مرکه:له ګاونډیانو سره اړیکه بايد څه ډول وي؟ – صدیقه پوپلزۍ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
مرکه: صديقه پوپلزۍ

اړیکې زموږ د ژوند یو مهم لوری ګڼل کېږي، ځکه موږ ټول یو بل ته اړتیا لرو او پرته له اړیکو به له بېلابېلو ستونزو سره مخ شو، د دې اړیکو له ډلې یو هم له ګاونډیانو سره اړیکې دي. لکه څرنګه چې ښکاري د خلکو نفوس ورځ په ورځ ډېر او ټولنه پراخیږي همدارنګه د خلکو په اړیکو کې هم ستونزې او شخړې د پراخېدلو په حال کې دي، موږ که وغواړو یا ونه غواړو له ګاونډیانو سره په اړیکه کې یو او دا اړیکه خورا ارزښتمنه ده.
نن مو په ژوند کې د همدې اړيکو د ارزښت په اړوند د هېواد له نامتو ارواپوه استاد شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې راسره ولولئ.
پوپلزۍ: سلام ښاغلی استاد هیله ده روغ، جوړ او خوښ اوسئ. استاد، په لومړیو کې غواړم وپوښتم؛ له ګاونډیانو سره زموږ د هېوادوالو اړیکې څنګه ارزوئ؟
استاد عظیمي: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته هیله مند یم چې روغ او جوړ به یاست.
له بده مرغه باید ووایم چې د افغانانو اړیکه له ګاونډیانو سره ډېره ښه نه ده، زموږ د ژوند او اړیکو ستونزې، شخړې او بدګمانۍ له ګاونډیانو سره د ناسمو اړیکو له امله دي، که دې اړیکې ته پام وکړو، ویې رغوو او شته ستونزې یې حل  کړو زموږ ډېری مشکلات او شخړې به پخپله حل شي.
پوپلزۍ: استاد آیا ګاونډیان زموږ په ژوند اغېز کولای شي؟
استاد عظیمي: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې هو، ګاونډیان هغه کسان دي چې نه یوازې یوه ورځ بلکې د یوه عمر لپاره زموږ شاوخوا ژوند کوي. ښکاره ده چې د ورځې په لړ کې خامخا یو ځل ور سره وینو او په دې ډول ورسره په اړیکه کې یو، نو موږ که وغواړو یا ونه غواړو هغوی پر موږ اغېزه کوي. زموږ له هیله مندۍ او اروايي روغتیا سره مرسته کوي. همدارنګه ډېر ځله موږ دویمه ژبه پرته له دې چې کورس یا زده کړیز مرکز ته ولاړ شو خپلو ګاونډیانو سره د اړیکې له امله زده کوو. د دې تر څنګ نورې ورته کړنې، دودونه، اخلاقي یا نااخلاقي چلند، دودونه او… هم له هغوی څخه کاپي کوو، پر دوام یې ښه او نیک چلند زموږ او د هغوی تر منځ د همکارۍ روحیه پیاوړي کوي، د هوساینې، سکون، مینې، محبت او ملګرتیا لامل ګرځي او حتا ویل کیږي چې رزق زیاتوي او د عمر ډېرېدلو لامل ګرځي.
پوپلزۍ: استاد یو ښه ګاونډی کومې ځانګړنې لري؟
استاد عظیمي: ټولې هغه ځانګړنې چې، شتون يي موږ ته د سکون، هوساینې او امن احساس راکوي که چېرې د دې برعکس وي دا بیا ښې او روغې ځانګړنې نه کوي. د دې ترڅنګ هغه ځانګړنې چې د خلکو لپاره د خیر او نیکۍ لامل شي او پر مهربانه چلند دلالت وکړي نه دا چې د یو بل بدي وغواړي او د هغوی له مال شتمنۍ او جایداد سره بخیلې وکړي. همدارنګه د هغوی شخصي حریم ته درناوی وکړي او په غم، دردونو او خوښیو کې ورسره شریک شي.
پوپلزۍ: استاد ولې ګاونډیان مهم دي؟
استاد عظیمي: ځکه چې ګاونډیان موږ ته نوی کلتور، دودونه، بېل ډول چلند راښیي او د دې مسایلو په رغولو کې ونډه لري. همدارنګه ګاونډیان زموږ د ټولنېزې هوساینې او اروايي سکون په برخه کې اړین ثابتېدای شي یا ښایي برعکس زموږ په زیان تمام شي او خورا ناوړه اغېزې ولري. یو ګاونډی کولای شي د محبت یو سیوری او یا د ملاتړ لاس اوسي، همدارنګه ګاونډیان ځکه مهم دي چې تر ټولو لومړی د هر ډول مرستي لپاره چمتو وي.
پوپلزۍ: استاد دا اړیکه باید څه ډول وي؟
استاد عظیمي: باید ووایم چې موږ باید له ګاونډیانو سره په اړیکه کې انډول په پام کې ونیسو یاني نه د خپلو ګاونډیانو سره د دښمن په څېر چلند وکړو او نه هم ځان د هغوی څخه قربان کړو. دا اړیکه باید د درناوي، همکارۍ، ملاتړ،  مسوولیت منلو، صبر او راز دارۍ پر بنسټ ولاړه وي.
پوپلزۍ: ښه استاد که دا اړیکه ښه نه وي څه به پېښ شي؟
استاد عظیمي: لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه د ډېری ستونزو او شخړو لامل د همدې اړیکې ناروغتیا او ناسموالی دی، نو که ښه وي د یو بل د ودې او پرمختګ لامل ګرځي او که ښه نه وي بېلابېلو بدبختیو، ناکامیو، جنګ او جګړو ته لار هواروي.
پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه، د دې اړیکې د ښه کېدلو لپاره باید کوم موارد په پام کې نیسو؟
استاد عظیمي: لومړی خو باید د ځان لپاره ښه ګاونډیان وټاکو چې، ښه اشخاص او مثبت انسان وي، دویم دا چې دوه اړخيزو حقونو ته پام وکړو او د یو بل شخصي حریم ته درناوی وکړو، د یو بل په کورنیو مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړو. درېیم دا چې زموږ ژوند له خوښیو، غمونو او دردونو څخه خلاص نه دی او نشو کولای ورڅخه لري یا خلاص شو، نو ګاونډیان مو باید په خپلو خوښیو اوغمونو کې ښکیل کړو او خپله هم د هغوی په خوښیو ، غمونو او دردونو کې ښکیل او شریک شو. د دې ترڅنک له هغوی سره د هر ډول کینې، بخیلۍ، سیالیو او هغوی ته له زیان رسولو او ځور څخه په کلکه ډډه وکړو.
پوپلزۍ: استاد له تاسې یوه نړۍ مننه، په دې هیله چې د نورو موضوعاتو اړوند هم موږ سره مرکو ته ادامه ورکړئ او د یاران لوستونکو ته باید ووایم چې تاسې کولای شئ دلته خپله له استاده د موضوع په اړوند ډېر نور څه هم ووینئ او وګورئ.
استاد عظیمي: له تاسو هم یوه نړۍ مننه ښاد او اباد اوسئ د یوه روغ، آباد او سوله‌ییز افغانستان په هیله خدای مو مل شه.