ژباړه: نسیمه محمدي
لبنیات د هډوکو جوړېدو اصلي سرچینه ده. هر ګیلاس شیدې، ۲۸۰ ملي ګرامه کلسیم لري، خو تاسې په ورځني ډول د ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ ملي ګرامه د اړتیا وړ کلسیم د ترلاسي لپاره له ګیاهي محصولاتو هم ګټه اخیستلای شئ.
دلته درته د لوړې کچې کلسیم لرونکو بوټو او خوړو یادونه کوو. له موږ سره اوسئ.
پالک:
پالک ډېر کلسیم لري، البته د کلسیم اندازه یې د پخولو تر طریقې پورې تړلې ده. په اوبو کې د پالکو پخول د کلسیم د کمښت لامل کېږي. په ټوله کې هر ۱۰۰ ګرامه پالک د ۱۴۰ ملي ګرامه کلسیم لرونکي دي.
سپینه لوبیا:
بډایه کلسیم، فیبر او پروتین لري او هر دوه ګیلاسه یې ۹۶ ملي ګرامه کلسیم لري. باید پوه شئ چې په همدومره اندازه شنه لوبیا ۱۷۷ ګرامه کلسیم لري.
د کونځلو دانې:
د کونځلو هر ۳۵/ ۲۸ ګرامه (یو اونس انګلیسي واحد)، ۲۷۳ ملي ګرامه کلسیم لري او نور مواد لکه مس، منګنیز هم لري. د کونځلو دانې له انتي اوکسیدان او مغذي موادو څخه سرشاره غوړلرونکی بوټی دی.
سویا:
سویا د کلسیم څخه بډایه دي چې د غوا له شیدو سره پرتله کېدای شي. د (دیادیزن) په نامه د ایزوفلاوني لرونکې ماده هم لري چې نه پرېږدي د هډوکو کلسیم له منځه لاړ شي. همدارنګه د ادرار له لارې د بدن د کلسیم د دفعکېدو مخنیوی هم کوي. هېره دې نه وي د سویا پنېر هم په زیاته اندازه کلسیم لري.
نخود:
دا کلسیملرونکي خواړه په هر ۱۰۰۰ ګرام کې ۱۳۴ کلي ګرامه دا معدني یعنې کلسیمي مواد لري.
عدس:
عدس د اوسپنې ښه سرچینه ګڼل کېږي، خو سره له دې عدس ډېر کلسیم هم لري. ۱۰۰ ګرامه عدس د ۵۲ کلي ګرامه کلسیم لري. د عدس له خوړو سره به مو پوره او کافي پروتین او فیبر هم په برخه شي.
پیاز:
پیاز د معدني موادو، لکه کلسیم سرچینه ده. ۱۰۰ ګرامه پیاز ۲۰ ملي ګرامه کلسیم لري. پیاز دیورېتیک (ادرار راوړونکی) خاصیت لري. د اشتها راوړو او د معدې د چارو د تنظیم باعث کېږي.
د چغندر پاڼې:
دا تېره رنګ لرونکي سابه له کلسیم، وېټامین سي او انتي اوکسیدان ښه منبع ده. کلسیم د میاشتې عادت د دردونو په کموالي کې ډېر اغېز لري. د دې انتي اوکسیدان لرونکي بوټي پرلهپسې مصرف سره د ډېری ناروغیو مخه نیول کېږي. د پاخه شویو چغندرو پاڼو په هرو دوو ګیلاسونو کې، د کلسیم اندازه ۷۹ ملي ګرامه ته رسېږي.
بادام:
هر یو اونس ( ۳۵/۲۸ ګرامه) بادام، ۸۲ ملي ګرامه کلسیم لري. سربېره پر دې کلسیم، پروتین، ګټور غوړي او د بې کورنۍ وېټامینونه لري. د بادام تفت شوي غوړي په زیاته کچه کلسیم لري.
لوبیا:
له هرو دوو ګیلاسو یې، ۸۶ ملي ګرامه کلسیم لري او د پروتین، فولېټ او فیبر ښه سرچینه ده.
کرم (بروکلي):
د کرم هر ګیلاس ۹۰ ملي ګرامه کلسیم لرونکې ده. همدارنګه په زیاته اندازه د انتي اوکسیدان او ویټامینونو لرونکي خواړه دي.