راپور: نسیمه محمدي
داسې ویل کېږي چې په کندهار ولایت کې د پستې بڼلرونکي به، د تېرو کلونو په پرتله زیات محصول لاسته راوړي. د پستې بڼلرونکي پر دې اند دي، چې سږ کال د پستې ونې ښه پستې نیولي او امکان لري، چې د پنځه ټُنه شاوخوا حاصلات راټول کړي.
د قندهار د کرنې او اوبو لګونې ریاست چارواکي وايي:
“دا چې د دغه ځای اوبه او هوا ښه ده، سږکال په قندهار کې د پستې حاصلات ښه وي، چې دهقانان د پنځه ټُنه شاوخوا پسته راټوله کړي.”
د دغه ولایت د چارواکو په وینا:
“په قندهار کې د پستې د نیالګیو کښت قانع کوونکی دی او اوس په دغه ولایت کې ډېری بزګرانو د پستې بڼونو ته مخه کړې او موږ هم په همدې خاطر په قندهار کې د بڼوالۍ د ودې ورکولو کړنلارې په لاس کې لرو، ځکه خلک د پستې کښت ته ډېر لېواله دي او باید په دې برخه کې یې زیاد ملاتړ وشي.”
سید حفیظ الله سیدي، د قندهار ولایت د کرنې رییس په دغه ولایت کې د بزګرانو د لېوالتیا په اړه وویل:«د کندهار بزګران اوس لېواله شوي، چې په دغه برخه کې کار وکړي او زیات محصول لاسته راوړي. زموږ بزګران اوس نه موسسې ته پاملرنه لري او نه نورو بنسټونو ته، په خپله لاس په کار شوي او بریالي شوي چې د پستې تولید پنځه ټُنه ته لوړ کړي. باوري یم چې زموږ بزګران د پستې څخه زیاته ګټه ترلاسه کوي او ډېر ژر به په قندهار کې د پستې بڼوالي زیاته او مروجه شي.»
ښاغلي سیدي وویل:ښاغلي سیدي وویل:
“اوسمهال په شپږو کلیو او څلورنیم جریبه ځمکه باندې د پستې بڼونه جوړ شوي دي او د سږکال پستې حاصل شپږ ټُنه ته رسېدلی دی. که د بزګرانو هڅې په همدغه ډول دوام ولري، په راتلونکې کې به دا رقم شپاړس ټُنه ته لوړ شي.”
په قندهار کې بڼوال هم په دغه برخه کې د کار څخه خوښ دي او له حکومت غواړي، چې د محصول د پلور لپاره بازار مونده وکړي.
د بڼوالو په وینا قندهار کې د پستې کښت ښه پایله لرلې او ګټه یې حلاله ده. خلک د چرسو او خشخاشو له کښت ستړي دي، زیاته ګټه یې د بهرنیو جیبونو ته لوېږي، خو د پستې کښت هم ښه محصول ورکوي او هم ګټوره مېوه ده.
د قندهار د کرنې مالدارۍ او اوبو لګونې چارو مسوولانو وايي، په دې باور دي چې د پستې د کښت په ډېرېدلو سره به، د کوکنار له کښت مخنیوی وشي او ورسره به بوخت کسان حلاله ګټه لاسته راوړي.
ښاریان وايي، د ځان بسیاينې دغه ډول هڅې د دولت په ګټه دي او حکومت باید د دوی ملاتړ وکړي.
په وروستیو کلونو کې، په هېواد کې د انارو، زردالو، انګورو، پیازو او پستې حاصلاتو ښه وده کړې، چې هېوادوال هم پرې خوښ دي.