هر نارینه ته د دغو مهارتونو لرل اړین دي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

نارینه زموږ په ټولنه کې اوس هم ځينې خلک له بده مرغه هغوی ته وايي، چې د وهلو ډبولو او ان وژلو پورې زورواکي وکړي.
موږ «نارینه» اصطلاح متاسفانه ډېر وخت د «ښځینه» په مقابل کې استعمالولو او داسې فکر کوو چې ګوندې «ښځينه» له نارینه وو څخه یو ښکته او اضافي قشر دی.
دا یو پخوانی ذهنیت دی، له ښه مرغه زموږ د لوستو خلکو ذهنونه په دې برخه کې بدل شوي. اوس « نارینه» یوازې د «ښځینه» د مخالفې اصطلاح په توګه خلک نه یادوي، یا ټول خلک په دې باور نه دي.
دلته د نارینه وو اړوند هغه مهارتونه درته بیانوو، چې پرمختللې نړۍ یې د نارینه وو لپاره لرل ضرور ګڼي.
کورني مهارتونه
نارینه یوازې له کوره د باندې د ګټې وټې او کارونو تنظیم ته باید اوږه ورنه کړي، په کوردننه هم ورته د ځينو مهارتونو زده کول او عملي کول ضرور دي.
– د کور د بریښنایي چارو د تنظیم مسولیت پرځان ومني، زده یې کړي او د اړتیا پر وخت اوږه ورکړي.
– په کور کې د عکسونو او پوسټرونو لګول زده او پرغاړه واخلي.
– د لباسونو اوتو کول زده او د امکان په صورت کې خپل لباسونه اوتو کړي.
– د خپل تخت او خوب ځای منظمول باید زده او مېرمنې ته د حسن نیت ښودلو په بڼه دا کار ترسره کړي.
– پر جامو، ښیښې یا بل څه د داغونو پاکول زده کړي.
– د كور خونو ته د کاغذي دېوال لګولو چل زده کړي.
– د سفر د بیک او غوټې تیارول زده کړي.
د سټایل اړوند مهارتونه
نارینه باید د خپل ظاهري ښایست ( سټایل) په تنظیمولو کې فعال وي. په دې برخه کې ورته لاندې ټکي په خاص ډول ضرور دي:
– د لباس اخیستو، مناسب رنګ او نورو ښو ځانګړنو د انتخاب مهارت ولري.
– د بدن د اضافي ویښتانو د لیرې کولو لپاره تل متوجه او دغه کار یې زده وي.
– د نیکټایي تړل یې باید، هغه هم په څو مختلفو بڼو زده وي.
– د وجود اندازه ورته یاد وي، مثلاً: د سینې، تنې، غاړې، پښو او نورو ضروري اعضاوو په اندازه یې وپوهیږي. په دې ډول د لباسونو په اخیستو او فرمایش ورکولو کې له مشکل سره نه مخ کیږي.
– د خاصو مراسمو او ملاقاتونو لپاره د خاصو لباسونو د انتخاب وړتیا ولري.
د ګډ ژوند د شریک په توګه مهارتونه
د ګډ ژوند د شریک مهارتونه هم د نارینه وو لپاره یو مهم بحث دی. په دې برخه کې دا ټکي اړین دي:
– مساژ ورکول یې باید زده وي. کیدای شي زیات افغانان په دې اړه بحث او خبرې مناسبې ونه ګڼي، خو واقعیت دا دی چې اکثره یې له مېرمنو څخه ماساژ غواړي، چې دوی یې غواړي باید د دوی هم ماساژ ورکول زده وي. ګډ ژوند باید دومره صمیمانه شي، چې له ټولو کولتوري حساسیتونو سره ستاسې مېرمنې تاسې نه ماساژ وغواړي او تاسې یې غوښتنه پوره کړئ.
– پخلی او د سهارنۍ تیارول زده کړئ. کله خپله مېرمنه په کور کې مېلمنه او د خوښې خوراک یې پاخه کړئ.
– د ښه ګل اخیستو هنر زده کړئ، مېرمنې ته یا د کورنۍ نورو غړو ته په لازمو مناسبتونو کې ګلان واخلئ.
– که مېرمنه یا اولادونه مو د خپلو اخیستو لباسونو د انتخاب په اړه درنه پوښتنه کوي، د ستاینې هنر یې زده کړئ.
– د لانجمنو بحثونو د زر پای ته رسولو هنر زده کړئ.
– د تېروتنې پروخت بښنه غوښتل زده کړئ.
– مهم تاریخونه په یاد ساتل زده کړئ، په خاص ډول: د مېرمنې او اولادونو د زوکړې، د واده او نورو.
– د ژوند ملګرې د بدن ژبه یا د حرکاتو په وسیله یې پر احساساتو پوهیدل زده کړئ.
– مېرمنې ته د خوښې وړ لباس اخیستل زده کړئ.
نارینه مهارتونه
– له دوستانو او بل هر چا سره د ښې ستړي مه شي لپاره ښه او مودبانه لاس ورکول زده کړئ.
– موټر چلول، هغه هم له لسانس سره درته ضرور دی.
– د لانجو ختمولو هنر او په ناچارۍ کې د سوک وهلو هنر موباید زده وي.
– د نورو لپاره له ځایه پاڅيدل زده کړئ، مودب ورسره ښکارئ.
– د ترفیع غوښتلو او لاسته راوړلو هنر زده کړئ، په کاري چاپېریال کې مو په درد خوري.
د پلار په توګه مهارتونه
– د کورني ډله ییز عکس اخیستو هنر زده کړئ، وخت په وخت له کورنۍ سره ګډ مجلسونه وکړئ او ګډ عکسونه واخلئ.
– ماشومانو ته د لباسونو ور اغوستل زده کړئ.
– ماشومانو ته د کاغذي کورونو او نورو شیانو جوړول زده کړئ.
– د ماشومانو کرارول او ویده کول زده کړئ.
– د ماشومانو د خوښې وړ سندرې هم زده کړئ، د نارامۍ پر وخت یې پرې کراروئ.
د یوه متفکر نارینه په توګه
په دې برخه کې دا ټکي اړین دي:
– ویناوالي زده کړئ، که سیاست نه کوئ، په ټولنیز ژوند لکه: واده، جنازو او نورو ځایونو کې د ویناوالۍ ضرورت مو پېښیږي، باید د خلکو په مخکې وغږیدای شئ.
– پردې پوه شئ، چې رواني سلامتي موڅومره اړینه ده او څنګه یې ساتلې شئ.
– په هرځای كې خپل حدود وپېژنئ.
– هڅه وکړئ، چې لږ ترلږه په میاشت کې یو کتاب ولولئ.
– چنې وهل، په خاص ډول یې د سودا اخیستو پر وخت او د پیسو پر سر زده کړئ.
– روغتیا ته مو پام وساتئ، وخت په وخت خپل معاینات کوئ.
– د مرستې اخیستو پر وخت دوستانو نه مرسته غواړئ، انسان نېمګړی دی، په دې بد نه ښکارئ.
– ټوکې زده کړئ، د ضرورت پر وخت په کاریږي.