ننګرهار او کندهار لوبډلې څنګه دویم پړاو ته تلای شي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ چې په عربي متحده اماراتوکې روان دی، پکې د پنځه زونونو پنځه لوبډلې لوبېږي، تر دې دمه په دغو سیالیو کې پکتیا لومړی، بلخ دوهم، کابل دریم، ننګرهار څلورم او کندهار پنځم ځای لري.
ننګرهار باید څه وکړي، چې په دغه لیګ کې دوهم پړاو ته لاړ شي؟
ننګرهار تر دې دمه ۵ لوبې کړي، چې ۵ لوبو کې یې دوه ګټلي او درې یې بایللي دي. ننګرهار که راتلونکو درې لوبوکې دوه وګټي؛ نو دوهم پړاو ته لار مومي.

بل پلو بیا کندهار څلور لوبې کړي، چې څلور واړه لوبې یې بایللي دي، کندهار باید راتلونکي څلور لوبې وګټي، چې دوهم پړاو ته لار ومومي، که چېري کندهار له څلورو لوبو درې وګټي او یوه وبایلي او بیا ننګرهار هلته درې راتلونکې لوبې وبایلي، بیا هم کندهار ته د مخکې تګ چانس په لاس ورځي.
له کابل څخه ولسي جرګې ته خپلواک نوماند الحاج عزت الله نیازی
نو کندهار که څلور لوبې وګټي او ننګرهار هلته درې راتلونکي لوبې وګټي بیا هم کندهار دوهم پړاو څخه پاتې کېږي او ننګرهار دوهم پړاو ته ځي.
له پنځو لوبډلو یوه لوبډله لومړي پړاو کې له سیالیو بیرون کېږي او څلور لوبډلې دوهم پړاو ته لار مومي، چې دوه نیمه پایلوبې کېږي، لومړۍ نیمه پایلوبه د اکټوبر په ۱۹ مه نېټه چې د جمعې ورځ کېږي ترسره کېږي، دوهمه نیمه پایلوبه د اکټوبر په شلمه نېټه، چې د شنبې ورځ سره سمون خوري ترسره کېږي او پایلوبه بیا د اکټوبر په ۲۱ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره کېږي، چې دا د لومړي پړاو ای پي ایل وروستۍ لوبه ده او د اتلولۍ لپاره به یې دوه لوبډلې بختونه ازمایي.

د پکتیا لوبډلې ۴ لوبې پاتې دي، که څلورو لوبو کې یوه وګټي او کندهار یې وبایلي، پکتیا لار مومي او په دوه لوبوګټلو سره د پکتیا دوهم پړاو ته تګ حتمي کېږي.
بلخ هم په لومړي پړاو کې ۴ نورې لوبې لري، چې که یوه وګټي او کندهار یې وبایلي، بلخ دوهم پړاو ته ځي او که بلخ دوه لوبې په راتلونکو څلورو لوبو کې وګټي له خنډ پرته دوهم پړاو ته ځي.
کابل لوبډله هم درې نورې لوبې لري، که درې لوبو کې دوه وګټي دوهم پړاو ته لار مومي او که یوه وګټي بیا کندهار یا ننګرهار راتلونکې لوبې وبایلي، بیا هم کابل دوهم پړاو ته لار مومي.
پکتیا لوبډلې په څلور لوبو کې درې ګټلي، یوه یې بایللې شپږ نومرې لري او تردې دمه لومړي مقام کې ده، بلخ لوبډلې څلورو لوبو کې درې ګټلي یوه یې بایللې شپږ نومرې لري او تر دې دمه دوهم مقام کې ده.

کابل لوبډلې پنځو لوبو کې درې ګټلي، دوه یې بایللي څلور نومرې لري او دریم مقام کې ده.
ننګرهار پنځو لوبو کې دوه ګټلي، درې یې بایللي، څلور نومرې لري او څلورم مقام کې ده.
او کندهار لوبډلې بیا څلورو لوبو کې څلور واړه لوبې بایللي، نومره یې صفر ده او پنځم مقام کې ده.
تېره شپه پکتیا کندهار ته په دوه منډو ماته ورکړه او ننګرهار بیا کابل ته په ۱۵ منډو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی رحمت شاه زرمتی شو، هغه درې وېکټې واخېستې او ۲۵ منډې یې ورکړې.

انټن ډیوسېچ بیا ۷۰ منډې د ننګرهار لپاره وکړې.