ژباړه: نسیمه محمدي
پرمختیایي اصول:
- جاپانیان اصلا پس انداز (بسپنه) نه کوي!
- په جاپان کې وېلا (بڼ او حوېلۍ لرونکي کورونه) په ندرت لیدل کېږي!
- په جاپان کې د زیات کار کولو له امله مړه کېدل، ویاړ دی!
- په جاپان کې د یوه ښوونکي میاشتنۍ تنخوا د ۷۵۰۰ آمریکايي ډالرو معادل ده!
- په جاپان کې په دنده کې د یو مُدیر پاتې راتلل، هغه ته د مرګ په معنا ده!
- په جاپان کې د ابتدايي دورې ټول ښوونکي ښځینه دي، کله هم له مور او پلاره ډېر زړه سواندي وي!
- په جاپان کې د ښوونځي د رخصتۍ پر وخت زده کوونکي ژاړي!
- په جاپان کې عموماً ښځینه له واده وروسته دنده نه تر سره کوي!
- په جاپان کې نارینه خپل عاید مېرمنې ته سپاري او د جیب خرڅ له مېرمنې غواړي!
- په جاپان کې له لومړي تر درېیم ټولګي هېڅ ازموینه نشته!
په جاپان کې:
۱ – هره ورځ زده کوونکي او ښوونکي ۱۵ دقیقې د ښوونځي پاکوالي ته وقف کوي، چې دا کړنه د پاکوالي حرص او متواضع نسلي روزنې سبب ګرځي.
۲ – هر جاپانې وګړی چې سپی لري، تل د فاضلاتو د ټولولو لپاره ځانګړې کڅوړه له ځان سره لري. د پاکوالي او نظافت لپاره حرص د ژوند له لومړنیو اخلاقي کړنو څخه ګڼي.
۳ – د پاکوالي د چارو اړوند کارکوونکو ته (روغتیايي انجینران) وايي. او په میاشتنۍ توګه له پنځه تر اتو زرو امریکايي ډالرو معاش لري. د دې دندې د تر لاسه کولو لپاره باید له تحریري او شفاهي آزموینې بریالۍ مخ ته لاړ شي.
۴ – جاپان هېڅ ډول طبیعي سرچینه (نفت، ګاز، د ډبرو سکاره، فولاد، مس او…) نه لري او هر کال د سلګونه زلزلو شاهد وي، خو دې ټولو د جاپان د ستر اقتصادي ځواک کېدو مخه نه ده ډب کړې.
۵ – هېروشیما یوازې په لس کلونو کې وکولای شول له اقتصادي پلوه، د اټومي بم له کارېدو وړاندې هېرشیما ته وګرځي.
۶ – په قطار، رستورانت او ټولو سر پوښلو ځایونو کې د ګرځنده موبایل په کارولو بندیز دی، په موبایل کې د بې غږه تڼۍ (Silent) پر ځای د اخلاقو کلمه کارېږي.
۷ – له لومړي تر شپږم ټولګي (د اخلاقو په لور ګام) پروګرام د درسي موادو برخه ده، چې د اخلاقو او د نورو سره د تعاملات ښوونه او روزنه پکې ورکول کېږي.
۸ – سره له دې چې جاپان د نړۍ یو له بډایه هېوادونو څخه دی، خو دوی خدمه او نوکر نه نیسي او مور او پلار د ماشومانو او کورنۍ مسؤول دي.
۹ – له ابتدايي ټولګي څخه تر دولسمه د ناکامۍ په نامه څه نه لري، ځکه هدف روزل، د مفاهیمو ځایول او د شخصیت جوړول دي، نه یوازې زده کړه او تلقین.
۱۰ – په رستورانت کې هر څوک د اړتیا په اندازه خواړه را اخلي او په پای کې په قاب کې څه نه وي پاتې… دا یعنې بېځایه لګښت نشته.
۱۱ – په قطار کې د تم پاتېدو منځنۍ اندازه ۷ ثانيې ده. اړوند مسؤولین د هر کال په پای کې له دې امله له هېواد والو بښنه غواړي.
شته داسې وګړي چې وخت ته ارزښت ورکوي او د ثانیو او دقیقو حریصان دي.
۱۲ – زده کوونکي په ښونځیو کې د غاښونو برس لري، تر څو له ډوډۍ خوړلو وروسته غاښونه برس کړي او له ماشومتوبه د روغتیا په اهمیت پوهول کېږي.
۱۳ – د ښوونځي مدیر د زده کوونکو د ډوډۍ خوړلو نیم ساعت مخکې خواړه خوري، چې د خوړو له صحي والي ځان ډاډمن کړي او که له هغه وپوښتل شي، چې ولې؟ نوموړی وايي:
دا زده کوونکي د جاپان، راتلونکې ده.
دا چې جاپان، جاپان شوی، دا تصادفي نده، بلکې جاپان یې جوړ کړی دی…