که مو د ګډ ژوند لپاره اړیکه خرابه شوه، نو خپله لاس په کار شئ

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

هغه ټکي چې وروسته له جلاوالي باید ورته پام وشی:
کوم کسان چې مینه لري او غواړي ګډ ژوند پیل کړي که د دوی ترمنځ ستونزه راشي او دا اړیکه لمنځه لاړه شي نو باید دې ټکو ته پام وشي.
وروسته له جلاوالي که کوم وخت مو د ناهیلیتوب احساس وکړ، نو ځان سره ووایاست چې حتماً کوم دلیل یې درلود چې بېل شولو.
ځینې کسان د یوې اړیکې لپاره چمتو نه وي، خو دوی په دې خبر تر هغه وخت نه پوهېږي تر کله چې یوه اړیکه کې نه وي، نو ځکه کله چې دا اړیکه لمنځه ځي, ته نه یې ګرم.
کله چې اړیکه مو لمنځه لاړه، هیڅکله شاته مه ګوره، مخ پر وړاندې لاړ شئ او خپل په ارزښت پوه شئ ځکه چې ستاسې ارزښت تر دې خبرو ډېر دی.
کله چې اړیکه مو پای ته ورسېده، نو تر ۶ میاشتو بله اړیکه مه پیلوئ ځکه ستا زخم تازه دی، نو اول باید دا زخم مو جوړ شي ترڅو وکولای شئ خپل ژوند لپاره یو ښه پرېکړه وکړئ.
د اړیکي ختمېدو وروسته موږ خپله هم باید دا ومنو چې اړیکه مو نور پای ته ورسېده، نور یې باید په پوره ډول پرېږدو، عکسونه یې پاک کړو او نور هیڅکله یې ونه ګورو ترڅو په پوره ډول مو له ذهن نه ووځي.
خپل ځان ته تسلي ورکړه، که ملګري دې د ډاډ لپاره ول، خو لا ښه، کنه نو ته خپله خپل ځان کنټرول کړه، که هر څومره ستونزمن هم وي دا حالت وزغمه.
خپل ځان لپاره وخت پرېږده، ځان سره مینه ولره، هر څه چې دې خوښیږي هماغه ترسره کړه، او کوم څه چې دې خوښ دي او کوم نه دي هغه وپېژنه.
د وخت په تېرېدو سره هر څه سمیږي، مهمه نده چې اوس څومره درد کاږي، ډاډه اوسه د وخت په تېرېدو سره هرڅه نورمال حالت ته ګرځي.