له کوژدې وړاندې باید روغتیایي ازمایښتونه وکړو

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ

داسې ډېر خلک یا نجونې شته چې ناروغي لري، نو د همدې لپاره باید دا ازمېښتونه له کوژدې وړاندې وشي، چې یو د بل په حالت پوه شي. داسې نه چې بیا له واده وروسته یو بل ته ولېږدول شي.
روغتیایي معاینات د واده له معیارونو څخه دي. که څه هم په افغانستان کې دا خبره په نظر کې نه نیول کېږي، خو موږ باید دا خبرې ته ډېر پام وکړو، چې په راتلونکې کې کومه ستونزه جوړه نشي.
که موږ معاینات وکړو، نو پوه به شو چې ساري ناروغۍ لرو که نه. ځینې داسې ناروغۍ شته چې که ولېږدول شي حتا د مرګ سبب کېږي.
که موږ کومه خطرناکه ناروغي ولرو، په راتلونکې کې نه یوازې زموږ د ژوند ملګري په زیان ده، بلکې زموږ ماشومانو ته هم لېږدول کېږي.
سربېره پر نورو ناروغیو که موږ معاینات وکړو له اولاد لرلو او اولاد نه لرلو له حالته مو هم خبروي.
کله چې له واده څخه مخکې ازمېښتونه ترسره کړو، نو د هغه پایلې ته په کتو سره موږ خپله سمه پرېکړه نیولی شو، چې په راتلونکې کې د زیانونو مخه ونیسو. او کولای شو چې له واده مخکې خپل تداوي او وقایه هم وکړو.
له واده وړاندې ازمېښتونه داسې ډېرې ګټې لري، یعنې حیاتي ارزښت لري، ځینې داسې ودونه شوي چې حتا د سرطان د ناروغۍ لامل ګرځي، که موږ ازمایښت وکړو، د یوې معلولې ټولنې له جوړېدو څخه مخنیوی کولای شو، او په راتلونکې کې د مقابل لوري خبرې هم پر موږ به نه وي، ځکه بیا نشي کولای پر موږ بې ځایه نیوکه وکړي.
داسې ډېرې اروایي ګډوډۍ شته چې له جینونو سره اړیکه لري، نو موږ له دې خطر څخه هم د ازمایښت په وسیله ځان ژغوړلای شو.
نو که موږ غواړو چې په راتلونکې کې خپل د ژوند ملګري سره ښه ژوند ولرو، نو دا کار باید ترسره کړو او زموږ په وسیله په ټوله ټولنې کې دا یو عادت وګرځي او عام شي، چې په راتلونکي کې له کومې ستونزې سره مخ نشو او مخکې له مخکې مخه یې ونیسو.