د مسئولنیو په خبره پرون چهارشنبه د کابل بدني روزني عمومي ریاست په ورزشي لوبغالي کي د هنډ بال ساحلي لوبي پيل سوې، چي موخه ئې ورڅخه ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو موندل دي.
د یادو سیالیو د پیل په مراسمو کي د افغانستان بدني روزني او اُلمپيک ملي کمېټې رئيس حفیظ الله ولي رحیمي او یو شمېر نورو ورزشي مسئولینو ګډون کړی وو.
د افغانستان د اُلمپیک ملي کمېټې له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي په دې سیالیو کي د کابل ښار د بیلابیلو سیمو څخه ۷ د هنډ بال ساحلي لوبډلو ګډون کړی، چي په ۶ ورځو کي به یو د بل په وړاندي سیالۍ ترسره کړې.
د یادي خبرپاڼي په حواله د ګډونوالو ۷ ټیمونو څخه ۱۰۰ نوي ځوانانو او لویانو لوبغاړو ګډون کړی، چي په یادو دوو کټګوریو کي به ملي لوبډلو ته ورڅخه غوره لوبغاړي انتخاب کړل سي.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د یاد ټورنمنټ څخه تکړه لویان لوبغاړي افغان هنډ بال ملي ټیم ته او تکړه ځوان لوبغاړي بیا افغان هنډ بال ۲۳ کلني ملي لوبډلي ته غوره کیږي.
ټاکل سوې، چي د ګډونوالو لوبغاړو څخه ۱۴ تنه افغان ملي ټيم ته او ۱۴تنه بیا افغان ۲۳ کلني ملي لوبډلي ته انتخاب کړل سي.