لور له خپل پلاره د ماتې خوړلو توقع نه لرله

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

له «پبجي ګیم» څخه وروسته نن سبا په خبري او خواله رسنیو کې د (لوډو) ګیم یا لوبې په هکله رامنځته شوې تازه پېښه خورا ګرمه ده.
ګټل یا بایلل د لوبې برخه ده او د احساساتو کنټرول له لاسه ورکول د یوه ښه لوبغاړي نښه ده.
د کورونا له امله، په نړۍ کې ګڼ شمېر خلک بهتره ګڼي، چې په کور کې پاتې شي او بې له ضرورته د بهر وتلو پر ځای د خپلې کورنۍ سره یو ځای وخت تېر کړي.
هندوستان هم په دې ورځو کې د کورونا په منګول کې دی، هلته هم ښاریان په خپلو کورونو کې د مصروفیت لپاره د یو څه په لټه کې دي.
د هند په «بھوپال» ښار کې ورته یوه کورنۍ ژوند کوي، چې یوه ۲۴ کلنه نجلۍ په کور کې د وخت تېرولو لپاره د خپلو خویندو او پلار سره د لوډو لوبې پیل کړې.
د هندي رسنیو پر بنسټ، کله چې نجلۍ لومړۍ لوبه له لاسه ورکوي (ماتې خوري)، نو هغه په خپل پلار دومره په غوسه کېږي چې د مسلې د حل لپاره مشورتي ناستې پیل کېږي.
د کورنۍ د محکمې وکیل وایي، قرباني شوې نجلۍ وایي، چې د هغې پلار چې په کوم شکل لوبه ګټلې د هغې باور یې زیانمن کړی دی.
نجلۍ ویلي، چې تر لوبې وړاندې هغې په ​​خپل پلار پوره باور درلوده او تمه یې نه درلوده، چې ګوندي پلار به یې ماتې ورکوي.
نجلۍ وایي، په داسې حال کې چې به هغې د خپلو خویندو او پلار سره د لوډو لوبه کوله، نو پلار یې هغه وهله او ټکوله، چې همدې عمل یې د هغې باور مات کړی.
ښځینه حقوقپوه وايي؛ پلار یې د ځان خلاصون لپاره په څو لوبو کې خپلې لور ته ماتې ورکړې، چې وروسته له هغې نجلۍ خپل پلار ته د “پلار” ویل پرې ایښي.
په دې هکله، د کورنۍ محکمې سالکار ویلي، چې د ورته قضیو (پېښو) لامل هم یو دا دی، «چې نن سبا خلک د ماتې منلو زغم نه لري» که څه هم دوی باید زده کړي چې د ماتې منل ورته دومره مهم دي لکه د بریا نمانځل.
د پرله‌پسې څو (لوډو) لوبو له لاسه ورکولو وروسته، نجلۍ له خپلې کورنۍ سره خبرې کول پرېښي وې، خو د څلورو مشورتي غونډو وروسته، د نجلۍ او کورنۍ ترمنځ اوس اړیکې مخ په ښه کېدو دي.