کابل کې په ډله یېزه توګه د ٢٨٠ ناويانو او زومانو واده ترسره شو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

نن د جمعې په ورځ ٢٨٠ زلمو او پیغلو په کابل کې, په ډله يېزه توګه د يو بل د ژوند ملګرتيا ته “هو” وویل.

د دغه ډله یېزو ودونو لمانځنې لګښت د “ابوالفضل” کلتوري بنسټ لخوا پرې کړل شوى وو.

دا جوړې وايي، چې دوی د بېلابېلو دلايلو له مخې ودونه په انفرادي ډول نشو کولی، چې ډېرو دغو ځوانانو د ودونو لوړ لګښت ته اشاره کوله.

“يحى” هغه زلمى دی، چې دى هم نن په همدا ډله کې تازه زوم شو.

وایې:

“زه ډېر خوشحاله یم، لومړی دا چې دا زموږ د ژوند ترټولو غوره ورځ ده، او دوهم دا چې د دې مراسمو ارزښت او د ډله ايېزو ودونو رواجول زموږ لپاره خورا مهم دي.”

“فاطمیه” چې نوې ناوې شوې ده، زیاته کړه:

“زه ډېر خوښه یم، چې موږ دلته واده وکړ. “زه غواړم چې د کمزوري اقتصاد لرونکي نور ځوانان او پیغلې هم دلته واده وکړي.”

د دې مراسمو ګډونوالو له کورنیو څخه وغوښتل، چې د غلطو رواجونو لاس په سر شي. خپل اولادونه او ځوانان مجبور نه کړي، چې په خپلو ودونو او نورو خوشاليو کې بې ځايه یا هم اضافي لګښتونه وکړي.

“رمضان” د يوې نوې ناوې شوې جنۍ پلار وویل:

“زه مسلمانو میندو، پلرونو او ټولو مسلمانانو وروڼو ته دا پیغام لیږم، چې که دوی وکولی شي، نو لګښتونه دې راټیټ کړي. “په اسلام کې ، فحشا او زیات مصرف منع دی.”

نامناسب دودونه ، ګران بيه توکو اخستل او د واده لوړ لګښتونه په افغان ټولنه کې لویه ننګونه بلل کېږي، کومو چې د خلکو ستونزې زياتې کړې او د خلکو د لا فقر او بې وسۍ سبب ګرځيدلی دی.