د ثابت د ژوند لوړې ژورې؛ جرئت سره یې د جنګ او پر کرزي، عبدالله او حکمتیار د غوسې کیسې ولولئ

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې دا ډېره موده له سترګو او غوږونو لیرې و، په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند، کارونو، د فساد ضد مبارزو او ګڼو نورو مسایلو په اړه غږیدلی.
دا مرکه تېره اونۍ د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره وه، چې په یوټوب کې یې د نیږدې ۲ ساعته جریان مهم ټکي یاران دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
یادونه کوو، چې د دې او نورو ټولو ورته مطالبو مسولیت خپله غږیدلو څېرو ته ورګرځي او یاران یې د یوې بې پلوه رسنۍ په توګه د بیان ازادۍ ته د درناوي له مخې خپروي.
ثابت څوک دی؟
عبدالجبار ثابت ۷۴ کاله مخکې په ۱۳۲۴ لمریز کال د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په ککړک سیمه کې زیږیدلی.
هغه لومړنۍ زده کړې د دې ولسوالۍ د بالاباغ په مشهور ښوونځي کې، چې عبدالرحمان پژواک هم پکې درس ویلی و، کړي.
وروسته یې د کابل له نادریې لېسې او حقوقو پوهنځي د فراغت سندونه اخیستي او د فراغت په سبا په کابل کې د څارنوال په توګه دنده پيل کړې.
جبارثابت له څه موده عدلي دندو وروسته امریکا ته د ماسټرۍ په بورس تلی. له راګرځیدو وروسته یې کمونیستانو پر هېواد کودتا وکړه، چې دی کډوالۍ ته مجبور او بیا امریکا ته لاړ، چې له امریکا غږ راډیو سره د خبریالۍ ترڅنګ یې په اقتصاد کې هم ماسټري واخیسته.
ثابت بیا پېښور ته تلی او هلته یې د بشري حقونو په برخه کې فعالیتونه کول.
د کرزي له واکمنیدو سره کابل ته راځي او دلته د کورنیو چارو وزارت د حقوقي سلاکارۍ څخه وروسته لوی څارنوال ټاکل کیږی، چې تر ۲ کلونو دوام پکې کوي.
ثابت واده کړی، ۵ اولادونه یې دي، چې اکثره په بهرکې او ۳ یې د طب ډاکټران دي.
د حکمتیار خبریال
ثابت وایي په امریکا غږ راډیو کې د خبریالۍ پر وخت له دې کبله، چې دی د حزب اسلامي پټ غړی و او هره ورځ به یې د حکمتیار په اړه خامخا یو راپور درلود، دغه راډیو د حکمتیار غږ نوم ځینو خلکو یادوله.
اوس وایي حکمتیار ته قطعاً وفاداره نه دی، ځکه په خبره یې هم ورنه شخصي او هم د ملي مسایلو په سر خپه دی.
ثابت وویل: د حکمتیار پرسر له راډیو څخه وویستل شوم او د منفکۍ په مکتوب کې یې راته همدا دلیل ولیکه، خو چې پېښور ته راغلم، حکمتیار ان یوه مننه رانه ونه کړه، نور لاسنیوی خو پریږده.
د ده په خبره هغه مهال یې ژوند سخت و، تردې چې د ولسمشر غني د دفتر اوسني ریس فیض الله کاکړ ترخپل ریاست لاندې یوه پوهنتون کې استاد کړ او له یوې موسسې یې ښه معاش ورته وموند.
هغه حزب اسلامي یو فامیلي ګوند ګڼي او وایي له پيله پکې د حکمتیار دوه زومان( همایون جریر او غیرت بهیر) حاکمان وو.
ثابت د دې ترڅنګ حکمتیار د کابل د تنظیمي جګړو او ورانولو یو مهم اړخ ګڼي او وایي: زرګونه کابلیان یې په راکټونو ووژل، یوازې په یوه ورځ یې یو بس په راکټ ویشتی و، چې تر ۵۰ زیات کسان یې وژلي وو.
د ثابت په خبره، کله چې دی د طالبانو لخوا وتښتول شو او بیا پریښودل شو، بیا هم حکمتیار یوه ذره همکاري او خواخوږي ورسره ونه ښوده.
