه ښیي، چې په لویه کچه د اروايي ستونزو او ګډوديو لامل هم ښايي همدا وي، د بېلګې په توګه د یوه ۶۰ یا ۸۰ کلن نیکه فکر او روزنیزې لارې ډېرې زړې او پخوانۍ وي، او د اوس مهال ۶ کلن یا ۸ کلن ماشوم ته یې ښودل پر ځاي چاره نده او پر زیان یې تمامیږي.
پوپلزۍ: استاد ډيری نیکونه د خپلو لمسیانو تر مینځ توپیر او پرتلنه کوي دا هم ناوړه اغېزې لري او کنه؟
استاد عظیمي: هو بلکل، د لمسیانو تر مینځ جنسیتي، سني او عقدوي توپيرونه له بده مرغه شتون لري چې د کلتوري، دودیزو او پخوانیو ذهنیتونو پایله ده، دا جنسیتي توپیر او ناروغ ذهنیتونه د ماشوم پر چلند، روحیه، پرځان باور او اروایي روغتیا خورا ناسمه اغېزه کوي.
پوپلزۍ: استاد څرنګه کولاي شو دا اړیکه ورغوو؟
استاد عظیمي: لومړی خو باید په کورنۍ کې هر څوک خپله دنده وپېژني، نیکه باید پر دې پوه شي چې د ماشوم په روزنه کې هیڅوک د هغه د موروپلار په کچه ډېره ونډه نلري. همدارنګه ماشومانو سره ډېره او افراطي مینه هغوی ته کومه ځانګړې ګټه نه لري سربېره پر دې د هغوی پر شخصیت ناوړه اغېز شیندي، ښايي ماشوم په نیکه پورې وابسته یا وتړل شي او دا چې ژوند هم یوه ورځ پای ته رسيږي یا ښايي دې ته اړ شو چې میندې او پلرونه مو له خپلو والدینو څخه بېل شي نو هغه مهال به ماشوم له عاطفي اړخه ډېر زیان وویني. درېیم دا چې د ماشومانو یاني هلک او نجلۍ تر مینځ توپير کول سم او پر ځای عمل ندی، دا هم له دیني او هم له اروایي اړخه، روغه چاره نه شمېرل کیږي چې باید کنټرول او ورغول شي او نیکه باید لمسیانو سره له هر ډول زور زیاتي، تاوتریخوالي او رټنو پرته چلند وکړي او د مینې او محبت کولو انډول هم اړینه ونډه لري، د هغوی د بېلابېلو خویونو، غوښتنو او اړتیاوو پر وړاندې باید له زغم څخه کار واخلي ځکه اوسنی ماشومتوب د نیکه د ماشومتوب له پړاو سره ځمکه او آسمان توپیر لري نو د هغوی د غوښتنو پر وړاندې دې بد چلند او ضد نه کوي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست د نیکه او لمسیانو تر مینځ د روغو اړیکو ګټې څه دي؟
استاد عظیمي: له نیکه او انا سره د اړیکو ګټه ټولنیز، عاطفي او دودیز اړخ لري ماشوم نیکه ته د درناوي له امله درناوی زده کوي او په نورو موقعیتونو یې تعمیموي همدارنګه د ماشوم عاطفي تشې له مینځه وړي او ماشوم له هره اړخه روغ روزل کیږي خو که دا اړیکه کنټرول او انډول پکې مراعت شي، دا چې ماشومتوب د هویت د تشکیل پړاو دی نو د ماشوم ذهني پایې او وده پر همدې دوران کې شکل نیسي او د نیکه د عاطفې له امله ماشوم د امن احساس کوي. که دا اړیکه کنټرول شي نو د ماشوم پر ځان باور ډېریږي ژوند ته یې د هیله مندۍ کچه ډېروي او له نیکه څخه د کیسو په اورېدو سره یې ذهن هم وده کوي، ددې تر څنګه لمسیانو سره ښې اړیکې پر نیکه هم اغېز کوي د بېلګې پۀ توګه هغه نیکونه چې لمسیانو سره روغې اړیکې لري ډېر لږ د زړښت پر ژور خپګان اخته کیږي.
پوپلزۍ: استاد لۀ تاسې نه یوه نړۍ مننه په دې هیله چې د نورو موضوعاتو په اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د دې موضوع اړوند ډېر نور څۀ هم واورئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوۀ روغ، آباد او سولییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.