
راپور: بشر درویش
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د څړځایونو د بیارغونې او پراختیا په پار د سرورې چارې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد ولایت د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، ترڅو ددې ولایت په کچه د ټولو هغو مالچرو او څړځایونو ځمکې تثبیت کړي، چې د نقشو له مخې له پخوا څخه د مالدارانو د مالونو څړځای لپاره ځانګړې شوي دي.

د افغانستان د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ښاغلي الکو له قوله ویلي، چې د هلمند په ولایت کې د څړځایونو د سروې او بیارغونې په موخه له پلازمېنې پلاوي هلمند ته رسېدلي دي، ترڅو په دې ولایت کې د مالدارانو او کوچیانو لپاره هغه سیمې، چې له پېړیو پخوا په کې مالونه څروول کېدل سروې او د بیارغونې چارې یې پیل کړي.
د ښاغلي الکو په خبره راغلي پلاوي ددې ولایت له بېلابېلو سیمو لیدنه کوي او د پلان له مخې د سروې چارې روانې دي.
د هلمند دکرنې رییس دغه راز وویل:
«د یادو څړځایونو په بیارغونې سره به د مالونو لپاره د څړمناسب چاپېریال رامنځته، د اوبو د زېرموساتنه کیږي او په ټوله کې د کوچیانو او مالدارانو په اقتصادي وضعیت کې په د پام وړ بدلون رامنځته شي.»

هلمند چې، د مالدارۍ له پلوه غني ولایت دی، په دې وروستیو کې یې طبیعي ځنګلونه، مالچرونه او څړځایونه د غصب، تخریب او د طبیعي عواملو له امله په پراخه کچه زیانمن شوي دي.د هلمند دکرنې رییس وایي، چې ددې ولایت د طبیعي سرچینو د احیا، ساتنې او پراختیا په پار پراخ پروګرامونه په پام کې لري، چې په پلي کېدو سره یې یاد طبیعي سرچیني خوندي او د کوچیانو او مالدارانو د مالونو د خوراکې لپاره به چمتو شي.