بایډن د کوم حدیث په ویلو سره د مسلمانانو زړونه وګټل؟
د متحده ایالاتو ولسمشر “جو بایډن” په یوه ویډیویي پیغام کې د پیغمبر اکرم ص حدیث په ویلو سره د مسلمانانو زړونه وګټل.
جو بایډن د حدیث شریف په بیانولو سره، د امریکا د مسلمانانو ټولنې په ګډون د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د سلامشورې پیغام ورکړ.
جو بایډن د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث په نقل سره وویل، چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم فرمایلي: له تاسې څخه چې څوک ناروا کار وویني، نو باید هغه په لاس سره منع کړي، که چیرې د دې توان ونه لري، نو په ژبې یا وینا سره دې ځنې منع کړي، که په ژبې سره اصلاح نشو کړای،نو باید په زړه کې دې بد وګڼې/ کرکه وکړي.
د جو بایډن دا ویډیویي پیغام په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی او د امریکایانو سره ګڼو مسلمانان د نوي ټاکل شوي ولسمشر د دې اقدام ستاینه کوي.
جوبایډن ویلي، چې موږ ټول باید د هغه څه په لورې حرکت وکړو، چې زموږ د کورنۍ، ګاونډیو، خپلوانو او هېواد پرمختګ خیر په کې وي او عمل پرې وکړای شو.
د یادوني وړ ده، چې دیموکرات کاندید جو بایډن د متحده ایالاتو ۴۶ م ولسمشر وټاکل شو. د پنسلوانیا په ایالت کې د رایو شمیرلو له پای ته رسیدو وروسته، د بایډن انتخاباتي الیکټورل رایې ۲۷۳ ته لوړې شوي ، په داسې حال کې چې د هغه سیال رقیب کاندید ډونالډ ټرمپ انتخاباتي الیکټورل رایې ۲۱۴ وي.