نامعلومو کسانو د سیاسیونو عکسونه د غلو په نامه ځړولي

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري
لیکنه: ملیحه ناصري

اونۍ مخکې د امرالله صالح په امر باندې د کابل ښار په څلورلارو کې د غلو عکسونه راوځړول شول. پر هغو انځورونو د غله, د پلار نوم او لقب یې لیکل شوی وو. تر لاندې یې لیکلي تر څار لاندې غل, که غواړئ پولیسو سره همکار شئ, د دوی په نیولو کې موږ سره مرسته وکړئ.
FB_IMG_1603712581102.jpg
 
اوس د کابل په ځینو برخو کې د نامالومو کسانو له لوري د ځینو سترو او نومیالیو سیاسي څېرو او لوړپوړو چارواکو انځورونه راځوړند دي, یا یې پر ونو او د برق پر ستنو نښلولي. هماغه متن چې غلو ته لیکل شوی, یوازې د نوم په بدلون سره یې د سیاسیونو له انځورونو سره لیکلی دی.
FB_IMG_1603712587746.jpg
 
د استاد سیاف له انځور سره یې لیکلي: استاد سیاف,  مشهور پر استاد ابلیس , منسوبه جرم یې د افشاریانو وژل.
زلمی خلیلزاد, مشهور پر ذلیزاد, منسوبه جرم, هېواد پلورونکی او د ټولو ترهګریزو بانډونو مالک.
FB_IMG_1603712594196.jpg
همدارنګه د امان الله نوم سره یې لیکلي چې د مافیا مشر , غل او اختطافګر دی.
FB_IMG_1603712599792.jpg
د الله ګل, فاروق وردګ, سلطان زوی انځورونه یې هم جوړ کړي, خپاره کړي دي.
FB_IMG_1603712605574.jpg
دا په داسې حال کې دی چې د کابل د امنیت له خرابېدو سره د غلو نیولو په پار جدي اقدامات کېږي.