کریم جنت هم د نیپال EPL لیګ ته واخیستل شو

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

ټاکل شوې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۲۵مي نېټې څخه بیا د اکتوبر میاشتې تر ۹مي نېټې پورې د نيپال EPL کرکټ لیګ څلورم پړاو ترسره شي، چې پکې شپږ لوبډلې به شاملې وي.

 

برانتنګتر وایررز، کتماندو کینګز، پوکارا رهینوس، برهوا ګلډیټورز، لالیټپور پاتروتز او چیتوان ټایګرز هغه شپږ لوبډلې دي، چې ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې شتون لري.

 

دا لیګ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۶م کال کې، د دویم ځل لپاره په ۲۰۱۷م کال کې او د درېیم ځل لپاره بیا په ۲۰۱۸م کال کې ترسره شو، چې د لومړي پړاو اتلولي یې پنچاکنیا ټیج لوبډلې، د دویم پړاو اتلولې یې بیرانتنېګر وایررز لوبډلې او د درېیم پړاو اتلولې بیا لالیټپور پاتروتز لوبډلې خپله کړه.

 

ددې لیګ په راتلونکې پړاو کې افغان لوبغاړي

 

چیتوان ټایګرز هغه لوبډله ده، چې افغان لوبغاړی شهزاد محمدي یې تېره اونۍ واخیست او د نیپال هیواد کورني کرکټ لیګ په راتلونکې پړاو کې به ولوبیږي.

چیتوان ټایګرز لوبډلې د شهزاد محمدي پر اخیستل کېدو خوښي ښوودلې وه او ویلې یې وه، زموږ د ځوانو لوبغاړو لپاره یو غوره فُرصت دی، چې د شهزاد محمدي له تجریبو ګټه واخلې.

 

ددې ترڅنګ د EPL لیګ مسئولینو هم خوښي ښوودلې او زیاته کړې یې ده، چې په دې لیګ کې د شهزاد محمدي، کریس ګېل، کیون اوبراین، هاشم امله او ډېون سمیت لوبېدل به لیګ ته لا ښکلا ورکړې.

 

له هغه وروسته پرون د نیپال دې لیګ ته بل افغان لوبغاړی کریم جنت هم واخیستل شو.

 

جنت هم چیتوان ټایګرز لوبډلې واخیست، چې له شهزاد محمدي سره به یوځای ولوبیږي.