ژباړه او زیاتونه: احمد فرهاد توتاخیل
په کاري فضا کې ازمایښتي “درې میاشتنۍ” دوره هغه دوره ده، چې یو نوی استخدام شوی کارکوونکی پکې د ادارې د رئیس له خوا تر جدي څار لاندې وي او د هغه په وجود کې معمولاً ټول نغښتي مهارتونه، وړتیاوې، د پیاوړتیا او کمزورتیا ټکي، صداقت، باور، له همکارانو او پیرودونکیو سره چلند او داسې نور موارد ارزول کیږي. که کوم کارکوونکی په دغې دوره کې د اړوندې ادارې کاري شرایط پوره نه شي کړای، نو د ادارې د رئیس له خوا، چې عام و تام صلاحیت لري، شړل کیږي او پر ځای یې بل وړ کس نیول کیږي. خو بل لور ته بیا ځینو کمپنیو په خپل کاري شرایطو کې دغې دورې ته ځای نه دی ورکړی او پر ځای یې، په کاري مرکو کې د نورو کمپنیو یا ادارو په پرتله پوښتونکي یې ځینې اضافي او ځانګړې پوښتنې کوي، ترڅو اعلان شوي بَست ته وړ کس ونیسي.
په همدې اساس، هيڅ څوک پوره نه دي او هر انسان نیمګړتیاوې لري، خو بیا هم لاندې هغو نهو ټکو ته اشاره شوې، چې پر اساس یې د یوې ادارې کارکوونکي د رئیس له خوا ارزول کیږي او بیا پر پاتې کیدو او نه پاتې کیدو یې فیصله کیږي:
۱. د دندې په اړه پوره پوهاوی
۲. د کار کمیت او کیفیت
۳. له کاري فضا سره ځان روږدي کول
۴. نوښت (خلاقیت)
۵. د مسوولیت منلو احساس
۶. له همکارانو سره دوستانه اړیکې جوړول او دوستانه فضا رامنځته کول
۷. وخت پیژندل او د وخت سم مدیریت
۸. پر قول او ژمنې ټینګ ودریدل
۹. اداري قوانین او اصول مراعتول
۱۰. صداقت
۱۱. ژمنتیا
۱۲. امانتداری
۱۳. د نورو باور ترلاسه کول
۱۴. کاري همغږي
۱۵. توکمپالنې ته لمن وهل
۱۶. د کاري مسایلو پر ځای پر نورو مسایلو بحث کول (سیاسي مسایل)
۱۷. نظم او دسپلین
په پای کې، پوښتنه دا ده، چې ایا کوم وخت ته هم د دغې دورې په جریان کې له دندې شړل شوی یې؟ که ځواب دې “هو” وي، نو عوامل یې څه و؟ تا کومې تیروتنې ترسره کړې او کوم شرایط یې تا پوره نه شو کړای؟ له موږ سره یې شریک کړه.