څو ورځې مخکې د افغانستان د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.
د پایلو اعلان څوک خپه او څوک خوشاله کړل.
خو څنګه کیدای شي، چې د دغې ازموینې د پایلې له کبله د خپل ځان د احتمالي خپګان مخنیوی وکړو.
دلته به په دې اړه مهمې او لازمې مشورې درسره شریکې شي.
د کانکور شپې او ورځې
د کانکور ازموینې له نیږدې کیدو سره تر ټولو مهم وخت، چې باید پوره پاملرنه ورته وشي او سمه استفاده ورڅخه ضرور ده، د دغې ازموینې شپه او ورځ ده.
دلته هغه لارښوونې بیانوو، چې د کانکور په شپه او ورځ کې ضرور دي.
ماښام لږه ډوډۍ وخورئ
په هغه شپه، چې سبا یې د کانکور ازموینه لرئ، د شپې لږه ډوډۍ وخورئ.
د ډوډۍ په مینو کې مو هغه خواړه وکاروئ، چې کربوهیدرات ډېر لري.
مثلاً: وریجې، وچه ډوډۍ او رومیان ضرور ده، چې وخورئ.
د ډوډۍ تر خوراک وروسته زر ویده شئ، ځکه د کانکور لپاره به په بېړه یاست او سبا ته باید سم اماده شئ.
ارامونکې نوشابې وڅښئ
د کانکور په شپه به حتماً ذهناً نارامه یاست. د دې لپاره، چې آرامه خوب وکړئ، ضرور ده چې یو ګیلاس کم غوړه شیدې، شړومبې یا مستې وڅښئ.
البته که شیدو یا بل کوم څښاک سره حساسیت لرئ، له څښلو یې ډډه وکړئ.
شین چای هم کیدای شي ډېر ستاسې خوښیږي، نو ویې څښئ او ذهن پرې کرار کړئ.
ډېر سوچ پسې مه کوئ
دا فکر مه کوئ، چې څه مو لوستي، څه نه، کوم څه به درنه پاتې وي او کیدای شي درته تاوان وکړي.
هېر مو نه شي، چې د کانکور نور ګډونوال هم د انسانانو په حیث ستاسې په شان اندیښنې ولري.
د دې لپاره، چې ذهن مو آرامه وي، له تشویش څخه ځان ساتئ او دې ته فکر وکړئ، چې نور کسان هم انسانان دي، وارخطایۍ به لري او له دې کبله کیدای شي د ګټې چانس مو زیات وي.
د دې ترڅنګ دا فکر هم وکړئ، چې ډېر څه مو زده کړي هم دي او هغه به درته په ګټه تمام شي.
مطالعه وځنډوئ
د کانکورپه شپه نور له مطالعې سره مخه ښه وکړئ.
په دې شپه کتابونه درنه لیرې کړئ او په کرار ذهن کانکور ته د تګ تیاری ونیسئ.
په دغه وخت کې پیاده ګرځیدل، ورزش او لمبا درته خوندوره او ګټوره وي.
دا وخت د دې لپاره دی، چې ذهن آرامه کړئ.
د کتابونو کتل او د نوټونو لوستل ستاسې ذهن ناراموي او زده کړي شیان هم درنه کیدای شي هېرکړي.
دوا مه خورئ
کیدای شي کومه ناروغي ولرئ او د هغې لپاره د درملو نه ګټه واخلئ.
د کانکور په شپه که ډېره عاجله اړتیا نه وي، له دوا خوړلو تېرشئ.
په داسې وخت کې دوا خوړل له عاجلې اړتیا پرته درته ښه نه تمامیږي.
د اړتیا وړ شیان برابر کړئ
د کانکور په شپه مخکې له دې چې ویده شئ د سبا ورځې د اتیا وړ ټول شیان مو اماده کړئ.
مثلاً: که سهار لامبئ او پاکو جامو سره ازموینې ته ځئ، مخکې له مخکې جامې جلا کړئ.
همدا شان عطر یا سپری، ازموینې ته د ننوتو کارت، سنجاق، تذکره، ساعت، کاغذي دسمال، پیسې یا بل هرڅه، چې هلته یې وړل درته ضرور وي، مخکې نه چمتو کړئ.
که داسې ونه کړئ، سبا به درته ذهن نارامه وي او نه به شئ کولای، چې هرڅه پر وخت تیار او په ښه ډول د ازموینې صحنې ته ورشئ.
سهارنۍ وخورئ
د کانکور په سهار سهارنۍ حتماً وخورئ.
که داسې ونه کړئ، ذهناً به هم خراب وئ، د لوږې احساس به هم لرئ او نه به شئ کولای، چې ازموینه په ښه ډول ورکړئ.
د سهارنۍ لپاره شات، کنجد، پنیر او خرما کارول زیاته ګټه درته لري.
ارامه لباس واغوندئ
ځینې لباسونه داسې وي، چې تاسې په بشپړ ډول ورسره ځان راحت نه احساسوئ.
یا دا لباس د رنګ، یا د جوړښت له مخې درته په طبیعت برابر نه وي.
هڅه وکړئ، چې لباس مو په تمامه مانا ذهن سره ښه جوړ او ورسره د نارامۍ احساس نه کوئ.
وختي ووځئ
د کانکور د ورځې ترافیکي ګڼه ګوڼه او ترانسپورتي ستونزې له پامه مه غورځوئ.
په دې ورځ له کور یا استوګنځي څخه زر ووځئ څو پر وخت د کانکور ځای ته ورسیږئ.
وروسته هم مه اندیښمنیږئ
کانکور له ازموینې وروسته هم اندیښنې لري.
تاسې په دې اندیښنو چورت مه خرابوئ، آرامه پاتې شئ.
د دې پرځای، چې د څه پېښیدو او نه پېښيدو سوچ وکړئ، پر نورو کارونو فکر وکړئ.
د کانکور پایلې پورې نور سوچ مه کوئ، چې څه مو کړي او څه به درسره کیږي.
د پوښتنو پاڼه په کراره پرانیزئ
د کانکور د پوښتنو پاڼه په کراره پرانیزئ، چې درنه ونه شلیږي.
که په پاکټ پرانیستو کې درنه عجله او بې احتیاطي وشي، کیدای شي پاڼه وشلیږي او جنجال درته پېښ کړي.
بېړه مه کوئ
کیدای شي د کانکور فضا سړه یا ګرمي پکې زیاته وي، خو تاسې حوصله مه بایلئ.
نه دې پسې ګرځئ، چې هلته څوک د واسطې لپاره پیدا کړئ او د پیدا کولو لپاره یې پارچه په عجله کې ورکړئ.
له ټاکلي وخت څخه په ټاکلي او منظم ډول استفاده وکړئ، پوښتنې په آرام ذهن سره حل کړئ، عجله مو ذهن خرابوي، یا زده کړي شیان درنه هېروي او یا سم ځوابونه درباندې غلط ځوابوي.