زلمی خلیلزاد څنګه پر امریکايي جلۍ مئین او ورسره یې واده وکړ؟

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

افغان الاصله امریکايي زلمی خلیلزاد چې اوس د امریکا له وتلو ډیپلوماټانو ګڼل کیږي په کوچینوالي کې له افغانستانه د زده کړو په موخه امریکا او بیا د امریکا اړوند بیروت پوهنتون ته تللی دی.
خلیلزاد د خپل وروستي کتاب (استازی) چې شا او خوا دوه کاله وړاندې لیکل شوی، د خپل ژوند خوږې او ترخې کیسې کړي دي. دا کتاب پښتو ژبې ته لطف الله لطف ژباړلی دی.
هلته د خلیلزاد ډیرې کیسې شته، موږ به یې کوښښ وکړو چې په پرلپسې ډول مو له ځینو هغو تاسې دلته په لنډو لیکلو کې خبر کړو.

نن درته د خلیلزاد او له امریکايي میرمنې سره یې د واده کیسه کوو.
خلیلزاد وايي، کله چې لبنان ته د امریکايي – بیروت پوهنتون ته لاړ نو هلته یې په دې موخه چې د افغانستان خدمت ته به ځان جوګه کوي، نو ټولنیزې اړیکې به یې پاللې.
وايي، ددوی پوهنتون به کلني مراسم درلودل، دا کلني مراسمه به د ښځينه زده کوونکو په په ځای (بوستاني تالار) کې نیول کیدل.
خلیلزاد وايي، دی هم دې مراسمو ته ورغی او تالار ته په ننوتو یې پر چېرېل بینارډ (د خلیلزاد اوسنۍ میرمنه) باندې سترګې ولګیدې.
هغه لیکلي:

هغه ما پسې په قطار کې ولاړه وه او زما د غالمغال په لیدو موسکه شوه، زه په زغرده وایم چې د چېریل ګلابي جامو او تاو شوو زلفو په بدرګه د هغې مسکه زما زړه ور کش کړ. هغه مهال دا ډول جامې د عربي انجونو ترمنځ ډیرې دود شوې وې، ما او چېرېل په دغه ماښام ښه ډیره نڅا وکړه، هغې په دې ورځو کې تازه پر عرب ملت پالنې مونوګراف لیکه. د نڅا په ترڅ کې یې له ما د افغانستان د حالاتو په اړه وپوښتل، زه پوه شوم چې له داسې چا سره مخ شوی یم چې د ښکلا او جذابیت ترڅنګ ډیر نور څه لري.

د چېریل، خلیلزاد چکرې او کوژده

خلیلزاد وايي، ما او چیریل یوځای ډیرې چکرې وهلې، ګڼ ښارونه او هیوادونه مو لیدلي، بازار کې مو ګډه سودا اخیستي او پسې ګرځیدلي یوو. وايي افغان ملګرو به چې لیدم نور راپورې یې خندل، د هغوی په وینا د یوه ویاړمن افغان لپاره د میرمنو توکي ګرځول ناسم کار دی، خو دا ویاړمن افغان د چېریل مینې لاندې کړی و.

خلیزاد او کورنۍ غړي یې، دې کې لمسیان هم شته

خلیلزاد وايي، بلاخره د اطریش په ویانا پوهنتون کې له دوکتورا زده کړو بشپړولو وړاندې ما او چیرې کوژده وکړه.
خلیلزاد لیکلي چې موږ دواړو پتیلې وه چې له زده کړو بشپړولو وروسته به دواړه افغانستان ته ځو، زه به د خپل پلان له مخې د سیاست ډګر ته ننوځم او چېریل ویل چې غواړي د پرمختګ او د ښځو د حقوقو په برخه کې کار وکړي.
خلیلزاد او چېریل دوه زامن لري چې یو الکساندر بینارد او مګزیمیلاین بینارد. الکساندر زوی یې اوس د خپل یوه لوی شرکت مشر دی.
باید وویل شي چې زلمی خلیلزاد اوسمهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی دی چې له طالبانو سره یې د امریکا په استازولۍ مذاکرات پرمخ یوړل او څو میاشتې وړاندې یې ورسره تړون هم لاسلیک کړ.