د سره کړیو خوړو زیانونه؛ کمعقلي او بې‌اولادي پیدا کوي!

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري

د سره کړیو یا کباب شویو خوړو کارونه تر پخوا ډېره شوې ده؛ ځکه ډېری ځوانان محصلین/زده‌کړیال دي او ځينې نور کسان هم چې دندې لري، نه شي کولی په موقع سمه ډوډۍ وخوري. د همدې ستونزې له امله ډېر خلک په غوړیو کې سره شوي خواړه خوري. د روغتیا د ساتنې په پار اړتیا ده چې د دې ډول خوړو له زیانونو ځان خبر او پرې وپوهوو.
په څو شمېرو کې مو د سره شویو خوړو زیانونه لیکلي:

۱-جنین/ماشوم ته ضرر:

څېړونکي وايي هغه میندې چې په ګېډه کې يې ماشوم وي او د سره شویو خوړو خوراک یې ورځنی عادت ګرځېدلی وي. د دې لامل کېږي چې ناوړه اغېز یې پر ماشوم پرېوځي. روغتیاپوهان وايي چې سره کړي کچالو په ګېډه کې ماشوم ګواښي. د ودې لپاره یې خطر دی. هغه مېرمنې چې چپس او نور سره کړي خواړه خوري، د ماشوم وزن یې کمېږي، دا ځکه چې په هغو خوړو کې آکریل آمید موجود وي. څېړونکي پر دې اند دي چې کله ماشوم کم وزنه پیدا شي، د ونې/قد ټیټوالی، د زړه او عروقي ناروغۍ، شکر/دیابت، د هډوکو پوډه‌والی یې ګواښي او شاید پرې اخته هم شي.

۲-ژور خپګان:

د سره کړیو خوړو مصرفول، اروايي ستونزې پیدا کوي. د اروايي ستونزو له ډلې یو هم ژورخپګان/افسرده‌ګي ده. څېړونکي باورمند دي، هغه کسان چې خواږه او غوړ خواړه ډېر خوري، تر نورو کسانو ۵۸٪ ژورخپګان ته جوګه دي. که نه غواړئ ژوند مو خپه تېر کړئ، مناسب او سم خوړنیز رژیم وټاکئ!

۳-د زړه د سر سوځېدل:

موږ په  پښتو کې د معدې سوخت ته یوه اصطلاح کاروو چې د زړه د سر سوزش یې بولو. کله چې د معدې اسید راپورته شي، د انسان زړه سوځوي. په روغتیايي لیکنو یې د ریفلاکس په نوم یادوي چې دمخه مو د معدې د ریفلاکس په نوم لیکنه پرې کړې وه. دا هغه حالت دی چې معده تېزاب ترشح کوي، د معدې او د مرۍ د تړښت وال پرانیستی پاتې کېږي او دغه تېزاب بېرته مرۍ/مري او خولې ته راګرځي. ډېری وخت امېندواره مېرمنې وايي چې زړه یې سوځي؛ خو دا په اصل کې د دوی په خوړنیز رژیم پورې اړه لري.

۴-د سینې سرطان پیدا کوي:

هغه مېرمنې چې په ماشومتوب او پېغلتوب کې ډېر چپس او سره کړي خواړه خوري، د دې امکان شته چې د سینې پر سرطان اخته شي. روغتیاپوهانو د ۵۸۲ هغو مېرمنو په اړه چې د سینې سرطان یې درولود او ۵۰۰هغو مېرمنو په اړه چې نرسانې وې او سرطان یې نه درلود، څېړنې وکړې. د څېړنو پایلې جوته کړه چې د سرطاني ښځو مشترک خواړه د چپس او سره کړیو موادو خوړل وو. همدارنګه دوی د همدې څېړنې په ترڅ کې دا هم مالومه/معلومه کړه چې شیدې د سرطان مخه نیولی شي. څېړونکي وايي چې سره کړي خواړه یوازې د سینې سرطان نه، له هر ډول سرطان سره اړیکه لرلی شي.

۵-عقامت پیدا کوي:

سره کړي خواړه یوازې د زړه ناروغۍ نه پیدا کوي، نارینه‌وو ته غټه ستونزه پیدا کوي چې هغه عقامت یا بې‌اولادي ده. سره کړي خواړه د نارینه‌وو سپرم کموي. څېړونکو موندلې، هغه نارینه چې سره کړي خوراکي مواد خوري، تر نورو نارینه‌وو ۴۰٪ سپرم یې وژل شوي وي. سربېره پر دې شته سپرم یې هم کمزوري وي/کېږي؛ ځکه دغه غوړ چې په سره شویو خوړو کې موجود وي، اشباع شوي وي.

۶-کمعقلي:

انګلیسي پوهانو د یوې څېړنې په ترڅ کې چې پر ۴۰۰۰ماشومانو یې کړې وه، وموندل چې دې ماشومانو په کوچنیوالي کې سره کړي خواړه او پیتزا خوړله، اوس یې هوش کم شوی او کمعقلي شوي وو. سره کړي خواړه په ماشومانو کې د استدلال او حافظې قوه کمزورې کوي.

یادونه:

سره کړي خواړه نور زیانونه هم لري؛ لکه: د دیابت۲ خطر ډېروي. وزن ډېروي او پوستکی هم خرابوي.