د ښځو ځورونه څه ده؟ په ځانګړې توګه په ادارو کې

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

په افغانستان کې جنسي ځورونه بیخي ډېره ده. هم په ماشومانو کې هم ښځو کې. د جنسې ځورونې پېښې په کور ، ښوونځي ، ټولنیز چاپیریال او کار ځای یا بل هر ځای پېښیدای شي.
د ځوروني ډیر قربانیانې ښایي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځوروني قرباني شوي دي.
لومړۍ باید د جنسي ځوروني مفاهیم او بیلګې وپېژنو او بیا به وګورو چې په ټولنیز چاپیریال کې جنسي ځورونه څه ډول ده؟
د جنسي ماهیت درلودونکی هر ډول ناغوښتي جنسي چلند جنسي ځورونه ده. دلته د نا غوښتي کلمه ډېره مهمه ده. دا د نا قصدي په مانا نه ده، بلکې هغه نا غوښتي چلند ته ویل کیږي چې د مقابل لوري له خوښي او منلو پرته وي. مثلا له جنسي مانا سره یو چا ته کتل، یو چاته د داسې یوې خبري یا ټوکې کول چې جنسي ماهیت ولري، د یو جنسي ماهیت درلودونکي عمل غوښتنه یا جنسي تماس. د ناغوښتي معیار دادی چې ایا مقابل لوری دغسي یو چلند غوښتونکی دی کنه. که نه یې غواړي دا د جنسي ځورونې مانا لري.
جنسي ځورونه راز راز بڼي لري: د جنسي چلند یا جنسي اړیکو په خاطر فشار اچول، د جنسي ماهیت درلودونکی پیغام لېږل، د کتنې لپاره ټینګار کول، د جنسي ماهیت درلودونکې ټوکې.
جنسي برید: هر هغه عمل چې د زور، ګواښ یا فردي فریب په کارولو سره یو څوک د هغه د خوښي او رضایت پر خلاف یو جنسي عمل ته اړ کوي نو دا جنسي تېری ګڼل کیږي.
هر څوک په هر سن کې د هر ډول جنسي میلان سره او د هر جنسیت سره د جنسي ځوروني قرباني ګرځېدی شي. د جنسي ځوروني ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي او نږدې ټول جنسي ځورونکي نارینه دي. خو باید هېر نه کړو چې نارینه هم د جنسي ځوروني قرباني کېدای شي، د ماشومتوب یا د لویوالي په وخت کې.
جنسي ځورونه او جنسي تاوتریخوالی د ژوند له ویجاړوونکو تجربو څخه دي، قربانیان یې کېدای شي تر ډېرو کلونو یا ان د عمر ترپایه له پایلو ورنځیږي او په راز راز روحي ناروغیو اخته شي، کله تشویش او پریشاني، ژور خفګان، له سختو وحشتناکو پیښو وروسته روحي ستونزې، پرځان بې باوري، ځان ځورونه او ځان وژنه هغه څه دي چې د جنسي ځورونې قربانیان له داسې پېښو وروسته ورسره لاس او ګریوان وي.
د جنسي ځوروني بیلګې، جنسي کیسې، ناغوښتي جنسي اړیکې ته بلنه ورکول یا وړانډیز کول، په خبرو کې جنسي کنایې، له شهوت او مستۍ ډک لیدل، ښځي ته ډېر نږدې کېدل دي.
افغانستان کې په ۱۳۹۴ کې د ملګرو ملتونو سازمان د ښځو د همکارۍ د دفتر په مرسته د رشد روزنیزې او مشورتي څیړنیزي موسسې موندنې ښیي چې په کار ځي کې له ۶۵ سلنې ډېرې کارکوونکې له جنسي ځورونې شکایت کوي. احصایې او ارقام د ستونزې یواځې یوه ډېره کمه برخه څرګندوي.
په وروستیو کې د بي بي سي یو راپور د حکومتي ادارو په منځ کې په لوړ کچ د جنسي ځورونو په اړه یو څیړنیز راپور خپور کړی چې ټکان ورکونکی دی.
نارینه هم د جنسي ځورورني قرباني کېدای شي خو دا پیښي بیا ډېري کمي وي.
په کار ځي کې جنسي ځورونه دوه ډوله ده، مستقیمه جنسي ځورنونه چې د یو ډول جنسي عمل په بدل کې، یا ښځو ته د انعام او په کار کې د پرمختګ ژمني ورکول کیږي او یا ګواښل کیږي که د ځورونکي شخص غوښتنه ونه مني له کاره به وشړل شي، تنخوا او یا رتبه او مقام به یې راکم شي.
په نامستقیم ډول جنسي ځورونه دا ده چې کارځای له داسي جنسي چلند او خبرو ډک وي چې ښځینه کارکونکو ته په کې د نا امنۍ احساس ورکول کیږي، او په بېلابیلو غیرې مستقیمو لارو هغوی ځورول کیږي.
له دې وضعي سره د مقابلې تر ټولو ښه لار د مناسبو قوانینو جوړول، د پولیسو او قضایي ادارو لخوا ساتنه، له ټولنیز پلوه د قربانیانو ملاتړ، د وګړو عمومي پوهنه روزنه او د کاري فرهنګ لوړول دي.