ژباړه: مریم محمدي
ارواپوهان وايي د ښځې او خاوند په نظریاتو کې داسې تفاوتونه شته چې لا تر اوسه ځینې یې په دې اړه نه پوهیږي. له همدې له امله ډېری وخت یو بل سره غلط درک کوي، چې په ګډ ژوند کې د ستونزو لامل کیږي.
ارواپوهان وايي دا تفاوتونه په دې ډول دي، خو البته ټول به ممکن داسې نه وي:
۱- خاوند غواړي چې، د ژوند ستونزې یوازې حل کړي، خو ښځه خواخوږي یا همدردۍ ته اړتیا لري او نه غواړي چې یوازې وي.
۲- خاوند غواړي چې د خپلې ښځې په نظر کې هغه قهرمان اوسي، ښځه بیا غواړي چې خاوند یې پوه شي چې هغه ته یې تکیه کړې.
۳- خاوند په دې فکر کې دی که یو ځل یې خپلې مېرمنې ته وویل چې مینه درسره لرم، نو د ټول عمر لپاره به په یاد او بس وي، خو ښځه ضرورت لري چې په هر وخت کې د خاوند له خوا دا خبره واروي چې مینه درسره لرم.
۴- سړی د مینې اظهار کولو ته اړتیا لري، مېرمنه بیا د مینې حاصلولو ته ضرورت لري.
۵- سړی د ښځې له خوښۍ سره مینه لري، ښځه د سړي د ډېر خوښ لیدو سره فکر ته ځي.
۶ – د ستونزو په وخت کې سړی لرې کېدو یا يوازیتوب ته اړتیا لري، خو ښځه بیا نږدېوالی غواړي.
۷- د ښځې خپګان چې خاوند ته یې ورکوي، کومه ګټه نه لري، خو د خاوند خپګان ښځې ته دا احساس ورکوي چې ګواکې مینه ورسره نه لري.
۸- سړی په ارامه فکر کوي او په دې وخت کې فقط د اړتیا وړ جملې وايي، خو ښځه بیا په لوړ غږ خپل افکار وايي.