د خوشحاله اوسېدو ۱۰ غوره لارې چارې

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: نوراحمد فضلي
ځيني په فطري توګه خوښ او خوشحاله دي او ځیني نور مالومېږي چي له خوشحالۍ سره یې اړیکي پرې کړي دي! غمجن کسان فکر کوي چي خوشحالي یې باید په خټه اخښل سوې وي او د خوشحاله اوسېدو خبره، داسي مهارت نه دی چی دوی یې زده کړي او وکولای سي خپل ژوند تغییر کړي. باید پوه سئ چي ددې کسانو د نظر برعکس، موږ انسانان یوازیني موجودات یو چي کولای سو تصمیم ونیسو څو خوشحاله ژوند ولرو یا ژوند یوازي د داسي کړنو په ترسره کولو تېر کړو چي موږ غمګین او ناهیلي کوي.
له منفی بافۍ، تکراري باورونو او تصوراتو او سختو منفي ګرا افرادو څخه لېري والی له بد څخه ښه ته زموږ د حال د تغییر له پاره ډېر ګټور دي. ددې مطلب تر پایه به د خوشحاله اوسېدو په موخه لاري چاري مطرح سي چي ویل ئې ستاسو له پاره مهم او ضروري مالومېږي.
ناهیلي دي ستاسي د وجود په سراسر کښي نه ځاېیږي
تر ټولو دمخه چي باید کوم کار وکړئ، دا دی چي ددې دنیا د سختیو او ربړو په وړاندي خپل پوهاوی زیات کړئ. په دې دنیا کښي د خوږو پېښو ترڅنګ، سختۍ او ناکامۍ هم سته چي نه باید د هغوی سره په محضي مخامخ کېدو د ناهیلۍ احساس وکړئ.
په ژوند کښي بې موخي مه اوسئ
معمولاً هغه کسان چي په ژوند کښي موخي او اهداف نه لري، په ژوند کښي د نېکمرغه او خوشحاله کېدو له پاره سبب نه پيداکوي. په دې اساس، د خوشحاله اوسېدو له پاره یو له مهمو ګامونو په ژوند کښي د موخي ټاکلو د تکنیکونو سره بلدتیا ده. پام مو وي چي په هدف ټاکنه کښي باید له خپلو اهدافو داسي هدف وټاکئ چي هغه ته په رسېدو کښي د بریالیتوب ډېر چانس او اُمید وینئ او هدف ته د تحقق په موخه هڅو کښي یوازي د نورو د تائید یا تکذیب په فکر کښي مه اوسئ. البته له متخصصانو او پوهانو له مشورو ګټه واخلئ. همدارنګه باید تاسي د يوه هدف د ټاکلو په موخه واقع بین اوسئ.
تېر په تېر پوري تعلق لري
یو له عمده مورادو چي کولاسي سي ستاسي څخه خوښي او خوشحالي واخلي، دا دي چي همېشه پر تېر افسوس کوئ. تاسي نه سئ کولای چي خپل تېر تغییر کړئ او هیڅ سبب نه لري چي تاسي د هغه سره ژوند وکړئ؛ نو خپلي ټولي پخوانۍ تېروتني او ربړي هېري کړئ. تېر، تېر سوي دي او تاسي چي هرڅومره هم هاند وکړئ، نه سئ کولای هغه تغیر کړئ. په حقیقت کښي همدا تېروتني دي چي زموږ څخه قوي او هوښیار کسان جوړوي او موږ هم له هغوی درس او پند اخلو او خپل کمزوري ټکي اصلاح کوو. حتا ډېر غمجن او فکرجن حالات هم بالاخره زموږ له پاره ګټور درسونه لري.
یوازي خپل منفی ټکي مه وينئ
ځان هماغسي چي یاست، ومنئ. هر انسان یو خوښ او یو ناخوښ مخ لري چي په ځینو مواردو کښي، د هغو د تغییر توان نه لري. د مثال په توګه: شونې ده فرد یو بدني مشکل ولري چي همېشه یې له خاطره پر رواني فشار لاندي وي خو کله چي ومني ستونزه لري او د هغه د تغییر توان هم نه لري او باید د همدې ستونزي سره ژوند وکړي، ډېر روحي سکون به پيداکړي. البته دغسي کسان باید خپلو مثبتو ټکو ته په پام سره، باید برسي کړي چي په کومو کارونو سره کولای سي د خپلو کمزورو ټکیو جبران وکړي.
د ستونزو سره د مخامخ کېدا پر مهال بحرانی سازی مه کوئ
په ژوند کښي د غمجن او بې حوصلې افرادو یو دلیل د دوی بحران سازی کول دي. ځیني کسان د ربړو سره د مخامخ کېدا په صورت کښي، ستونزي چي څومره دي، له هغه اندازې زیاتي ځان ته ستري ایسوي. ډېری کسان وايي کله چي له ستونزي سره مخامخ کېږو، ډېر ژر مضطرب کېږو خو تر لنډ وخت وروسته متوجه کېږو چي هغه ستونزه هومره هم زیان رسوونکې نه ده اوسېدلې.
کله چي د خوښۍ او خوشحالۍ خبري رامنځ ته کېږي، ډېری وايي:” خوشحالي پاو په څو؟! “خو ددې کسانو د نظر برعکس، خوشحالي او نېکمرغي په موږ پوري مستقیمه اړیکه لري. ژوند سخت دئ، کښته پورته لري، سختي پکښي لږ نه ده خو په ژوند کښي هُنرمند کس ښه دی چي ددې ټولو خنډونو سره سره، د خوشحالۍ او نېکمرغۍ له پاره بهانه پيداکړي. دې موخو ته د رسېدو له پاره لاندي ګټوري سپارښتني او ساده لاري چاري ترسره کړئ:
1. ګلګاري یا باغواني وکړئ.
2. پيسې پر خپلو کوچنیو علاقمنديو ولګوئ او همېشه په
لوړو او ګران بیه ارزوګانو مه پسې کېږئ.
3. همدا اوس چي کوم کار کوئ، زیات تمرکز وکړئ
څو بریالیتوب ته په رسېدو سره، په تاسو کښي د خوښۍ احساس زیات سي.
4. یو نوی مهارت زده کړئ. ددې معلومول چي څرنګه
مهارت وي ستاسي په ذوق او وړتیا پوري اړه لري.
5. د راتلونکي په اړه خپلي اندېښنې پر یوه کاغذ ولیکئ،
د لیک په یوه پاکټ کښې واچوئ او په واقعي معنا ئې لاک او مُهر کړئ!
6. پر شاوخوا مو خوښ او خوشحاله کسان را ټول کړئ
کله د کورنۍ د غړو په منځ کښي مزاح او آن طبعي وکړئ.
7. داوطلبانه کارونه ترسره کړئ. داوطلبانه کارونه
کولای سي چي د نورو سره د مرستي په موخه نوښتګر کارونه اوسېږي.
8. د هري ورځي په پای کښي، ۳ ښه تصادفونه چي ور
سره مخامخ سوي یاست یاداښت کړئ او د بلي ورځي د پیل دمخه، حتمن هغوی ته یوځل نظر وکړئ.
9. ځان د نورو سره مه پرتله کوئ. مهمه نه ده که دا
پرتلنه د مالي او یا تحصیلي اړخه وي.
10. د ورزش له پاره له هر فرصته استفاده وکړئ
ولي چي ورزش پر ځان د باور په زیاتولو کښي د پام وړ اغېز لري.