لیکنه: مهر تاج
د دوشنبې ورځ په ننګرهار ولايت ښځو چارو رياست د مشارکت برنامې په مالي مرسته «د کليوالي مېرمنو نړيواله ورځ» ونمانځل شوه، چې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو، لېرې پرتو سيمو مېرمنو ګډون کړی و.
ـ هره ورځ په نړیواله سطحه نه نمانځل کېږي. نړیوال سیټ یا لوډیم ته د ورځو یا ټاپیک (موضوع) راتلل دا کومه عادي و وړه خبره نه وي. له دې معلومېږي، چې د دې تر شاه یو ډېر لوی مسج/ پیغام پروت دی، چې څنګه دا ورځ نمانځل کېږي.
د «کلېواله مېرمنو» دغه ورځ د ۲۰۰۸م د اکتوبر په ۱۵نېټه نړیوال سټېج ته داخله شوه، چې د «کلېوالو مېرمنو» په نامه نمانځل کېږي.
د دې ورځې تر شاه اهدافو نه:
اول، زراعتي تولیدات باید وغځول شي
هره څه باید طبعیي وي، نه مصنوعي، لکه چېرته زموږ د وطن سبزي او مېوې او نور یا هم مصنوعي ذایقو او ګټو توپیرونه.
دویم، د غربت له منځه وړل یا کمول
د بزنس یا تجارت لپاره اړینه نه ده، چې انسان دې میلیونونه سرمایه یا روپۍ ولري، بلکې د یوه کامیاب کاروبار و تجارت لپاره، بهترین شخص هغه دی، چې له پنځه زرو ۵۰۰۰ ډېر کمې اندازې یې پیل کړي.
درېیم: یو با کیفیته غزا بازار ته وړاندې کول
د يادې غونډې پر مهال د ښځو چارو رییسې «فتانې عزيز» د کليوالي مېرمنو په ژوند، تعليم، روغتيا، د کرنې او مالدارۍ،د اقتصاد پياوړتيا او يو شمېر نورو برخو کې د دوی په ترسره کړيو هڅو او فعاليتونو خبرې وکړې.
ـ د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد «توریالي امرخیل» د کلېواله مېرمنو د ورځې په تاریخچه خبرې وکړې او ښځو ته وویل، ښځې باید د خپل کور نارینه دیته واداره کړې، چې د زدهکړې وکړي.
“زه مطمئین یم، که چېرته ښځې وغواړي تغییرات را وستلی شي.“
نسیمه سعیدي، خوشاله پر دې یو، هغه ښځې چې غږ یې نه اورېدل کېده، له کوره د وتلو، اجازه و واک یې نه درلوده، نن دلته راټولې شوې او په خپلو ستونزو و مشکلاتو غږېږي، خپل غږ تر چارواکو او رسنیو رسوي.
ـ استاد وحیده کاکړ بیا دښځو چارو ریاست څخه مننه وکړه او په دې یې خوښې څرګنده کړله، چې څه ورځې مخکې یې د «لور نړیواله ورځ» ونمانځله او نن هم دا دی د لومړي ځل لپاره د کلېواله مېرمنو په راټولؤلو د دوی ورځ ونمانځله.
کلېوالې مېرمنې یې د خپل زړه خبرو کولو ته وهڅولې، د جرئت ورکولو په هکله یې وویل، دا ستاسي ورځ ده، تاسې پخپله باید وغږیږئ نه موږ. تاسي نه باید سمبولیک ګډون وکړئ او دا ورځ نه باید په سمبولیک ډول ونمانځل شي.
د غونډې ګډونوالې
د روداتو ولسوالۍ د کلېواله راغلو مېرمنو په استازولۍ یوې ښوونکې، د روداتو د کلیواله مېرمنو په ژوند و تاوتریخوالي، ستونزو، په ښوونځیو کې د ښځینه استادانو د کمښت او ټیټ معاشونو خبرې وکړي.
شهلا (ننګرهار پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلې) د سرخرود ولسوالۍ د میرمنو په استازولۍ د یادو ښځو د ژوند و ستونزو په هکله وویل:
“د نجونو تعلیم ته باید توجه وشي، په یاده ولسوالۍ کې که یو لړ نجونه زدهکړو ته نه پرېښودل کېږي، بل لوری مو لوستي نجونه په کور ناستي او بې روزګاره دي، دا په داسې حال کې چې په لیرې پرتو سیمو کې مو ښوونځي ښځینه استاداني نه لري. د ښځینه ډاکټرانو په نهشتون هم خبرې وکړي.“
سویرا، چې د طب متوسطه محصله ده، د بهسودو ولسوالۍ د ښځو په استازولۍ د دوی په ستونزو وغږېده، نوموړې په خپلو خبرو کې، د ښځو په ژوند او تاوتریخوالي په وړاندې د عامهپوهاوي په هکله وویل، چې باید کلیوالو نارینو ته د ښځو د تاوتریخوالي په هکله عامهپوهاوی وشي.
نوموړې په عالمانو، ملا امامانو غږ وکړ، چې دا د دوی مسوولیت جوړېږي، چې په جوماتونو کې عامهپوهاوی وکړي، دا ځکه چې د ملا امامانو خبرې زموږ په ټولنه کې هم وزن لري او هم نه تنها چې منل کېږي، بلکې عملي کېږي هم.
نوموړې د ښځو د بېکارۍ د پرمختیایي پروژو او ستونزو په هکله وویل:
“ډېری خلک خبرېږي، چې کلې کې پرمختیایي پروژې کار کوي، خو ولې څوک ورته زړه نه ښه کوي، ځکه خودشناسي ده، استعدادونو ته نه کتل کېږي.“
محبوبه فضلې بیا د کنړ ولایت د مېرمنو ستونزو په هکله وویل:
“د کنړ مېرمنې وایي، چې موږ په کنړ ولایت کې «د امن کور» نه لرو. د زدهکړو په هکله یې وویل، له کنړ ولایته یوه پیغله طب پوهنځي ته کامیابېږي، خو ولې بدبختانه ورور یا فامیل یې د ننګرهار پوهنتون کې د زدهکړو یا لیلیې اجازه نه ورکوي.“
په پایله یې:
د معارف، صحت او تاوتریخوالي په هکله د ستونزو او وړاندیزونو خبرې وي.
استاد امرخېل په اخر کې پر ښځو غږ وکړ:
“د دې ورځو په نمانځلو کوم ادلون و بدلون نه راځي، ډېری ښځې که خپل ژوند پخپله تغییر نه کړي، هېڅوک به یې تغییر نشي کړئ.”
هغه پر کلیوالو معلمانو/ استادانو یې غږ وکړ، چې ستاسو ژوند، معاشونه او راتلونکې ستاسو په خپل لاس کې دي. ستاسو له جملې څخه دې یوه تنه معلمه انتخاباتو ته ودرېږي، باید پارلمان ته لاړه شي یا هم داسې چاته رایه ورکړئ، چې ستاسو غږ واوري او ستاسو غږ شي، کار درته وکړي.