د كرزي کیسې
ثابت وایي کرزی د پېښور له هغه وخته پېژني، چې د صبغت الله مجددي سکرتر و.
د دې ترڅنګ یې له پلار عبدالاحد کرزي سره په امریکا کې پېژندل او سره ملګري وو.
د ده په وینا په افغانستان کې یې د کرزي پر وخت دنده هغه مهال پيل شوه، چې د کورنیو چارو وزارت ته د بهرنیو حقوقي ادارو په غوښتنه سلاکار او بیا د همدوی په ټینګار لوی څارنوالۍ ته نوماند شو.
وایي کرزي اسحاق الکو لوی څارنوال ټاکه، چې بهرنیان یې مخالف وو، خو کرزی مجبور شو چې ده ته لویه څارنوالي او الکو  ته یې مرستیالي وړاندیز کړي.
ثابت کرزی تورنوي، چې پارلمان ته یې د باور رایې د اخیستو لپاره د معرفۍ باوجود هم خپله د ده خلاف کمپاین وکړ او هم یې د پارلماني چارو له وزیر فاروق وردګ څخه په دغه کار کې مرسته واخیسته.
له دې سره ثابت پارلمان نه باور رایه اخلي او د فساد خلاف مبارزه اعلانوي.
هغه مختلفو ولایتونو ته سفرونه کوي، یو شمېر په فساد تورن چارواکي بندیانوي او په دې ډول ورسره د کرزي ورانه راځي.
ثابت وایي: په کندهار او ننګرهار کې والیانو د سوداګریزو توکیو له هر موټره تر ۸ زرو افغانیو د بیارغونې په نوم پیسې اخیستې او ځانته وهلې.
هغه مهال په ننګرهار کې ګل آغا شېرزی والي و، چې د ده په خبره کرزي ورسره د دغو فسادونو په ختمولو کې هیڅ مرسته ونه کړه.
د زاخېلوال پښې لړزیدې!
ثابت په ننګرهار کې د غازي امان الله خان په نوم د جوړ شوي ښارګوټي کیسه هم وکړه.
وایي هلته نجیب زراب ته د ولسمشر په فوق العاده امر له داوطلبۍ پرته د ۶ نیم زره جریبه ځمکې د پېرلو امر شوی و، خو والي شېرزي ورته د عمر زاخېلوال په همکارۍ ۱۳ نیم زره جریبه ځمکه ورکړه.
د ثابت په وینا کرزي ته یې اعتراض وکړ، چې دا ځمکه زراب ته جریب ۳۰ زره افغانۍ هغه هم بې داوطلبۍ ورکړل شوې، خو بل سوداګر هر جریب په ۳ لکه افغانۍ غواړي.
وایي کرزي ورته د هغه وخت د پانګونې د ملاتړ ادارې ریس عمر زاخېلوال یاد کړ، چې د دغه کار مشوره یې ورکړه.
د ده په خبره زاخېلوال یې وغوښت او ورته یې وویل: ولې دې دا مشوره ورکړې، بندي کوم دې او زندان ته دې اچوم.
ثابت زیاتوي: د زاخېلوال پښې لړزیدې، کرزي ته تلی و، چې ثابت وګواښلم.
وایي ده د ملي تلویزون په یوه خپرونه کې دا ټوله کیسه وکړه، چې ورسره د خپرونې چلوونکی له دندې ګوښه شو.
مات که نامات چارواکی؟

ثابت په یاده مرکه کې وپوښتل شو، چې ځان یو ماتي خوړلی مبارز ګڼي کنه؟
ده رد کړه، چې ماتې یې خوړلې، ځکه په وینا یې ده پاکه اراده او قاطعیت لرل، خو حکومت مات شوی، چې مرسته یې ورسره نه ده کړې.
دی د بېلګې په ډول د شېرپور سیمه یادوي، چې ځمکې یې ناقانونه ووېشل شوې.
د ثابت په خبره دلته هغه تاریخي ونه هم ووهل شوه، چې وزیراکبر خان یې لاندې انګریز استازی میکناټن وژلی و.
ثابت وویل: د شیر پور د ځمکو د ویش له پلوه مې ۱۴ میلیونه ډالرو نه ۹ میلیونه په ځمکه غصب کوونکو تحویل کړې.
