څېړنه: ککاو لوړ عمر لرونکو خلکو ته ډېره گټه لري

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

پوهان اوس دې پایلې ته رسیدلي دي چې ککاو په لوړ عمر لرونکو خلکو کې د درک کولو د پياوړتيا کچه لوړوي.
د اسپوټنیک د راپور پر بنسټ، د ايلينوای او بېرمنگهم پوهنتونو پوهانو د يو شمېر څېړنو وروسته دې پایلې ته رسیدلي دي چې ککاو د زړو خلکو پر ذهني کړنو مثبتې اغيزې لرلای شي.
پوهانو د دغې څېړنې په لړ کې د فلاوانول د ګټورو ځانګړنو په اړه چې د ککاو یوه لویه برخه جوړوي ډېر معلومات ترلاسه کړل.
فلاوانول په مغز کې د وينې جریان ډېروي، چې د انسان پر ذهني فعاليت مثبت اغېز پرې باسي. په يادې څېړنه کې ۱۸ تنو ګډون کړی و.
لکه څنګه چې د دغې څېړنې يوه څېړونکې Catarina Rendeiro اشاره وکړه چې په دغه څېړنه کې ۱۴ تنو لوړ فلاوانوال لرونکي ککاو يې څښلی وو او د ذهن ادراکي فعالیت یې د هغو خلکو په پرتله ۱۱سلنه چټک وو چې کم فلاوانوال لرونکي ککاو یې څښلی وو.
څلورو تنو چې د مغزو هېڅ فعالیت يې نه درلود، تر څېړنې وړاندې یې د مغزو د فعالیت پایله غوره وه. د یادونې وړ ده چې فلاوانول په مېوو او سبزيو کې هم موندل کېږي.