لیکنه: مریم صدیقي
د سینما له وتلې څېرو څخه یوه هم جوهي چاولا ده، چې د فلمی نړۍ ښځینه لوبغاړو ترمنځ د بې شمېره مینوالو برخمنه ده.
جوهي د نوامبر په ۱۳ په کال ۱۹۶۷ کې نړۍ ته راغله، په لومړیو کې یې د مډلنګ برخه کې کار کاوه، وروسته یې د سینما ته د کار پیل په سلطنت فلم وکړ، که څه هم په دې فلم کې جوهي ډېره ونه ستایل شوه، خو Qayamat Se Qayamat Tak فلم په راوتلو سره د جوهي خوبونه په ریښتیا بدل شول، او وروسته له دې فلمه جوهي د خپل شهرت اوج ته ورسېده.
جوهی چاولا په ۱۹۸۴ کال کې د هندوستان ښکې نجلۍ هم وټاکل شوه، د جوهي چاولا په شهرت کې د هغه دې سوارق فلم چې په ۱۹۹۰ او Bol Radha Bol او Raju Ban Gaya Gentleman چې په ۱۹۹۲ کال کې وه، نوره زیاتونه وکړه.
جوهي چاولا څو ځلي فیر فلم جایزه هم ترلاسه کړې او فلمونه یې د نړۍ ګوټ ګوټ کې لیدونکي اړو مینوال لري، د حوهي فلمونه د بالیوډ سینما پرته په تیلګو( د هند جنوب سینما) او مراتي سینماګانون کې هم شته.
جوهي چاولا له عامر خان سره په هوم هاین راهی پيارکی فلم کې چې په ۱۹۹۳کال کې خپور شو، له کار کولو وروسته په لومړي ځل د فیر جایزه ترلاسه کړه. په همدې کال کې د جوهي لوټیرو, ائینه او ډارر کامیابه فلمونه نور هم راووتل.
جوهي چاولا په ۱۹۹۵ کې د هند له نامتو سوداګر جې مهتا سره واده وکړ، چې یو زوی په نوم دې ارجون، او یوه لور په نوم دې جانوي لري.
جوهي چاولا د فلم جوړونې شرکت ( رید چلیز ) کې له شاه روخ خان سره شریکه ده، او د هند کرکټ سوداګریزو لوبو( ای پي اېل) کې د کلکته نایت رایدرز په نوم ټیم هم لري.
د جوهي یوه خور چې د سرطان ناروغۍ یې درلودله په ۲۰۱۲ او یو ورور یې په ۲۰۱۴ کال کې مړه شول، نوموړې پېښې د جوهي په روان باندې ډېره بده اغېزه وکړه.
د جوهي چاولا نور فلمونه په لاندې ډول دي:
۱ـ ډوپلیکیټ
۲ـ Mr. and Mrs
۳ـ Khiladi خیالادي
۴ـ Naajayaz ناجیاز
۵ـ Kartavyaکارتاویا
۶ـ Andaz انداز
۷ـ Saath Nibhana سات نیبانه
۸ـ Mere Sajana میری سجانه
۹ـ Benaam Badsha بینام بادشاه
۱۰ـ Arjun Pandit ارجون پنډیت
۱۱ـ Ramjane رامجانی
۱۲ـ Ishq عشق
۱۳ـ Deewana Mastana دیوانا مستانه
۱۴ـ Yas Boss یس باس