ملیحه ناصري
د ملي ودې او پراختیا شرکت نن سه شنبې (۱۳۹۹/۷/۲۹) وویل چې د ځمکې د برسېرنو/ سطحي اوبو د کابو کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرولو په پار یې د کابل شاوخوا سیمو کې دوه میلیونه او نهه سوه کندې ایستلي دي. تر څنګ یې ۲۵ کوچني بندونه هم جوړ کړي چې د کار له پیله تر اوسه یې څه کم ۳۰۰۰ کاریګر پکې ګومارلي دي.
د دې شرکت په وینا د یادې پروژې لومړنی فاز به یو کال ونیسي چې د کندو کیندل او د ( چکدم) جوړول به پکې شامل وي.
په دویم پړاو کې یې د میلیونو نیالګیو کېنول هم په پام کې شته چې په د دې کار په بشپړېدو سره به د کابل شاوخوا مثمر او بې حاصله باغونه جوړ شي.
د ملي ودې شرکت ویلي چې په ټولیزه توګه د دې پروژې لګښت دولس میلیارډه افغانۍ کېږي.