ننګرهار: د ۳ نجونو قاتل او د خلکو غبرګونونه

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

یوه نامعلوم وسله وال کس په جلال اباد کې د انعکاس تلویزیون درې ښځینه کارکونکې ووژلې.

د انعکاس تلویزیون د معلوماتو له مخې د دوی درې تنه ښځینه کارکوونکې چې له دفتره د کور په لورې روانې وې د یوه کس له خوا پرې ډزې وشوې او درې واړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ځایي سرچینو ویلي چې دوه تنه همکارانې د جلال اباد ښار بنګړیوالانو کوڅه کې او یوه بله د قصبې په سیمه کې وژل شوې.

د دوی د معلوماتو له مخې وژل شوې درېواړه د انعکاس تلویزین د دوبلې څانګې کارکوونکې وې.

په همدې حال کې د ننګرهار امنيه قوماندانۍ ویلي چې د انعکاس ټلويزيون پر ښځينه کارکوونکو د برید طراح او بريد کوونکی قاري بصير یې نیولی دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس د وسله والو طالبانو اړوند دی او زياتوي چې له دې کس سره يوه تومانچه او ريکشا هم نیول شوې ده.

خو طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د امنیه قومندانۍ دې څرګندونو د ټولنیزو رسنیو د ګڼ شمېر کارونکو غبرګونونه راپارولي او مسؤلین یې په خپلو چارو کې په پاتې راتلو تورن کړي.

استاد عبدالبصیر سباوون په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي:

قومندان صیب!!!»
که مې په دنده کې ستا په څير تیروتنه کړی وه، په ټول ژوند کې به مې بیا د قومندان صیب!!!
که مې په دنده کې ستا په څير تیروتنه کړی وه، په ټول ژوند کې به مې بیا د دندې نوم نه و اخیستې.
بد بختي دا ده چې تاسې دندې ته د امتیاز په سترګه ګورئ نه د مسوولیت پر بنسټ، نور به دی په رښتیا هم څوګ باور ونه کړي، د حکومت حیثیت او مقام مو وشرماوو.ې نوم نه و اخیستې.
بد بختي دا ده چې تاسې دندې ته د امتیاز په سترګه ګورئ نه د مسوولیت پر بنسټ، نور به دی په رښتیا هم څوګ باور ونه کړي، د حکومت حیثیت او مقام مو وشرماوو.«

ځوان لیکوال او خبریال ذبیح الله غازي لیکلي:

دا سړی یې لکه چې له پېښې وړاندې نیولی دی(!)
پېښه په څه کم پنځه شوې او عکس د سور لمر دی. عجیبه نه ده؟

د خلکو دې څرګندونو ته د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي هم غبرګون ښودلی.

هغه لیکلي:

“مخکې له دې چې موږ د نورو پوسټونه په پټو سترګو کاپي پېسټ کړو، راځئ لومړی خپل ذهن په کار واچوو او واقعیت ځان ته معلوم کړو. نن ډېرو ملګرو پوسټونه کړي چې د انعکاس رادیوتلویزیون د شهیدو شویو خبریالانو د قتل په تور د نېول شوي نن انځورونو کې لمر ښکاري، او ګنې دا د خلکو سترګو کې خاورې اچول دي، ځکه پېښه ماښام ته نږدې رامنځته شوې او لمر پرېوتی وو. د پېښې رامنځته کېدو او لمر پرېوتو تر منځ یو ساعت او ۱۵ دقیقې وقفه ده، که د پېښې څخه یو ساعت وروسته هم (یعنې پنځه نیمې بجې) ازاده فضا کې انځورونه واخېستل شي لمر په کې ښکاري.هیله ده په لوی لاس د دولت پر لاسته راوړنو خاورې وا نه ړوو.”

اخوا بیا د ننګرها د سیمه ییز روغتون ویاند ظاهر عادل له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی ته درې جسدونه او دوه تنه ښځې چې د جلال اباد ښار اوسېدونکې دي په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغه پېښه ولسمشر اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شوار مشر عبدالله عبدالله، طالبانو، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، ناټو، یوناما، د امریکا سفارت، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼو نورو کورنیو او بهرنیو بنسټونو غندلې او خواشیني یې پرې ښکاره کړې ده.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

« طالبان پر دغه راز بزدله بریدونو او د ویرې او ډار فضا په ایجادولو سره نشي کولای له جمهوریت او د وروستیو دوو لسېزو لاسته راوړنو څخه د دفاع رسا غږ ټپ کړي.»

د یادونې ده چې په تېره ډسمبر میاشت کې هم د انعکاس ټلوېزیون یوه ویانده ملاله میوند د وسله والو په برید کې ووژل شوه. د هغې پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی و.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي