کابل کې د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لوبي ترسره سوې

سپینه تجريدي ډیزاین

په کابل ولایت کي د ښځینه وو ترمنځ د باوولینګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره سوې، چي موخه ئې افغان باوولینګ ملي ټيم ته د غوره ښځينه لوبغاړو موندل وه.
د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي د باوولینګ په دې سیالیو کي ۹ لوبغاړي ملي ټیم ته د لاري پيداکولو په موخه ولوبېدې.
د یادو ۹ ښځینه لوبغاړو له ډلي زحل بیات لومړی، فضیله حورزاد دوهم او زهرا بیا دریم مقام خپل کړ.
زحل بیات په دې سیالیو کي د اتلولي لپاره تر ټولو ډېري ۹۸۹ نمرې خپلي کړې، خو فضیلې حورزاد ۹۸۱ او زهرا بیا ۷۷۸ نمرې خپلي کړي.
د باوولینګ په دې سیالیو کي د المپيک د ملي کمېټې مسئولینو هم ګډون کړی وو.
ددې سیالیو په پای کي مقام لرونکو لوبغاړو ته جایزې ورکړل سوې او د المپيک ملي کمېټې له لوري هغه لوبغاړې وستایل سوې، چي د ښه لوبېدو له امله ئې مډالونه خپل کړي وه.
67891156_592798644461044_7096961401079463936_n.jpg
دا سیالۍ پر داسي مهال ترسره کیږي، چي څو ورځي مخکي د نارینه وو ترمنځ د باوولینګ ټاکنیزي سیالۍ هم ترسره سوې.
په هغه سیالیو کي عبدالله نوري د ۱۰۹۰ نمرو په خپلولو سره لومړی، ناصر صدیقي د ۱۰۸۶ نمرو په خپلولو سره دوهم او فهیم قادري بیا د ۱۰۳۶ نمرو په خپلولو سره دریم مقام خپل کړی وو.
د باوولینګ دا لوبه په مرکز کابل کي ډېر مینوال لري او د پرمختګ لپاره ئې په چټکي کارونه روان دي، خو د هیواد په نورو ولایتونو کي کمه او هتا په ځینو ولایتونو کي خو هیڅ لوبغاړي نلري او هیڅ ورسره آشنا ندي.