امریکا: د افغان سولې لپاره د مسکو غونډې ته خلیلزاد لېږو

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

امریکا وایي د مسکو غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي.

خلیلزاد، چې تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د امریکا د سولې د نوې طرحې په اړه له خبرو وروسته دوحې ته تللی و، په قطر کې د طالبانو له استازو سره له خبرو وروسته پرون بېرته کابل ته راورسېد چې له افغان مشرانو سره د سولې پر هلوځلو خبرو ته دوام ورکړي.

خلیلزاد طالبانو ته د لنډمهالي حکومت په اړه د امریکا نوی وړاندیز وسپاره خو د طالبانو ویاند محمد نعیم الجزیرې ته په یوه مرکه کې له لنډمهالي حکومت سره د طالبانو مخالفت اعلان کړ، او ویې ویل چې د تېرو ۴۰ کلونو تجربو ښودلې چې دا ډول حکومتونه ناکام دي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د ولسمشر جو بایډن د حکومت له لوري مسکو ته د خلیلزاد لیږل ښيي چې امریکا او روسیه، چې دواړه په افغانستان کې د یوه لنډمهال حکومت غوښتونکي دي، پر نورو مسلو له اختلافونو سره سره ممکن د افغانستان د جګړې په پای ته رسولو کې همکارۍ ته چمتو وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جالیانا پورټر خبریالانو ته وویل، د مسکو کنفرانس به د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره د ټولو نړیوالو هلوځلو ستاینه وکړي او تراوسه پورې په دې برخه کې د پرمختګ په اړه به د نړیوالې ټولنې اندېښنه منعکس کړي.

د رویټرز پر اساس د افغانستان حکومت او طالبانو موافقه کړې چې د مسکو په کنفرانس کې به ګډون وکړي.

دې کنفرانس ته چین او پاکستان هم بلل شوي دي.

امریکا هڅه کوي چې له افغانستانه د خپلو پوځیانو تر ایستلو وړاندې په افغانستان کې پر سولې موافقه وشي.

ځینې لویدېځې سرچینې وايي، که امریکا ته داسې ښکاره شوه چې د مې تر لومړۍ پورې د افغانانو ترمنځ پر سولې جوړجاړی نه کېږي، ولسمشر بایډن ممکن د خپلو پاتې ځواکونو ایستل شاوخوا ۳ میاشتې نور وځنډوي.

د مسکو غونډه د روانې میاشتې په اتلسمه نېټه جوړېږي چې په هغه کې به طالبان، افغان حکومت او امریکا ګډون کوي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي