چخانسوري: د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء بېرته رغوو

رنګین تجريدي ډیزاین

راپور: بشر درویش
سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د کانونو په سکتور کې ولسي مشارکت ته زمینه برابرېږي.
په دې اړه د ۳۴ ولایتونو له والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونو له رئیسانو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کابینې د مصوبې په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ګډه غونډه پرون ماسپیښین یاده اداره کې شوې ده.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې لوی ريیس شمیم خان کټوازي والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت ريیسانو ته د کابینې مصوبه او د مصوبې پر بنسټ، دوی ته د سپارل شوي مسئولیت په اړه معلومات ورکړل.
یادې ادارې یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل چې د کانونو په سکتور کې لازم تحرک او شفافیت ته ژمن دي او په دغه سکتور کې به ولسي مشارکت ته زمینه برابري.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري وویل:

«موږ غواړو د کوچنیو کانونو د استخراج لپاره یو داسې میکانیزم ایجاد کړو چې د حکومت، خصوصي سکتور او خلکو ترمنځ د باور فضاء بېرته ورغوي او ولسي مشارکت ډاډمن کړي.»

له ریاستونو غوښتنې

سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي؛ محمد هارون چخانسوري والیانو او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو ته د کابینې د مصوبې پر بنسټ د ننني ویډیوکنفرانس څو موخې شریکې کړې:

  • ولایتي ادارې او په ولایتونو کې د کانونو او پټرولیم ریاستونه دې په هر ولایت کې د کانونو په اړه ولسي معلومات راټول کړي.

  • د کانونو د استخراج د څرنګوالي په اړه دې مفصل معلومات د لسو ورځو په لړ کې د کانونو او پټرولیم وزارت سره شریک کړي.

  • د کانونو د وضعیت په اړه دې د محلي او مرکزي ادارو ترمنځ د همغږۍ ځنځیر ایجاد شي.

  • د کان کېندنې د پروسې د قانوني کولو په اړه دې ولسي مشورو راټولې او د کانونو او پټرولیم له وزارت سره شریکې شي.