هغه دغه راز د هرات د ښاروال کیسه کوي، چې په ۵ سوه میلیونه افغانۍ اختلاس تورن او د صبغت الله مجددي نیږدې کس و.
د ده په خبره د هغې قضیې په سر مجددي او کرزی دواړه ورسره خپه شول.
د عطا کیسه او د صالح ستاینه
د ثابت د لوی څارنوالۍ پر وخت امرالله صالح د ملي امنیت لوی ریس و، چې دی یې د همکاریو یادونه او ستاینه کوي.
د ده په خبره صالح تل د مفسدو چارواکو قضیې ورسره شریکولې او د ده ملاتړ یې کاوه.
دی مزار ته خپل سفر یادوي، چې د ښاروال د نیول کیدو په اړه د وخت والي عطامحمد نور ورسره مخالفت کوي.
وایي کابل ته له راتلو سره کرزي ته کیسه کوي، خو کرزی هیڅ غبرګون نه ښيي او څو ورځې وروسته عطا ته مډال هم ورکوي.
له دې سره ثابت وایي، چې جنرال دوستم یوازینی کس و، چې کرزي یې په نیولو کې د ده ملاتړ وکړ، مګر بریالی نه شو.
پر قانون رایه ګیري
ثابت وایي کرزي ورته یو ځل وویل: د فساد ضد مبارزه دې ځینې حقوقپوهان د قانون خلاف ګڼي.
د ده په خبره په دې اړه یو مجلس وشو او معترض کس د قانون په یوه بله ماده، چې د ده د کار اړونده نه وه، د ده ملامتول غوښتل.
وایي وروسته کرزي ټولو ته مخ کړ او وویل: راځئ رایه ګیري کوو، چې د لوی څارنوال دا کارونه د قانون مطابق او ضرور دي کنه؟
له دې سره ثابت خاندي او وایي: ما وخندل او مخالفت مې وکړ او د ولسمشر کرزي د دفتر د هغه وخت ریس جاوید لودین مې ملاتړی شو.
طالبانو سره اسارت
جبار ثابت د کرزي د حکومت پر وخت د کابل له چهار اسیاب ولسوالۍ څخه وسله والو طالبانو لوګر او بیا د خیبرپښتونخوا میرانشاه ته وتښوه.
وایي د تښتونې په لومړۍ شپه طالبانو یوې حجرې ته د ډوډۍ لپاره ځان سره ننویست او ویې ګواښه، چې نه به غږیږي، خو هلته له ننوتو سره کوربه وپېژنده او ورته یې کړل: لوی څارنوال صیب! ډېر ستړی مه شې.
د ده په خبره له راوتو وروسته بیا طالبانو وښکنځه، چې ولې هغه کس وپېژنده.
ثابت وایي طالبانو لومړی ورنه ۳ لکه ډالره غوښتل، خو بیا یې میرانشاه ته یوړه او څو میاشتې یې هلته په یوه کوټه کې بندي وساته.
د هغه ځای په اړه وایي، چې د کرزي په سر یو ځل سخت شکنجه شو.
طالبانو پوښته، چې کرزی مسلمان دی کنه؟
د ده په وینا ویې ویل: هو! مسلمان دی، په لمانځه، روژه او نورو اسلامي فرایضو مې لیدلی، شراب هم نه څښي.
د کرزي په اړه وایي، چې د وخت د ملي امنیت ریس رحمت الله نبیل په لوګر کې د ده د خلاصون په اړه ورته امریکایانو سره د ګډو عملیاتو ویلي و، خو هغه یې مخه نیولې وه او ویلي و: هغه هسې هم طالب و، ښه شو چې ورسره لاړ!
ثابت زیاتوي، چې ۳ ځله طالبانو پرې د اعدام حکم هم وکړ، خو د جلال الدین حقاني زوی، چې پر دې سیمې حاکم و، خپل پلار نه پوښتنه کړې وه.
وایي پلار یې په ۳ دلایلو د دغه کار مخالفت کړی و.
یو دلیل یې دا ښودلی و، چې ثابت اوس حکومت نه استعفا کړې، بل مجاهد و او درېیم دا چې ۳۳ کاله مخکې د هغه د حج ملګری و.
