ژباړه: عایشه حیدري
مناسب وزن، د ډېرو خلکو هیله ده او هغه خلک چې ډېر کم وزن لري او ډېر ډنګر دي، د چاغوالی او د وزن د زیاتېدلو هیله لري، خو بلخوا هغه خلک چې ډېر وزن لري، غواړي خپل وزن کم کړي، دغه دواړه ډلې خلک موخې ته د رسېدو لپاره بېلابېلې لارې چارې لټوي او نه ستړې کېدونکې هڅې کوي، خو باید یادونه وکړو چې هېڅ څوک نه غواړي تر کچې ډېر چاغ او یا هم ډنګر شي.
روغتیاپالان هم وايي چې د انسانانو لپاره تر ټولو ښه او غوره اندام برابر منځنی یا متوسط وزن دی، دا ځکه چې ډېر چاغ والی او همدارنګه ډېر ډنګر والی د انسان روغتیا ته ډېر زیانونه رسولای شي.
د یاران ټکي کام په پخوانیو لیکنو کې مو په دې اړه چې څنګه وزن واخلو، چاغ شو او مناسب اندام ولرو بحث کړی، په دې لیکنه کې د جوس، شربت او څښاکونو پر مټ د وزن کمولو او چاغښت د مخنیوي په اړه تاسو ته مالومات در کوو.
۱- د ځمکني توت او د سوډا جوس
سوډا یوازې د کلچو او کېکونو په پخولو کې نه کارول کېږي، بلکې، د نورو روغتیايي ګټو تر څنګ، سوډا کولای شي ستاسو د بدن اضافي غوړ او وازدې هم اوبه کړي. د سوډا او ځمکني توت جوس په لاندې ډول چمتو کړئ:
ځمکني توت یا Strawberry يوه پیاله جوس یا په همدې اندازه ځمکني توت، د نعنا څو پاڼې، یوه کاشوغه سوډا، دوه دانې لېمو او دوه ګیلاسه اوبه په میکسر کې واچوئ، کله چې دغه مواد سره یو ځای شي ستاسو د بدن د غوړیو اوبو کولو لپاره یو ښه جوس جوړېږي. تاسو کولای شئ د ورځې دوه ځلې دغه جوس یا شربت وڅښئ، که مو خوښه وي د یخ يو دوه ټوټې هم پکې واچوئ تر څو د جوس خوند لا زیات شي.
۲- د دڼیا او شاتو شربت
د بدن د غوړو او ازدو د ویلې کولو ا وزن کمولو لپاره بل غوره څښاک د دڼیا او شاتو شربت دی. په دغه شربت کې چې کوم کیمیاوي مواد شته، د بدن د غوړو او وزادو په اوبه کولو کې مرسته کوي. د دې شربت د څښلو غوره وخت تر خوب وړاندې وخت دی، ځکه کله چې تاسو ویده یاست نو دغه شربت د وجود د میکروبونه تصفیه کوي او د بدن غوړ اوبه کوي.
که غواړئ چې دغه جوس چمتو کړئ، یوه ګېډۍ دڼیا (ګشنیز)، یو دانه لېمو، یوه کاشوغه د مڼې سرکه، یوه کاشوغه شات او یا زنجبیل، يوه کاشوغه دارچین او دوه ګیلاسه اوبه په میکسر کې واچوئ، او ښه یې سره ګډ کړئ. د څښاک غوره وخت یې تر ویده کېدو وړاندې دی.
۳- د لېمو او ادرک جوس
زنجبیل یا ادرک د بدن روغتیا ته ډېره ګټه لري، دغه ماده د بدن ساتونکی یا دفاعي سیستم پیاوړی کوي، او د بدن د غوړو د اوبو کېدلو لامل کېږي، او کله چې د بدن غوړ ویلي یا وسوځېږي، کوم خوړل شوي خواړه ډېر ژر هضم کېږي.
