که دوبۍ ته لاړۍ نو د جمیرا جومات لیدل مو هېر نشي!

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
ژباړه: مریم صدیقي

جمیرا جومات په دوبۍ کې یو له مشهورو ځایونو څخه دی. دا جومات له ښکلو او په زړه پورې تیږو موادو څخه جوړ شوی او د اسلامي معمارۍ غوره سمبول دی.

جمیرا جومات د عصري ودانیزو توکو څخه د منځینۍ پیړۍ د فاطمیانو په وخت کې جوړ شوی دی. او په دوبۍ کې یو له خورا په زړه پوری جوماتونو څخه شمیرل کیږي. شیخ محمد کلتوري مرکز په دې اړه وايي، چې دا جومات د غیر مسلمانانو لپاره د اسلام فرهنګ په پېژندلو کې مهم رول لري.

د جمیرا جومات په۱۹۷۶ کال کې په دوبۍ کې جوړ شوی و او په متحده عرب اماراتو کې د مسلمانانو یو له پخوانیو عبادت ځایونو څخه دی چې په یوه وخت کې د ۱۳۰۰تنو د مونځ کوونکو ځای لري.

Image result for jumeirah mosque in dubai

جمیرا جومات په همدې ورته نوم ځای کې شتون لري. هغه چې د دوبۍ یو له ښکلي ساحلونو ځای څحخ دی او او ډیری سیلانیان ځانته راجذبوي. دا جومات نه یوازې په دوبۍ، بلکې په ټول متحده عربي اماراتو کې مشهور دی، او دوبۍ ته د سفر کوونکو لپاره یوه له اصلي موخو څخه ده.

جمیرا جومات ته له ننوتلو دمخه ځیني اصول شتون لري، چې د جومات لیدونکي یې باید وکړي، چې په لاندې ډول دي:

لومړی: هرڅوک باید جومات ته د ننوتلو دمخه خپل بوټان وباسي.

دویم: جومات ته د ننوتلو نارینه او ښځینه کالي باید مناسب وي( میرمنې باید خپل ویښتان پټ کړي، لستوني او نور اندامونه یې پټ اوسي).

په جمیرا اسلامي جومات کې، د بوټو پرته د ژوندي موجوداتو (کوم چې عبادت ورته کېدی شي) انځورونو کېښودل او رسمول منع دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.