ثابت د خوشې کیدو په اړه یې مشخص څه ونه ویل، خو ګیله یې وکړه چې خوشې کیدو نه پس نه کرزي او نه یې کوم مامور نه د ده پوښتنه او نه ورڅخه کوم تحقیق وکړ.
۸ لکه ډالري رشوتونه
ثابت وویل: یو ځل د بیدار ځاځي لخوا ورته د ناقانونه تجارتي لاریو د پریښودو لپاره ۸ لکه ډالره پیشنهاد شو او بل ځل د اوسني حکومت د یوه وزارت مرستیال له نیول کیدو مخکې د ظاهر قدیر په وسیله ورته د نه نیول کیدو لپاره ۸ لکه ډالره پیشنهاد کړل.
هغه ښکاره د هغه مرستیال وزیر نوم وانخیست، خو موخه یې د ننګرهار پخوانی مرستیال والي محمد آصف قاضي زاده و.
قاضي زاده د ننګرهار د هغه وخت له څو نورو مهمو چارواکو( د بانکونو ریس او د لغمان اوسني مرستیال والي شهزاده مظلومیار، د کرنې د هغه وخت ریس سید عزیز زهیر او یو شمېر نورو ) په ملتیا د ثابت لخوا د فساد په تور زنداني او څو میاشتې بندیان وو.
ثابت، چې خپله هم د ننګرهار دی، وایي د دې ولایت ۴۷ چارواکي یې د فساد د دوسیو له وجې بندیان کړي وو.
پر جلالي د جاسوسۍ تور
جبارثابت، چې په امریکا غږ راډیو کې د علي احمد جلالي همکار او بیا په کورنیو چارو وزارت کې د هغه د دندې پر وخت د نوموړي حقوقي سلاکار و، جلالي یې د امریکا د استخباراتو جاسوس وباله.
ده یوه کیسه وکړه، چې د امریکا غږ د دندې پر وخت یو ځل یې حکمتیار سره د تڼي د کودتا پر وخت د مرکې پلان و، چې د حکمتیار د سکرتر ټلیفون ته زنګ راغی او حکمتیار سره د پاکستانۍ صدراعظمې بینظیر بوټو د خبرو وویل شول.
وایي ده یې خبرې وانه وریدې، خو جلالي ته یې وویل، چې مېرمن بوټو حکمتیار سره خبرې وکړې.
د ده په ادعا جلالي اوتر او سربداله شو، بیا دفتر نه ووت او لږ وروسته د افغانستان لپاره د یوسایډ مشر راغی او ثابت نه یې بې مقدمې وپوښتل: بې نظیرې حکمتیار ته څه وویل؟
د ثابت په وینا ده ورته په غوڅ ډول وویل: نه یې درته وایم.
له دې سره وایي امریکایي مقام ورته په چېغو وویل: ته موږ سره کار کوې، ولې دا خبرې نه کوې؟
ثابت، چې په حاضر ځوابۍ او توند مزاجۍ مشهور دی، وایي ما ورته کړل: نه یې درته وایم، زه خو مو جاسوس نه یم.
له دې وروسته وایي بله ورځ هغه کس بیا د بښنې لپاره ورغی او ده ورته وویل، چې ده هم د بې نظیرې او حکمتیار خبرې نه دي اوریدلي.
جبار ثابت دا هم وایي، چې جلالي په کورنیو چارو وزارت کې کوم قاطعیت نه درلود او له دندې تر استعفا وروسته یې ۲۴ ساعته هم په افغانستان کې تېر نه کړل.
جنرال جرئت سره جګړه
د جنرال دین محمد جرئت او جبار ثابت د جګړې کیسه مشهوره او زیاته خوله په خوله ده.
عام روایتونه دا دي، چې ثابت او وسله والو یې یو ځل د لوی څارنوالۍ د دندې پر وخت د جبار ثابت په ډبولو لاس پورې کړی و، خو ثابت دا خبره ردوي.
دی له زیاتو جزیاتو پرته وایي، چې د دواړو لوریو د ساتونکو له مداخلې پرته ده او جرئت دوه په دوه فزیکي شخړه کړې وه، چې دواړه په متقابل ډول پر یو بل ګوزارونه کړي وو.
