د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ د اکټوبر میاشت په ۵ مه نېټه کابو ۱۴ ورځې وړاندې پیل شوی دی، په دې لیګ لکه څنګه چې خبریاست ۵ لوبډلې د هېواد د پنځه زونونو په نماینده ګۍ لوبېږي، ننګرهار د ختیځ زون لوبډله ده، کابل د مرکزي زون، پکتیا د سهیل ختیځ زون، کندهار د لویدیځ زون او بلخ بیا د شمال زون نماینده ګي کوي.
په ټوله کې لیګ زمونږ د افغانانو دی او افغانانو ته د فخر خبره ده، چې خپل لیګ په خپلو سترګو له رسنیو ګوري، اوري او لولي.
خو په دې کې بیا د یو شخص مکاني تړاو هم اغېزلري، هغه په دې معنی که تاسو اوس د ننګرهار یاست نو د ننګرهار لوبډله باندې خوشحالېږئ، چې پرمختګ کوي او که د کندهار یاست د کندهار په لوبډله خوښي ښکاره کوئ، دا یوه فطري خبره ده او د نړۍ په هرځای کې داسې تړاوونه شته.
اوس خبره په دې کې ده، چې په ای پي ایل لیګ کې بلخ، پکتیا او کابل لوبډلې دوهم پړاو ته وتلي دي؛ خو د ننګرهار او کندهار څخه یوه لوبډله دوهم پړاو ته ځي اوس دا دواړه لوبډلې د کمره په غاړه دي، معنی دا چې که ځان کابو نه کړي او تش شمال هم ور رسېږي له کمره غورځېدل حتمي دي.
ننګرهار په ای پي ایل سیالیو کې په لومړي پړاو کې خپلې لوبې پای ته رسولي، دې لوبډلې په ۸ لوبو کې ۳ ګټلي او ۵ یې بایللي دي او د نومرو په جدول کې ۶ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې هم منفي صفر اعشاریه ۵۸۸ دی.
بل پلو بیا کندهار په لومړي پړاو کې ۷ لوبې کړي، ۲ یې ګټلي او ۵ یې بایللي دي او د نومرو په جدول کې ۴ نومرې یا پواینټونه لري او نېټ رن رېټ بیا منفي صفر اعشاریه ۱۲۶ دی.
که کندهار راتلونکې لوبه، چې نن مازیګر څلورنیمې بجې ده بلخ ته وبایلي، ننګرهار نېغ په نېغه دوهم پړاو ته وځي او سیمې فاینل یا نیمه پایلوبې ته داخلېږي.
خو که کندهار لوبه وګټي بیا نو خبره نېټ رن رېټ ته وځي، د دواړو نومرې شپږ، شپږ کېږي او بیا به پرېکړه په نېټ رن رېټ کېږي او نېټ رن رېټ هغه څه دي، چې د لوبې حالت ته په کتلو یوې لوبډلې ته د لوبې د لوبڅارانو او نظارتي کمېټې له خوا ورکول کېږي، کومه لوبډله چې لوبه په ښه حالت وګټي، هغه ته نېټ رن رېټ کې زیاتوالی راځي، که کندهار راتلونکې لوبه ګټل غواړي باید په ښه حالت کې یې وګټي؛ نو بیا به ننګرهار سره پرېکړه په نېټ رن رېټ وشي.
یواځې ننګرهار اته لوبې کړي، د پاتې څلور لوبډلو یوه، یوه لوبه پاتې ده، چې نن د لومړي پړاو وروستۍ لوبې دي، لومړۍ لوبه د بلخ او کندهار ترمنځ ده او دوهمه لوبه د پکتیا او کابل ترمنځ د شپې په ۸ نیمو بجو کېږي.
اوس د ختیځ او لویدیځ زون مینه وال انتظار باسي، چې لوبډله یې دوهم پړاو ته لار ومومي او د ننګرهار لوبغاړي او رهبري غړي به یې دا وایي، چې کندهار لوبه وبایلي او ننګرهار دوهم پړاو ته لار ومومي، دا پایله نن شپه له اته بجو وروسته معلومېږي، چې کومه لوبډله په ننګرهار او کندهار کې دوهم پړاو ته لار مومي.
بلخ د لس نومرو په لرلو سره لومړي مقام کې ده، پکتیا د ۸ نومرو په لرلو سره دوهم، کابل د اته نومرو په لرلو سره دریم، ننګرهار د شپږ نومرو په لرلوسره څلورم او کندهار د ۴ نومرو په لرلو سره پنځم او وروستی ځای لري.
تېره شپه ننګرهار کابل ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه او کندهار بیا پکتیا ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه، چې اضغر افغان پکې ۷۴ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
په دې اړه یاران وېب سایټ درته تازه معلومات خپروي، لوستلو لپاره یې وڅارئ !