مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

ژباړه: بشر دروېش
د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو د وروستي ملاقات پر وخت د شمالي کوریا د رهبر کشرۍ خور کیم یو جونګ موجودیت هم د ډېر پام وړ و.
د شمالي کوریا د رهبر خور تر دې مخکې جنوبي کوریا ته د تېرکال د سفر پر وخت هم د رسنیو پام خپل کړی و.
هغه سفر په جنوبي کوریا کې د المپیک د ژمنیو سیالیو د نندارې په موخه و.
په دې لیکنه کې د شمالي کوریا د رهبر دغه خور در پېژنو!
مرموزه نجلۍ
کیم یو جونګ د شمالي کوریا د واکمنۍ کورنۍ لومړنۍ غړې وه، چې د ۱۹۵۰ له جګړې وروسته یې جنوبي کوریا ته سفر وکړ.
5a7d6022dda4c887718b459c مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
دا نجلۍ همدا، چې هغه سفر یې وکړ او وروسته بیا را څرګنده شوه، د خلکو او رسنیو د پام وړ شوه.
لکه څنګه، چې د هغې د ورور او د کورنۍ د نورو غړو په اړه ډېر جزیات نشته، د کیم یوجونګ په اړه هم خلک چندان نه پوهیږي.
دا نجلۍ، په کره ډول نه شو ویلای، چې څو کلنه ده، خو وېل کیږي چې له ۲۹ تر ۳۱ کلونو عمر لري.
دا د شمالي کوریا د مخکیني رهبر او د هغې د مېرمنې (پخوانۍ نڅاګرې مور) تر ټولو کوچنۍ اولاد ده.
هغې د خپلو زده کړو یوه برخه په هماغه کال په سویس کې وکړې. خو له ۲۰۰۰ کال وروسته د شپږم ټولګي له پای ته رسولو وروسته بیرته شمالي کوریا ته لاړه.
د سیاست لېواله نجلۍ
کیم یو جونګ له پیله سیاست ته لېواله وه، د هغې پلار کیم جونګ ایل په ۲۰۰۲ کې د یوې مرکې پر وخت په ډېر ویاړ وویل، چې کشرۍ لور یې د سیاست علاقه منده ده او غواړي، چې د دولت په چوکاټ کې کار وکړي.
methode2Ftimes2Fprod2Fweb2Fbin2Fbd7a8b2c 49ff 11e8 bf76 d5da08923eed مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
معلومه نه ده، چې دغې نجلۍ له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۷ پورې څه فعالیتونه کول.
په وروسته کلونو کې هغې تر ډېره د پردې ترشا د خپل پلار کیم جونګ ایل او ورور کیم جونګ اون کارونه تنظمیول.
هغې له پلار وروسته د ورور د رهبر کیدو لپاره ډېرې هلې ځلې کړې وې.
98230357 e36c8c30 b9f4 4766 8e81 52ed0359c2a6 مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
لومړنی ظهور
دغه نجلۍ په لومړي ځل د پلار د تدفین په مراسمو کې(۲۰۱۱) کې عام محضر ته راڅرګنده شوه.
هغه تېرکال د کارګر ګوند د تبلیغاتو ریسه شوه، دا ورته لوی پرمختګ و،ځکه په ګوند کې یې دا یو مهم بست و.
له دې پرته هغې د خپل ورور د تشریفاتي چارو مسولیت هم پرغاړه لري.
د جنوبي کوریا د چارو شنونکي باور لري، چې دا د خپل ورور په چارو کې ډېر مهم رول لري.
د ځای ناستي توب په تمه
سره له دې چې تر ډېره دغه نجلۍ د رهبرۍ اکټونه نه کوي، خو داسې ښکاري چې د رهبرۍ په برخه کې د رامنځته کیدونکې احتمالي تشې د ډکولو لپاره ځان چمتو کوي.
kim yo jong2 مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
دا وړاندوینه په دې دلیل شوې، چې د هغې د ورور اولادونه لا کم عمره او پلار ته یې د پېښیدونکو خطرونو نه وروسته د وضعیت د مهارولو او رهبرۍ به حد کې نه دي.
کیم یو جونګ په ۲۰۱۴ کې د ورور کیم جونګ اون له ناروغۍ وروسته تر څه وخته موقتا د هېواد رهبري پر غاړه اخیستې وه.
له ګاونډي دښمن سره روغه
هغې په لومړي ځل جنوبي کوریا ته له سفر سره وښوده، چې د هېواد په استازیتوب لوړه نمایندګي کولای شي.
9CD39F68 BC1C 40AD 9217 مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
نوموړې د دغو سیالیو پر وخت د جنوبي کوریا له ولسمشر سره په ستړي مه شي کې عجیب و غریب حرکات، چې د یوې رهبرې له شان سره ښاییدل، ترسره کړل.
د شمالي کوریا د رهبر خور دغه راز له خپل ګاونډي دښمن(جنوبي کوریا) سره د سولې په مذاکراتو کې هم مهمه ونډه لرله.
له ټرمپ سره لیدنه
کیم یو جونګ په سینګاپور کې له امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې پر وخت هم د خپل ورور ملتیا کوله.
په دغه لیدنه کې هغې، هغه رول لوبوه، کوم رول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له ټرمپ سره لوبوه.
front kim trump signing 1 1 مرموزه نجلۍ؛ د شمالي کوریا د رهبر خور راتلونکې رهبرۍ ته تیاری نیسي
د امریکا او شمالي کوریا د هوکړه لیک د لاسلیک پر وخت د کیم یو جونګ ورور ځان ته د ځانګړي شوي قلم پرځای د نوموړې پر قلم دا هوکړه لیک لاسلیک کړ.
ځینو د دې کار لامل امنیتي تدابیر وګڼل.
د شمالي کوریا رهبر په دې مشهور دی، چې نه یوازې مخالفین؛ بلکې که د کورنۍ کوم غړی یې هم د پامه بد راشي، نابودوي یې.
خو د خور بخت یې ښه دی، د ورور په مزاج برابره ده او د هغه بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري.