صالح: وچه ډوډۍ کې غلا نه ده شوې، دا تور هغوی لګوي چې عاید یې کم شوی

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

راپور: ملیحه ناصري
د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د وچې ډوډۍ د وېش برخه کې د سلګونو افغانیو د وهلو په هکله ویلي چې د هرې مرستې او پيسو اړوند حساب پوښتنه، د افغانانو حق دی.
ښاغلي صالح پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د اضطراري- رغاونې او پراختیا اړوند کومې موسسې چې کار کوي، اداري لګښت یې دېرش سلنه دی؛ خو راڼه تشکیلات نه لري.
ښاغلی صالح وايي چې د همدې موسسو لابیګران (ورته کمپاین کوونکي) د خلکو په ذهنونو کې د شک رامینځته کولو په موخه د وچې ډوډۍ د وېش پروسه، چې په روژه کې پیل شوې وه، بدناموي.
د ولسمشر لومړي مرستیال د وچې ډوډۍ د توزېع اړوند ویلي چې دې وېش کې هېڅ اداري لګښت نه و، همدې مسئلې سود خورې موسسې وېرولې دي.

ښاغلي صالح ویلي:

«د دې برنامې پلي کېدو ډېر نواقص لرل، یو یې هم په ځينو ښارونو کې د اوړو او ډوډۍ خراب کیفیت و؛ خو یوازینۍ برنامه وه چې لوړ اداري لګښتونه او سود خوري پکې نه وه.»

صالح زیاته کړې چې د فساد اړوند د هر ډول نه انکار وړ او رښتيني ثبوتونو هرکلی کوو؛ خو یو ځل بیا خلکو ته وایم چې د دولت د حاکمیت ټینګښت او د قانون استحکام هغه وخت شوني دي چې د هر ډول چوپړتیاوو برابرول هم د دولت تر څار لاندې وي.
د ولسمشرۍ مرستیال ويلي:

«کله چې په ځینو هغو برنامو کې د فساد په اړه شاخداره ادعا کېږي چې خلک یې تطبیقوي، تاسو ته بویه چې لږ تم شئ او شک پرې وکړئ. دا ډول تورونه بې بنیاده دي او د هغو ذینفعه کړیو کار دی چې عواید یې کم شوي یا یې د بشپړ بایللو وېره لري.( پوزه لا پر ځای ده، پيشو پسې مه ځغلئ!»

ښاغلي صالح دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د( هشت صبح) ورځپاڼې په یوې نوې پلټنه کې موندلي چې په کابل کې د وچې ډوډۍ د وېش لپاره له ځانګړو شویو پیسو نه ۸۰۰ میلیونه افغانۍ، د کابل ښاروالي مسوولینو، د کابل د نانوایانو او ارتزاقي توکو اتحادیې پټې کړي او د حق الزحمې په نوم یې خوړلي دي.