ثابت طلوع تلویزون د دې خبر په غلط او د ده په زیان خپرولو تورنوي او وایي جرئت یې مخکې هم اشنا و، اوس یې هم ملګری دی او دومره جدي کیسه نه وه.
ډاکټر عبدالله ته غوسه
جبار ثابت، چې له لوی څارنوالۍ او اختطاف نه تر راخوشې کیدو وروسته د حنیف اتمر په مشرۍ د حق او عدالت ګوند د رهبرۍ غړی و، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال څه موده د ګوندي پریکړې له مخې د اشرف غني ملاتړی و، خو بیا یې ناببره له ډاکټر عبدالله څخه ملاتړ وکړ.
هغه له دې کیسو یادولو پرته عبدالله هم ملت او هم خپلو ملګرو ته بې تعهده سړی یادوي او وایي که په نړۍ کې د ټولو ټاکنو یوازینی کاندید عبدالله وي، بیا به هم رایه ورنه کړي.
دی مشخص د چا نوم نه اخلي، خو وایي عبدالله په فساد مشهور کسان په لوړو څوکیو او ان یو کس د یوه وزارت مرستیال ټاکلی.
په ډېر ګومان د ثابت اشاره بیا هم د ننګرهار پخواني مرستیال والي آصف قاضي زاده ته وه، چې د عبدالله د ټیم لخوا د قبایلو وزارت مرستیال ټاکل شوی.
مسعود رهبر و!
په دې مرکه کې جبار ثابت احمد شاه مسعود د یوه رهبر په توګه یاد کړ او ویې ویل: زه یې د خبرو ویاړ لرم، هغه د رهبرۍ ټولې وړتیاوې لرلې.
د ده په وینا مسعود هر چا سره مشوره کوله، پر هر چا یې باور کاوه، پیسې او جایداد یې نه  خوښیده، ځکه خو خلکو ته ګران دی.
له دې سره د هغه پر ملګرو نیوکه لري، چې د مسعود لاره یې نه ده  تعقیب کړې.
د شېرزي سلامي
جبار ثابت ته په مرکه کې د ګل آغا شېرزي یو عکس وښودل شو، چې دی پکې د سلامۍ په ډول لاس خوځوي.
ثابت په خندا وویل: دا سلامي یې ما ته وهلې، چې حقیقت ونه وایم، خو زه وایم چې هغه د بیارغونې په نوم زیاتې پیسې چور کړې.
د ده په خبره خلک هسې وایي، چې شېرزي په ننګرهار کې کار کړی.
ثابت وایي: غیر له یو سټډیم څخه، چې هغه یې هم پخپل نوم جوړ کړی، نور یې د پام وړ کوم کار نه دی کړی.
د لنډو پوښتنو ځوابونه
جبار ثابت په دې مرکه کې وویل، چې په امریکا کې د ژوند باوجود د هغه هېواد پاسپورټ نه لري.
ده پر دوه پاسپورټه چارواکي نیوکه وکړه، چې افغانستان ته د کار نه؛ بلکې د غریبۍ په نیت راځي.
د غوره سیاسي ملګري په اړه یې وویل: ما اوس سیاست پریښی.
د خوراکونو په اړه یې وویل، چې سبزیجات زیات خوښوي.
د ټاکنو په اړه ثابت زړه نازړه و، ویل فکر نه کوي، چې وشي خو که وهم شي لا یې د نوماند په اړه پریکړه نه ده کړې.
د خوښې وړ شخصیت په اړه د جبار ثابت ځواب دا و، چې د ظاهر شاه د حکومت د صدراعظم هاشم میوندوال نظریات یې زیات لوستل.
د سولې د روانو هڅو په اړه ثابت خوشبین نه دی او وایي: جګړه له بدې سولې څخه غوره دی.
هغه د امریکایانو پر نیت شک لري او وایي د سولې لپاره یو اړخیزه او پخپله ګټه پریکړه کوي.
د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د کرزي صادق وزیر څوک و؟  د ثابت ځواب دا و، چې په دې اړه یو میاشت وخت ورکړئ، که څوک پیدا کړي؟
دی دا هم وایي، چې نور له حکومت سره کار نه کوي.