جنسي اړیکې؛ چاغ که ډنګرخلک پکې بریالي دي؟

رنګین تجريدي ډیزاین

ژباړه: بشر دروېش
د انسان وزن نه یوازې د هغه پر روغتیا او نورو برخو؛ بلکې پر جنسي اړیکو هم اغېز لري.
د جنسي اړیکو په بحث کې معمولاً بحث پر نارینه وو کیږي، ځکه د دوی جنسي وړتیا یې په بریالیتوب او رضایت مندۍ کې ډېر رول لري.
په دې مطلب کې دا بحث کوو، چې په جنسي اړیکو کې چاغ که ډنګر کسان ډېر بریالي وي؟
د اندام او جنسي اړیکې تړاو
د انسان د اندام جوړښت یا څرنګوالی د هغه له جنسي اړیکو سره نېغ په نېغه اړیکه لري. دا اړیکه له دې كبله ده، چې د انسان د وجود ټولې برخې له یو بل سره تړلي، یو بل پياوړی کوي، کمزوری کوي او یو پر بل مخامخې اغېزې لري.
پر جنسي اړیکو د وزن اغېز
بریالۍ جنسي اړیکې معمولاً د ډنګرو خلکو اړوند وي. څېړنو ښودلې چې د ډنګرو خلکو جنسي لېوالتیا او فعالیت د چاغو هغو په پرتله پیاوړی او دوام داره دی.
وزن لرونکو؛ بالخصوص هغوی ته چې لویې خېټې لري، د جنسي وړتیا د پياوړتیا باوجود بیا هم د وزن زیاتوالی د ښه فعالیت پر وړاندې خنډ ګرځي.
زیات خوراک جنسي لېوالتیا کموي
د بېلا بېلو نړیوالو څېړنو پایلو ښودلې، چې د هغو کسانو جنسي لېوالتیا ورځ تربلې کمیږي، کوم کسان چې زیات خوراک کوي.
د څېړنو له مخې، زیاته انرژي ترلاسه کول د جنسي اړیکو لېوالتیا کموي. له دې کبله څېړونکو زیات وزن لرونکو کسانو ته د وزن کمولو سپارښتنه کړې او ویلي، چې که ښې او بریالۍ جنسي اړیکې غواړي، باید د خپل وزن کمولو لپاره لاس په کارشي.
زیات وزن څنګه جنسي اړیکې زیانمنوي؟
د څېړنو له مخې د زیات وزن لرونکو کسانو د وینې جریان د ډنګرو په پرتله کمزوری دی. د وینې جریان د جنسي اړیکو او فعالیت په پياوړتیا کې مهمه ونډه لري. جنسي اړیکې د زیات وزن له لورې ترډېره د وینې جریان د زیانمنیدو له اړخه تاوان ګالي.
خو احیتاط کوئ!
احتیاط په دې كوئ، چې د جنسي اړیکو د پياوړتیا لپاره خپل وزن دومره هم مه کموئ، چې وجود ته مو نور زیانونه ورسیږي.
دا څېړنې په دې مانا نه دي، چې سل په سله به ډېر لږ وزن لرونکي په جنسي اړیکو کې همغومره ډېر فعاله وي.
د څېړنو ټینګار پردې دی، چې وزن باید له حده زیات نه شي، کنه داسې هم نه ده چې زیات وزن لرونکي به په جنسي لحاظ زیات خوار وي.
احتیاط به کوئ، چې د جنسي اړیکو د پياوړتیا لپاره خپل وزن او صحت قرباني نه کړئ.
طب او ټول علوم دا غواړي، چې انسان په هره برخه کې اعتدال او منځلاري توب غوره کړي.
د جنسي اړیکو لپاره هم یو حد ټاکل شوی، هغوی چې ډېر زیات پردې اړیکو روږدي شي او لېوالتیا یې له لازم حده واوړي، د ناروغۍ شک ورباندې کیږي.