د زنجبیل او لېمو د جوس جوړول ډېر اسانه ده، لومړۍ ادرک یا زنجبیل په اوبو کې و اېشوئ، او وروسته بیا د لېمو اوبه ور زیاتې کړئ! په دې جوس کې د خوږو د ور زیاتولو سپارښتنه نه کوو، خو بیا هم که تاسو غواړئ د خواږه خوند د ورزیاتولو لپاره یوه کاشوغه شات پکې ور اچولی شئ. تاسو کولای شئ د ورځې په لړ کې هر کله مو چې زړه وغوښتل دغه جوس وڅښئ.
۴- د چیا تخم او لېمو
د چیا تخمونه (Chia seeds) د بدن د مېکروبو په پاکولو کې ډېره مرسته کوي، او د انټي اکسیډنټ غوره سرچینه ده. د چیا دانې یا تخمونه د بدن د غوړو په ویلې کولو یا سېزلو سره مرسته کوي، او بدن ته انرژي ور کوي.
د چیا او د لېمو جوس د جوړولو لپاره يوه کاشوغه د چيا دانې یا تخمونه د لېمو اوبو کې واچوئ، او د لسو دقیقو لپاره یې همداسې پرېږدئ. دغه جوس په ګرمو او سړو دواړو بڼو څښل کېدای شي.
۵- د ګرېپ فروټ او د مڼې د سرکې جوس
چکوتره یا ګرېپ فروت Grapefruit د لېمو او نارنجو غوندې تروه مېوه ده. د چکوترې او د مڼې سرکې جوس د وینې قند تنظیموي، د بدن مېکروبونه له منځه وړي، او د بدن غوړ سوځوي.
د دغه جوس په جوړښت کې د سرکې کیفیت ته باید ډېر پام و شي او د غوره کیفیت لرونکې سرکه و کارول شي. او هغه سرکه وټاکئ چې کیفیت یې لوړ وي. د دغه شربت جوړولو لپاره، یوه پیاله د ګرېپ فروټ اوبه، یوه کاشوغه د مڼې سرکه او نیم ګیلاس د نعنا چای سره يو ځای کړئ. د دې لپاره چې د بدن غوړ زر تر زره اوبه شي تر ډودۍ يوه ګړۍ وړاندې د دغه جوس څښل ډېر ګټور دي.
۶- ګرین سموتي (Green Smoothie)
ګرین سموتي زرغون رنګه نباتي جوس دی چې د بدن د هاضمې سیستم پیاوړی کوي.
د دغه جوس تر څښلو وروسته، د ورځې په لړ کې هر خواړه ډول خواړه وخوړل شي، نو معده يې ژر هضموي، ځکه دغه جوس د دې لامل کېږي چې د خوړو د خوړلو له امله په بدن کې کاربوهايډرېټ تولید نه شي.
د دغه شربت جوړولو لپاره یو دانه اناناس، یو بادرنګ، یو دانه د کرفس یا سلېري Celery بوټی چې ۶ سانتي متره وي (سلېري بوټۍ د ګازرې له کورنۍ څخه دی او پاڼې او د ګازرې په شان ریښه یې اومه خوړل کېږي)، یو دانه رومي بانجان او یوه کوچنۍ مولۍ په میکسر کې واچوئ او ښه یې سره ګډ کړئ. تاسو کولای شئ سباناري څخه نیمه ګړۍ وړاندې دغه جوس وڅښئ.
په پای کې یادونه کوو چې د وزن د کمولو او د بدن د غوړو او وازدو د اوبه کولو لپاره د دغو جوسونو ترڅنګ تر ټولو ښه لاره ورزش کول دي. اړ نه یاست چې ستونزمن او سخت ورزش و کړئ، که د ورځې په لړ کې نیمه ګړۍ پلی مزل هم و کړئ، ستاسو د وزن په کمښت کې مرسته کوي.
ورزش وکړئ، تر څو روغ پاتې شئ.